1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو ۲۰۰ امریکايانو او ملکي کسانو ته د وتلو اجازه ورکړې»

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په حواله طالبانو له افغانستان څخه ۲۰۰ هغو امریکايي اتباعو او نورو ملکي کسانو ته د وتلو اجازه ورکړې ده چي د تخلیه کولو ترعملیاتو وروسته له پروازونو څخه پاته سوي ول.

https://p.dw.com/p/406NW
Afghanistan | Kabul Airport nach Explosion | Evakuierung
انځور: Khwaja Tawfiq Sediqi/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو یوه ستازي د پنجشنبې په ورځ رویترز خبري آژانس ته ويلي دي: »د کابل له هوایی ډگر څخه د دغو کسانو د ایستلو له پاره چارتر الوتکي کارول سوي دي. دغه پروازونه نن پنجشنبه ته پلان سوي دي.« یوه باوري کس چي خپل د نوم له ویلو څخه یې ډډه کول ویلي چي، د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد پر طالبانو باندي فشار راوستلی وو، ترڅو دغو کسانو ته د وتلواجازه ورکړي.

دا لا معلومه نه ده چي په نوموړو کسانو کي به هغه امریکايي او یا هم د دریم هیواد اتباع شامل وي چي په ورځو ورځو په مزارشریف کي بند پاته ول، دا ځکه چي د هغوی شخصي چارتر الوتکي نه غوښتل پرواز وکړي.

امریکا متحده ایالاتو د اگست مياشتي پر ۳۱ مه خپل وروستي سرتیري له افغانستان څخه وایستل او په دغه هیواد کي یې خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورساوه. په دې ډول د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو له پلازمیني کابل څخه خپل د تخلیې هغه عملیات په ټپه ودرول چي په ترڅ کي یې باید خپل اتباع، افغان ځايي کارکوونکي او همدارنگه تر گواښ لاندي نور افغانان له دغه هیواده ایستلي وای.

GP/NZ/AG