1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړۍ تر ټولو اعتبار لرونکی او بې اعتباره پاسپورتونه

۱۴۰۱ مهر ۲۵, دوشنبه

د «هنلي ګلوبل» موسسې د طبقه بندۍ په حواله د افغانستان پاسپورت د نړۍ تر ټولو بی اعتباره او د جاپان تر ټولو اعتبار لرونکي پاسپورت بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4IHjE
Afghanistan Reisepass
انځور: Reza Shirmohammadi/DW

د »هنلي ګلوبل« موسسې د طبقه بندۍ په حواله د افغانستان پاسپورت د نړۍ تر ټولو بې اعتباره او د جاپان تر ټولو اعتبار لرونکي پاسپورت بلل شوی دی.

په تر ټولو نوي طبقه بندۍ کې چې د «هنلي ګلوبل» موسسې له خوا د نړۍ د هیوادونو د پاسپورتونو په هکله ترسره شوې د افغانستان پاسپورت په ۱۱۲ امتیازونو سره په وروستي مقام کې ځای نیولی او د نړۍ تر ټولو بی اعتباره پاسپورت پيژندل شوی دی.

په دې طبقه بندۍ کې د جاپان هیواد له ۱۹۳ امتیازونو سره د تر ټولو ارزښت لرونکي پاسپورت په توګه پيژندل شوی دی. د سینګاپور، سویلي کوریا او المان په ترتیب سره په دویم، دریم او څلورمو مقامونو کې ځای نیولی دی.

اړوند:ولې طالبانو د پاسپورت د وېش لړۍ درولې ده؟

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورت تر پاکستان، سوریې او عراق وروسته په وروستي مقام کې ځای لري. د هنلي د پاسپورتونو شاخص، هر کال د نړۍ د هیوادونو پاسپورتونه د بی ویزې سفر کولو اعتبار په اساس درجه بندي کوي.

د افغانستان پاسپورت لرونکي د نړۍ ۲۷ هیوادونو ته بی له ویزې سفر کولو اجازه لري. د افغانستان پاسپورت تیر کال هم د نړۍ تر ټولو بی ارزښته پاسپورت اعلان شوی و.