د امو سیند د نفتي حوزې د نفتو استختراج پیلیږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سهشنبهشهراني وویل چې له دغې سیمې څخه به لومړی د ورځې پنځه زره بیلره تیل استخراج شي او د وخت په تیریدو سره به له دې نفتي حوزې څخه د تیلو د استخراج کچه هم لوړه شي او د ورځې به ۴۵ زرو بیلرو ته ورسیږي:
شهراني زیاته کړه چې د امو سیند له تیلو وروسته به د هېواد په لویدیځ کې د تیلو پر حوزو هم کار پیل شي. د کانونو وزیر په دې برخه کې یو شمېر سیمه ییزو ګواښونو ته هم اشاره وکړه او ويویل: «په دې کې هیڅ شک نه شته چې د دغه راز پرمختايي پروژو پر وړاندې ګواښونه هم موجود وي خو افغان حکومت هڅه کوي چې په دې لار کې د هر راز ګواښونو مخنیوی وکړي.»
د کانونو وزارت له هغه وروسته د تیلو د استخراج د پیلیدو خبر ورکوي چې دمګړۍ په افغانستان کې د تیلو بیې خورا لوړې شوې دي. همدا اوس په افغانستان کې د یو لیتر ډیزلو او یو لیتر پترولو بیې ۶۷ افغانیو ته رسیدلي دي.
کارپوهان وايي چې که چیرې په افغانستان کې د تیلو د استخراج چارې په روښانه توګه پیل شي نو په هېواد کې به د تیلو بیې په بې سارې توګه راولویږي.
نوی تړون، د نوو نفتي ساحو د مندلو هڅه
د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني، تر خبري غونډې مخکې د «تیراسایز» په نوم یوه کاناډايي شرکت سره د «سایزمیک» یا د تیلو او کازو د تثبیت یو تړون هم لاسلیک کړ.
د دې تړون له مخې به د اندخوی او آقیني د تیلو په ساحو کې سایزمیکي پلټنې پيل شي. د کانونو وزیر وویل چې دغه پلټنې د تړون تر لاسلیکیدو وروسته پيل او د درې میاشتو په موده کې بشپړیږي:
«له نیکه مرغه نن مو دا فرصت تر لاسه کړ چې دغه تړون د شپږ نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړو. د خوښۍ خبره دا ده چې دا کمپنۍ به د پرمختللو وسایلو په واسطه د ۳ میاشتو په موده کې سایزمیکي پلټنې ترسره کړي.»
په افغانستان کې د تیلو او گازو د ساحو د تثیبت په موخه لومړنۍ سایمزیکي پلټنې د روان میلادي کال په سر کې د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته پیل شوې.
محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش