1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له اړمنو افغانانو سره دوه ميلیونه ډالره مرسته وکړه

۱۴۰۲ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو سره د چین د نویو مرستو هرکلی کړی دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي، د ملګرو ملتونو دا نهاد د بودیجې له شدید کمښت سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/4S1da
Afghanistan | Erdbeben
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/ Getty Images

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په ۲۰۲۳م کال کې له افغانستان سره د مرستو په پروګرامونو کې د چین له برخه اخیستلو څخه د یوې اعلامیې په نشرولو سره قدرداني وکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي: «دا مرستې د خوړو نړیوال پروګرام دې ته تیاروي چې په شدیدو سیمو کې شاوخوا ۷۰ زره تنو ته  چې د خوراکي موادو ستونزو اغېرمن کړي د ژغورلو له پاره ورته مرستې برابرې کړي.»

په دې اړه اړوند مطلب: خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ماښام خپره شوه ویلي دي چې چین په ۲۰۲۲م کال کې هم د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې وې.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، سره له دې چې افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو سره تر درو میلیونو ډېر کسان د بشري ناورین له څنډې ژغورل شوي او په دغه هيواد کې د خوړو خوندیتوب یو څه ښه شوی، خو لا هم په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان د خوراکي د موادو د کمښت له بېړني حالت سره لاس او ګریوان دي.  

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی
په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام استازي هسیایو وي لي، د دغه سازمان د بوديجې د کمښت په اړه خبرې وکړې. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د بوديجې کمښت سږ کال له افغانستان سره د دغه سازمان مرستې کمې کړې دي.
هسیایو وی لی، ویلي: «د خوړو نړیوال پروګرام سږکال په افغانستان کې د ملاتړ له شدید بحران سره مخ دی او د چین د حکومت له خوا دغه پر وخت مرستې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې ورته سخته اړتیا ده.»


د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا نهاد غواړي د چین له تازه مرستو ۱۵۰۰ مټریک ټنه اوړه، ۱۸۵ مټریک ټنه وریجې، څه باندې ۱۳۰ مټریک ټنه غوړي او پنځلس مټریک ټنه مالګه واخلي، چې په دغو خوراکي توکو سره به دوې مياشتي د ۷۰ زرو کسانو اړتيا ور پوره کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې ، دغه سازمان په ۲۰۲۲م کال کې ۲۳ میلیونو وګړو ته ټولټال ۱.۱۴ میلیونه مټریک ټنه خوراکي توکي او ۳۲۵،۸ میلیونه ډالره نغدي مرستې ویشلي دي.
څو ورځې وړاندې د خوراک نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سختې قحطۍ له ګواښ څخه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې افغانستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ ميلیونه ډالرو ته اړتیا لري.