1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین اکثره مهاجر غواړي په آلمان کي ډېر وخت پاته سي

۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

د یوې پلټني له مخي له جګړې څخه راتښتیدلو اوکرایني مهاجرو تر یو پر دریمي برخي زیات غواړي چي په جرمني کي کلونه او یا هم د تل له پاره پاته سي. اوکراینی محتسب پر روسیې د کوچنیانو د شکنجې تور لگوي.

https://p.dw.com/p/4KzSg
Deutschland Jobmesse für ukrainische Geflüchtete
انځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

د يوې نظر پوښتني له مخي د اوکرایني مهاجرو ۲۶ سلنه غواړي د تل له پاره په آلمان کي ژوند وکړي. له هغوی څخه ۱۱ سلنه غواړي د څو کلونو له پاره دلته پاته سي. په دغه نظر پوښتنه کي څه د پاسه ۱۱ زره اوکراینیانو برخه اخیستې وه.

شاوخوا یو پر دریمه برخه اوکراینیان بیا غواړي چي د جګړې له پای ته رسیدو څخه وروسته بیرته آلمان پریږدي. له پوښتل سوو کسانو څخه ۲۷ سلنه یې په دې هکله کومه پریکړه نه ده کړې. یوازي ۲ سلنه یې غواړي د یوه کال په ترڅ کي بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه سي.

رپوټ: د جرمني رفاه ته سخت تاوان رسیدونکی دی

د ټولپوښتني پر وخت د هغو کسانو ۱۷ سلنه چي د کار پر شرایطو برابر دي، یوه دنده پر مخ بیايي. د هغوی زیاتره یې چي ۷۱ سلنه کیږي په داسي کارونو اخته دي چي شرط یې مسلکي او یا هم عالي زده کړي دي. د دغو اوکرایني مهاجرو دوه پر دریمه برخه له هغو سیمو راتښتیدلي چي سخت جګړه ځپلي دي.

په آلمان کی د پاته کیدو د علت له پاره د دغو مهاجرو ۶۰ سلنه، د خپلي کورنۍ هغه غړي او دوستان ښیي چي په دغه هیواد کي اوسیږي. نور علتونه یې په آلمان کي د بشري حقونو مراعاتول، د هوسا ژوند او زده کړو سیستم، د ښه راغلاست کلتور او په آلمان کي اقتصادي وضعیت په ګوته کوي. د دغو مهاجرو ۱۸ سلنه یې وايي چي په تصادفي ډول آلمان ته راغلي دي.

په کیف کې پر دولتي ودانيو د ډرون بریدونه شوي

په دغه نظر پوښتنه کي چي «په آلمان کي د اوکرایني مهاجرو راتلل او د هغوی ژوند» په نامه بڼسټ له خوا ترسره سوې، د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان ادارې «بامف» او د اقتصادي پلټنو انستیتوت هم برخه اخیستې وه. دغه نظر پوښتنه د روان کال د اګست او اکتوبر میاشتو ترمنځ سوې ده. د اوکرایني مهاجرو ۸۰ سلنه هغه ښځي دي چي هره دوهمه یې له کم عمره کوچنیانو سره ژوند کوي.

په خرسون کي د کوچنیانو د شکنجو په هکله رپوټ

د خرسون په آزاده کړل سوي ښار کي د اوکرایني سرچینو په حواله کوچنیان هم شکنجه سوي دي. د اوکراین په پارلمان کي د بشري حقونو مسئول دمیتري لوبینیڅ، رپوټ ورکوي: «موږ د خرسون په سیمه کي د شکنجو لس ځایونه پیدا کړل چي څلور یې د خرسون په ښار کي ول. له هغو څخه په یوه کي مو یوه جلا کوټه وموندله چي کوچنیان پکښي بندیان ول، حتي د کوټې خاوند لا ویل چي دا د کوچنیانو کوټه ده. د هغې توپیر له نورو څخه داوو چي نازکي توشکي پکښي هواري وې.

شولڅ: پوتین پر اوکراین باندي حمله «غلطه» محاسبه کړې وه

لوبینیڅ زیاتوي چي موږ داسي کوچنیان ولیدل چي هیڅ اوبه یې نه ترلاسه کولې، یوازي په هرو دوو ورځو کي. همدارنګه خوراک یې هم نه درلود. پر دغو کوچنیانو باندي رواني فشار ډیر وو. هغوی ته ویل کیدل چی والدینو تاسي پرې ایښي یاست او هغوی بیرته نه راځي. خو لوبینیڅ د خپلو دغو خبرو کوم ثبت نه لري او نه هم د هغه رپوټ د بې طرفو چارواکو له خوا ارزول سوی دی.

اوکراین کولای سي د اروپايي ټولني پر ملاتړ حساب وکړي

په بروکسل کي د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۶مه) د اروپايي ټولني د سرمشریزي مهمي موضوعګاني به له اوکراین سره مالي مرسته او د انرژۍ بحران وي.

تر دغي سرمشریزي لږ مخکي غړو هیوادونو د کیف له پاره د نورو ۱۸ میلیارده یورو پر ورکولو هوکړه وکړه. علاوه پر دې د اروپايي ټولني استازي غواړي چي له میاشتو راهیسي د ګازو د بیې د کنترول له پاره د حل یوه لار پیدا کړي.

Belgien EU-ASEAN-Gipfel in Brüssel Olaf Scholz
آرشیف: په بروکسل کی د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د لیدنی کتني پرمهالانځور: Olivier Matthys/REUTERS

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د چهار شنبې په ورځ د جرمني په پارلمان کي په خپلو څرګندونو کي د ګازو د عرضې د رسولو په برخه کي د اروپایانو له خوا د قیمتونو له محدودیتونو څخه خبرداری ورکړ.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو اداره: ټول مساوي حقونه لري

په آلمان کي د کډوالو له پاره د ملګرو ملتو اداره د ټولو پناه غوښتونکو او مهاجرو له پاره پر مساوي حقونو ټینګار کوي. آلماني حقوقپوه او سیاستوال د دغه هیواد د تحریر شبکې ته وویل: «موږ باید ټولو هغو کسانو ته چي له شکنجو او شړلو څخه راتښتي، ځای ورکړو. دوی ټول هغه مساوي حقونه لري چي د نورو ترڅنګ د ژنیو د مهاجرو په کنوانسیون کي هم ثبت دي.»

د هغه په وینا، له اوکراین څخه په میلیونو ښځي، کوچنیان او نارینه زموږ ملاتړ ته اړتیا لري. دغه ډول ملاتړ د ټولو انسانانو له پاره صدق کوي، بې تفاوته ده چي هغوی له کوم ځای څخه دي. په خاص ډول د ژمي په موسم کي هغوی ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

GP/NZ/DW.Online