افغانستان په لومړي ځل د موټرو د سون گاز توليدوي
۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبهپه جوزجان ولایت کي د افغان ګازو د تصدۍ رئیس انجینر صالح محمد فضلي له دویچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانګړې مرکه کي وویل چي د فشرده یا cng په نوم د ګازو د هغي پروژې کار چي څه موده مخکي د جوزجان ولایت د ګازو په کانونو کي پیل شوی وو۸۰ سلنه کار ئې بشپړ شوی دئ.
د هغه په خبره چي ټاکل شوې ده چي په را روان لمریز کال کي به په افغانستان کي د موټرو گاز توليد او بازارته وړاندي سي:
«موږ په لومړي قدم کي سلو نقلیه وسایطو ته د ګازو بالونونه چمتو کړي دي چي هغه ورو لگوو. ددې ښه والی دادئ چي یو خو چاپیريال له دود څخه پاک پاتيږي او بل دا چي د تیلو تر بيي۵۰ سلنه ارزانه ورکول کیږي.»
ښاغلی فضلي زیاتوي پر دغه پروژه دوه اعشاریه ۹ ميلیونه ډالره لگښت راځي چي د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا ورکول کیږي.
نوموړی وايي دا چي د گازو د تولید له پاره دا لومړی اقدام دئ او که چیري مثبتي پايلي ولري تمویل کوونکي کمپنۍ هوکړه کړې ده چي دغي پروژې ته پراختیا ورکړي:
«دغه پروژه په عرضه او تقاضا پوري اړه لري. موږ د گازو امکانات ډیرلرو، د کانونو وزارت پلان هم دا دئ چي وکړای شي د هیواد په سطح کاروکړي.»
د افغانستان په شمال کي د جوزجان پر تولیدي کانونو سربیره د اموسند او افغان تاجک په نوم د نفتو او گازو دوې ستري زېرمي لري.
د کانونو وزارت د چارواکو په خبره ددغو دوو زېرمو استخراج کولای سي چي د هيواد ۸۰ سلنه نقليه وسايطو ته د سونگ له پاره گاز ورکړي.
د جوزجان ولایت په جرقدق، یاتيم طاق، شکرک او خواجه گوگردک په کانونو کي د طبیعي گازو۳۵ څاگان فعال دي چي په ۲۴ساعتونو کي۴۵۰ زره متره مکعب ګاز تولیدوي.
له دغو گازو څخه۴۰۰ زره متره مکعب گاز د بلخ ولایت د سري او برېښنا تولیدي فابریکې ته ورکول کیږي او له۵۰ زره څخه ئې په شبرغان کي خلک ګټه اخلي.
د افغان گاز د تصدۍ مسئولان وايي چي په جوزجان ولایت کي د گازو نوري سرپټي طبیعي زېرمي هم موجودي دي، چي د کانونو وزرات په دې هڅو کي دئ چي بهرني هیوادونه او کمپنۍ په دې برخه کي پانګه اچوني ته وهڅوي.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل