1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الظواهري وژنه؛ لوړ پوړي طالب چارواکي سره راټول شوي

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د طالبانو لوړپوړي کسان په یوه ناسته کې سره راټول شوي چې څنګه امریکا ته د دغه هیواد له خوا د ترسره شوي ډرون برید ځواب ورکړي. امریکا وایي په دغه برید کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په نښه کړی او وژلی دی.

https://p.dw.com/p/4F4Lm
Afghanistan | Verteidigungsminister Mullah Mohammad Yaqoob
انځور زموږ له آرشیف څخه انځور: SalamPix/abaca/picture alliance

رویټرز خبري آژانس ته د طالبانو دریو سرچینو تائید کړې ده چې د دغې ډلې لوړ پوړي چارواکي نن چهارشنبه د (۲۰۲۲م کال د اګست ۳) په یویې غونډه کې راټول شوي دي.

دغو سرچینو ویلي دي چې دغو چارواکو پر دې خبرې کړي چې څنګه د امریکا د ترسره شوي برید ځواب ووایي.

امریکا وایي الظواهري یې د یکشنبې په ورځ )۲۰۲۲م کال د جولای ۳۱( د یوه توغندي په مرسته چې د خپل پټ  کور په بالکن کې ولاړ و وژلی دی.

امریکا متحده ایالات وایي دا د اسامه بن لادن له وژلو وروسته القاعده شبکې ته تر ټولو لوی ګذار دی. طالبانو تر دې دمه د الظواهري مړینه نه ده تائید کړې.

د القاعده شبکې پخوانيو متحدانو، طالبان یوازې دا تائید کړې چې د امریکا له خوا د ډرون برید شوی خو هغه کور چې په نښه شوی و خالي و.

په کابل کې د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي دي چې «په لوړه کچه یوه ناسته شوې او په دې خبرې شوي چې د ډرون د دغه برید پر وړاندې څه ډول غبرګون وښیې او یا په دې پریکړه وکړي چې سمه لاره څه ده».

د طالبانو دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي دي چې دغه ناسته به دوه ورځې دوام کوي
دغه راز دغه چارواکي تايید نه کړه په کوم کور چې توغندی لیګیدلی هلته الظواهري و، که نه.

امریکا د القاعدې د انتقامي بریدونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی

لکه څنګه چې طالبان د نړیوال مشروعیت له پاره هڅې کوي او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کوي. د دغه برید په اړه به د دغې ډلې غبرګون د پام وړ عواقب ولري.

په کابل کې د الظواهري وژل په دې اړه پوښتنې پیدا کوي چې آیا طالبانو نوموړي ته پټنځای ورکړی و، ځکه چي په ۲۰۲۰م کال کې له امریکا سره د یویې هوکړې په ترڅ کې طالبانو ژمنه کړې وه چې په خاوره کې نورو ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ ویلي وه چې طالبانو د الظواهري په کوربتوب او هغه ته په پناه ورکولو د دوحې تړون په شدید ډول مات کړی دی.

امریکا: د الظواهري په ساتلو سره طالبانو د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده

د طالبانو یو بل چارواکي هم په لوړه کچه د طالبانو ناسته تائید کړې، خو ویلي دي چې نه پوهیږي چې پر کومې موضوع بحث کیږي او پر دې هم باور نه لري چې الظواهري په هغې کور کې و، که نه.

ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا پیژندل شوی استازی سهیل شاهین چې اوس مهال په دوحه کې دی، خبریالانو ته ویلي دي چې تر دې دمه یې د طالبانو د موقف په اړه څه نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي خبریالانو ته په یوه پیغام کې ویلي: «زه د کابل غبرګون او جزیاتو ته په تمه یم.»