1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو د امریکا او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانوغوښتنه

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان په اړه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او امریکا متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ليده کاته. دغو دواړو تيره ورځ د آلمان په رامشتاين هوايي اډه کي سره ليدلي.

https://p.dw.com/p/406Sw
Deutschland | Treffen US-Außenminister Antony Blinken mit Heiko Maas
د امریکا او آلمان د بهرنیو چارو وزیرانو په رامشتاین هوایي اډه کې سره لیدليانځور: Thomas Koehler/photothek/imago images

په دغه  کتنه کي چي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۸) د آلمان د راینلند فالتڅ ایالت په رامشتاین هوایي اډه کې سوې دواړو اړخونو د افغانستان او د طالبانو د حکومت په اړه خبري کړي دي.

آنتوني بلینکین له طالبانو وغوښتل چې له افغانستان څخه د امريکايي اتباعو او سیمه ایزو همکارانو د د وتلو له پاره د الوتنو زمینه برابره کړي.

بلینکین له هایکو ماس سره په لیدنه کې وویل امریکا هڅه کوي د لا ډيرو کسانو د راویستلو له پاره له ټولو امکاناتو کار واخلي. د آلمان د بهرنيو چارو وزیر له امریکا سره پر لا ډیرې همکارۍ ټینګار وکړ.

له دغې ناستې وروسته دواړو وزیرانو په هغې ویډیویي غونډه کې ګډون وکړ چې د ۲۰ نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم پکې ګډون درلود. د دغې غونډي هدف له افغانستان څخه په سمه توګه د کسانو راایستل ول.

امریکا: طالبانو ۲۰۰ امریکايانو او نورو ملکي کسانو ته د وتلو اجازه ورکړې

د طالبانو دوې ورځي مخکي د خپل حکومت سرپرسته ۳۳ کسيزه کابينه اعلان کړه. د دغي کابينې ځيني غړي د امريکا په تور ليست کې دي. یو شمیر نور بیا هغه کسان دي چې شل کاله وړاندې هم د طالبانو د حکومت غړي ول.

امريکا او متحدين یې پر طالبانو څومره نفوذ لري؟

د آلمان په راينلند فلتڅ ايالت کې رامشتاين پوځي اډې ته په زرونو هغه افغانان له افغانستان څخه انتقال شوي دي چې له امريکايانو سره يې کار کړی دی. دغي اډې ته تقريباً ۱۱ زره کسان له کابل څخه په الوتکو کې راوستل شوي چي وروسته به امريکا متحده ايالاتو ته انتقال شي.

ويل کيږي چي له دغو کسانو څخه ۹۰ تنو يې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.