1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعدې د انتقامي بریدونو د احتمال په اړه د امریکا خبرداری

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه هدفي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته د انتقامي بریدونو خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4F3E1
USA Gebäude des Aussenministeriums in Washington
انځور: Yasin Ozturk/AA/picture alliance

د دغه وزارت په یوه نوې اعلامیه کې چې پر سیمه ایز وخت د سه شنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي: «د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، د القاعده شبکې یا د هغې د متحدو ترهګرو سازمانونو ملاتړي ښايي پر بنسټونو، کارکوونکو او یا د متحده ایالاتو پر وګړو د بریدونو هڅه وکړي.»

په دغه اعلاميه کې زياته شوې ده چې »د هېواد چارواکي د امريکا متحدو ايالاتو د اتباعو او په بهر کې د هغوى د ګټو پر وړاندې د تروريستي بريدونو، لاريونونو او نورو تاوتريخوالي د دوام په اړه اندېښمن دي. ځکه چې د القاعدې شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته د امریکا ضد پاڅونونو د زیاتېدو احتمال شته.»

په دغې خبر پاڼه کې ټینګار شوی دی چې د همدې له پاره باید امریکايي اتباع بهر ته د سفر پر مهال ډېر احتیاط وکړي.

امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د روانې اونۍ په پای کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.

۷۱ کلن الظواهري د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن ځای ناستی و.

 دغه دوه تنه په امريکا متحده ايالاتو کې د ٢٠٠١م کال د سپتمبر د يوولسمې د تروريستي بريدونو طرحه کوونکي بلل شوي، چې په نتيجه کې يې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

امریکا: حقاني شبکه پوهیده چې الظواهري په کابل کې دی

د بایدن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي دي چې د حقاني شبکې جګپوړي غړي په دې پوهیدل چې الظواهري په کابل کې دی.

نوموړي ویلي دي چې واشنګټن داسې اقداماتو ته چمتووالی نیسي چې له افغانستانه امریکا ته کوم ګواښ متوجه نه شي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي په دې باور دي چې د حقاني شبکې جګپوړي غړي چې یوه اسلامپاله ترهګره ډله ده او له طالبانو سره یې قوي اړیکې درلودې په کابل کې د الظواهري له شتون څخه خبر وو.

Jake Sullivan
د جوبایدن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوانانځور: Alex Wong/Getty Images

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان له (ان بي اس) تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې «موږ باور لرو چې د حقاني شبکې جګپوړي غړي چې له طالبانو سره همکاري کوي، پوهیدل چې الظواهري په کابل کې دی. ښايي ځينې نور (طالبان) نه وي خبر.»

د ولسمشر بایدن د ملي امنیت سلاکار وايي، دوی داسې اقداماتو ته چمتووالی نیسي چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان نور پر امریکا د برید له پاره نه کارول کېږي. هغه زیاته کړه: «ولسمشر پر  خپله ژمنه وفا وکړه. هغه وويل: »د دې هېواد د امنيت د ټينګښت له پاره له شل کلنې جګړې وروسته، موږ کولاى شو په افغانستان کې د ځواکونو له شتون پرته ترهګر په نخښه او له منځه يوسو.»

الظواهري څوک وو او امريکا ولې وواژه؟

د بایدن حکومت د (سي آی اې) عملیات چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وواژه د نړیوالې تروریستي شبکې په وړاندې یو تاریخي برید بللی چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو مسؤل و.

دغه عملیات د الظواهري او د هغه د کورنۍ د فعالیتونو د څارنې لږ تر لږه شپږ میاشتې وروسته د دغې اونۍ په پای کې ترسره شول.