1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ یوازینۍ ټېسټ لوبه لغوه شوه

امید دیدار
۱۴۰۳ شهریور ۲۳, جمعه

د افغانستان کریکټ بورډ پر خپلو خواله رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان او نیوزیلنډ د کریکټ د لوبډلې تر منځ یوازینۍ ټېسټ لوبه لغوه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kZv3
د ۲۰۲۴ د کریکټ د نړیوال جام پر مهال افغان لوبغاړي د استرالیا لوبډلې خلاف بریا نمانخي.
د ارشیف انځور: د افغانستان د کریکټ ملي لوبغاړيانځور: RANDY BROOKS/AFP

ټاکل شوې وه چې په لومړي ځل د افغانستان او نیوزیلنډ د ملي لوبډلو تر منځ ټېسټ لوبه وشي؛ خو سختو اورښتونو د دغې لوبې مخه ونیوله او د سیپټمبر پر ۱۳ د جمعې پر ورځ د افغانستان کریکټ بورډ د دغې لوبې د لغوه کېدو خبر ورکړ.

د پلان له مخې، دغه سیالي باید د روانې سیپټمبر پر ۹ نېټه پیل او پر ۱۳ نېټه پای رسېدلې وای؛ خو په هند کې سختو پرله پسې اورښتونو د لوبې ډګر دوامداره لوند وساته، چې له امله یې هېڅ لوبه ونه شوه. دغه لوبه د هندوستان په ګریټرنویدا لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب پلان شوې وه.

د کریکټ ۲۰۲۴ نړیوال جام پر مهال افغان لوبغاړي د بنګله دېش خلاف بریا نمانځي
د ارشیف انځور: د افغانستان د کریکټ ملي لوبغاړيانځور: RANDY BROOKS/AFP

د افغانستان کریکټ بورډ پر خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي:«د شدیدو او پرله پسې بارانونو له امله نن پنځمه ورځ هم لوبغالی د لوبې لپاره جوګه نه دی او لا هم باران وریږي چې له امله یې د لوبې مسوولینو د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه لغوه اعلان کړه.»

اړوند:کريکټ؛ د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ په څلورمه ورځ هم لوبه ونه شوه

د جمعې پر ورځ هند کې د افغانستان او نیوزیلنډ کریکټ لوبډلو روزونکو یوې خبري ناستې کې د دغې لوبې پر لغوه کېدو خواشیني ښودلې او د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ یې د دوه اړخیزو لوبلړیو هیله څرګنده کړې ده.

په خواله رسنیو د دغه لوبغالې د انتخابیدو او د تېرو پنځو ورځو مسلسلو اورښتونو په جریان کې د لوبغالي د کارکوونکو له لوري په ډېرو لومړیو امکاناتو د میدان وچولو له امله هم نیوکې شوي.

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

 

امید دیدار امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.