1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلسنکي د امريکا له خپل سفره راضي دی

۱۴۰۲ مهر ۳, دوشنبه

د اوکراين ولسمشر امريکا او کاناډا ته د خپل سفر څخه راضي دی او تېره اوونۍ یې اوکراین ته له لاسته راوړنو ډکه بللې ده. بل لوري ته روسیې يو ځل بيا د اوديسا پر بندر بريدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4WlN5
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن او د اوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکي
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن او د اوکراين ولسمشر ولودمير زيلنسکيانځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د امريکا متحده ايالاتو او د کاناډا خپل سفر مثبت ارزولی دی. نوموړي وويل چې د لویديځ د دغو دواړو شريکانو سره یې پر پوځي او مالي مرستو او همدا راز په ګډه د وسلو پر توليدولو توافقونه کړي دي. نوموړي وويل: «دا يوه ګټوره اونۍ وه.»

د زيلنسکي په حواله د امريکا د پوځي مرستو په نوې بسته کې د توپخانې مهمات چې د هيراس راکټ لانچر هم پکې دي، او همدا راز دافع هوا سیسټمونه، تاکتيکي نقليه وسايط او نورې وسلې پکې شاملې دي.

زيلنسکي د امريکايي « ATACMS راکټونو» د واټن په اړه چې اوکراين یې له امريکا غوښتنه کړې ده، څه ونه ويل.

د اوکراين ولسمشر په دې ترڅ کې له امريکا متحده ایالاتو سره د وسلو او دفاعي سیسټمونوچې دافع هوا سیسټمونه هم پکې شامل دي، د ګډ توليد پر اهميت ټينګار وکړ او یې ویل: «تر لږ مودې مخکې پورې دا يو خيال وو خو اوس به په حقيقت بدل شي.»

د کاناډا حکومت هم زيلنسکي ته د اوکراين د دفاع له پاره د مرستې د يوې بستې د ورکړې ژمنه وکړه چې ارزښت یې نيم ميليارد امريکايي ډالرو ته رسيږي.

زيلنسکي وويل چې په اوتاوا کې حکومت چمتو دی چې د هولودومور ميوزيم د بشپړولو له پاره د وسايلو مرسته وکړي. په کيف کې پروت دا ميوزيم چې په ۱۹۳۰م کال د پخواني شوروي اتحاد له خوا د قتل عام د اوکرايني قربانيانو يادون کوي، په ۲۰۰۸ کال کې پرانيستل شوی وو او له ۲۰۱۷م کال راهېسې یې د پراخولو چارې رواني دي.

د اوديسا بندر يو ځل بيا په نخښه شوی

روسیې ظاهراً يو ځل بيا د اوکراين په جنوب کې د اوديسا سيمه تر بريد لاندې نیولې ده.

د اوکراين د معلوماتو په حواله يو ځل بيا په دې ښار کې یو مهم بندر هم په نخښه شوی چې په دې ترڅ کې د بندر زيربناو ته سخت زيان رسيدلی دی. زياته شوې چې د بريدونو په پایله کې يوه ښځه ټپي شوې ده.

پر اوديسا د ډرون بريدونه شوي
پر اوديسا د ډرون بريدونه شويانځور: State Emergency Service of Ukraine/REUTERS

د اوکراين د پوځ د معلوماتو په حواله روسیې د ايران جوړ د شاهد په نوم ۱۹ ډرونو څخه کار اخيستی او ۱۴ راکټونه یې کارولي دي.

د جولای میاشتې په نيمایي کې د روسیې له خوا د اوکرايني غله جاتو د صادراتو د تړون تر لغوه کیدو وروسته، د اوکراين د غله جاتو پر زيربناو د روسیې بريدونو زور اخيستی دی. خو پر دې سربیره هم د يکشنبې په ورځ د اوکراين پر غنمو بار يوه کښتۍ ترکیې ته رسېدلې ده.

د جنګي جنايتونو د تعقيب په برخه کې د مرستې غوښتنه

د جنګي جرمونو د ثبت له پاره د اوکراين ځانګړي پلټونکي ګيوندوس ميمدوف، د جرمونو د تعقيب په برخه کې د نړيوالې مرستې غوښتنه کړې ده.

نوموړي په کیف کې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې په نورو هېوادونو کې هم عدليه کولای شي قضيې وڅيړي، د مثال په توګه کله چې د آلمان په څېر هېواد کې د روسیې د يرغلګرې جګړې قربانیان موجود وي.

هغه وويل: «موږ د تېر ميلادي کال له سپتمبر راهېسې د نړيوالو بشري قوانينو څخه ۵۰۰ سرغړونې مستندې کړي دي. د عاملينو په اړه پلټنو کې باید نور بنسټونه هم ونډه ولري.»

ب. ص/ خ. ح (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: