1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په هندوکش غرونو کې زلزله شوې ده

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

د افغانستان په هندوکش غرونو کې ۷،۵ درجې په شدت زلزله شوې دی.

https://p.dw.com/p/4Up4i
افغانستان کې د هندوکش خوا ته پرتې سیمې ډیر کله زلزلې ځپي
افغانستان کې د هندوکش خوا ته پرتې سیمې ډیر کله زلزلې ځپيانځور: Florian Bachmeier/imagebroker/imago images

د آلمان د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي دي چې دغه زلزله د شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده. د دغې زلزلې مرکز ۱۹۵ کیلومټره په ځمکې کې ژور پروت دی. 

په همدې حال کې د بدخشان یو شمېر خلکو دویچه ویله ته ویلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې څو زلزلو بدخشان لړزولی دی. 

د دوی په وینا وروستۍ زلزله د یکشنبې په سهار وشوه.

د ايران لويديځ د ۴،۵ په شدت يوې زلزلې لړزولی دی
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو ځاني او مالي زيانونو په اړه نور جزيئات نه دي خپاره شوي.

 په افغانستان کې د هندوکش خوا ته پرتې سیمې ډیر کله زلزلې ځپي ځکه چې وخت په وخت هلته زلزلې رامنځ ته کیږي.
 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai