له ملګرو ملتونو څخه د ایراني ډرون په هکله د څيړنو غوښتنه شوې
۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبهامریکا متحده ایالاتو، المان، فرانسې او بریتانیې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتي دي چې له ایراني ډرونونو یا بې پيلوټه الوتکو څخه د روسیې د استفادې کولو ادعاوو په هکله دې څيړنه وکړي.
دغو درو اروپايي هیوادونو د ملګرو ملتونو سازمان مشر انتونیو ګوتېرش ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې ده چې د دغو بی پيلوټه الوتکو د منشأ د معلومولو له پاره دې یو ټیم واستوي. دوی لیکلي دي: «له دې بی پیلوټه الوتکو څخه د ټول اوکراین په کچه ښارونو او ملکي زیربناو پر وړاندې د روسیې په یرغلیزو بریدونو استفاده کیږي چې د بی ګناه غیر نظامیانو په وژنې تمامیږي.»
اړوند: امریکا: ايراني روزونکي عملاً له روسي ځواکونو سره مرسته کوي
امریکا متحده ایالاتو هم دې ورته یو لیک استولی دی او ویلي يي دي چې ایراني بی پيلوټه الوتکې د اګست میاشتې په وروستیو کې روسیې ته انتقال شوي دي.
په تیرو دوو اونیو کې روسیې د پلازمېنې کیف په ګډون پر اوکراین د بی پيلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي. امریکا او دری ځواکمنو اروپايي هیوادونو ویلي دي چې که په دغو بریدونو کې له ایراني ډرونونو څخه استفاده وشي، نو ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک نقضوي چې [ایران ته او یا هم له ایران څخه نورو هیوادونو ته د ځانګړو وسلو انتقالول] محدودوي.
د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي دي چې دغه بی پيلوټه الوتکې روسي دي او خبرداری یي ورکړ چې تحقیقات به د روسیې او ملګرو ملتونو سازمان پر اړیکو جدي اغیزې وکړي.
د امریکا د سفیر مرستیال جفري دلاورنتیس د امنیت په شورا کې وویل: «ملګري ملتونه باید د امنیت شورا د پریکړه لیک هر ډول نقضونه وڅیړي او مونږ باید اجازه ور نه کړو چې روسیه او یا نور دې د خپلو مسئولیتونو د عملي کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان مخته خنډ جوړ شي.»
اړوند: ايرانۍ ډرون په اوکراینيانو کې د ېوې نوې جګړې بېره خپره کړې
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په جلا توګه ویلي دي چې لا هم دیپلوماسي د ایران اټومي پروګرام ته د رسیدګۍ له پاره تر ټولو ښه حل لاره ده، خو هغه په نږدې راتلونکي کې د ۲۰۱۵م کال د اټومي پروګرام د بیا را ژوندي کیدو له پاره د کومې موافقې چانس نه وينې.
متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ وویل چې ایراني ځواکونه په کریمیا کې حضور لري او د بی پیلوټه الوتکو په پرواز کې یي مرسته کړې ده.
ایران روسیې ته د دغو بی پيلوټه الوتکو ورکول ردوي. په داسې حال کې چې اکثره دغه را نسکورې شوې بی پيلوټه الوتکې احتمالاً د دغو ډرونونو منشا روښانه کوي.
aa/sn (AFP, AP, Reuters, dpa)