1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان نیم نفوس له د لوږې د کرښې لاندي ژوند کوي »

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ تیر ۱۸, یکشنبه

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان دغه مشره وایې له دې اندیښنه لري چې له لوږې سره مخ کسانو شمیر ۱۵ میلیونه دی خو دوی یوازي د ۵ میلیونه کسانو له پاره بودیجه لري.

https://p.dw.com/p/4TdJ9
افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو سره سم دغه هیواد کې د لوږې کچه لوړه شوې ده
افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو سره سم دغه هیواد کې د لوږې کچه لوړه شوې دهانځور: ATIF ARYAN/AFP

افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مشره وایې چې دغه هیواد کې ۱۵ میلیونه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي خو وایې یوازي د ۵ میلیونه کسانو له پاره بودیجه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان مسؤلې مشرې هسئیاو وي لي په یوې مرکه کې ویل دي چې وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ م کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک له لوږې سره مخ شول.
چین له اړمنو افغانانو سره دوه ميلیونه ډالره مرسته وکړه
نوموړې زیاتوي چې د خوړو نړیوال سازمان د ډیرو هڅو په ترڅ کې وتوانید دا شمیره ۱۵ میلیونو ته را کښته کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان دغه مشره وایي له دې کبله اندیښنه لري چې له لوږې سره مخ کسانو شمیر ۱۵ میلیونه دی خو دوی یوازي د ۵ میلیونه کسانو له پاره بودیجه لري.

د دې سره سره هغې زیاته کړې چې د افغانستان سږ کلني ژمې ته یې خورا اندیښنه ده دا ځکه چې په دې موسم کې د خلکو اړتیاوې زیاتیږي او دا سازمان د یو میلیارد ډالرو له کمښت سره مخ دی.

د طالبانو د واکمنیدو سره سم افغانستان کې د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه خورا لوړه شوې ده.

رپوټ: افغانستان بیا هم د نړۍ تر ټولو خواشینی هيواد دی

د نړیوال سازمان د راپور له مخې اوسمهال د دغه هیواد تقريبا نیم نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai