1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

د افغانانو د وژلو په تړاوپه قضیه کې د استرالیايي عسکر ناکامي

۱۴۰۲ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د آسترالیا د ځانگړو هوايي خدماتو یو پخوانی سرتیری چي درې ورځپاڼي یې د ځان په سپکاوي تورني کړې وې، په خپل شکایت کي ناکام سو. دغو ورځپاڼو هغه په افغانستان کي په غیرقانوني وژنو کي په لاس لرلو تورن کړی وو.

https://p.dw.com/p/4S3wh
Ben Roberts-Smith
آسترالیایی سرتیری ، بن رابرتز سمیتانځور: Sam Mooy/Getty Images

دریو آسترالیايي ورځپاڼو په ۲۰۱۸م کال کي په افغانستان کي د آسترالیايي ځواکونو د پوځي ماموریت په ترڅ کي د شپږو بې وسلو افغان بندیانو په غیرقانوني وژنو کي د بن رابرتز سمیت د لاس لرلو په اړه ځیني رپوټونه خپاره کړي وه.

نوموړي آسترالیايي سرتیري دغه درې ورځپاڼي (the Sydney Morning Herald, the Age, and the Canberra Times) د رپوټونو د خپرولو په دلیل په رسوايي تورني کړې وې.

د یوه افغان په وژنه تورن آسترالیايي سرتیری په ضمانت آزاد شو

په آسترالیا کي یوې محکمې د دغه پخواني سرتیري د دعوا په ردولو سره ویلي دي چي نوموړو ورځپاڼو په دې اړه خپلي ډېري ادعاوي د پام وړ ثابتي کړي دي.

سمیت دعوا کړې وه چي دغو رسنیو هغه د داسي یوه کس په توگه معرفي کړی دی چي د پوځي عملیاتو اخلاقي او حقوقي قوانین یې تر پښو لاندي کړي دي.

رابرت سمیت ته د ډېرو پوځي مډالونو له ترلاسه کولو وروسته د یوه اتل په سترگه کتل کیده. نوموړي د نورو ترڅنگ په افغانستان کي له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ پوري د شپږو دورو خدمت له پاره هم مډال ترلاسه کړی وو.

طالبان: خارجي ځواکونو «بې شمیره جرمونه» ترسره کړی دي

طالبانو چي په خپله په افغانستان کي د ۲۰ کلني جگړې د ډیریو وژنو مسئول بلل کیږي، ویلي دي چي هغه پیښي چي په آسترالیا کي تر پلټني لاندي دي، د بهرنیو ځواکونو د ممکنه جنگي جرایمو «یوه کوچنۍ برخه» ده چي د افغانستان په ۲۰ کلنه جگړه کي رامنځه سوي دي.

د رویترز خبري آژانس د رپوټ له مخي د طالبانو د ادارې ویاند، بلال کریمي ویلي دي چي بهرنیو ځواکونو د افغانستان په جگړه کي »بې شمېره جرمونه« ترسره کړي دي. هغه ویلي دي چي طالبان په هیڅ محکمې باندي باور نه لري چي ټولو دغو جرمونو ته رسیدگي وکړي.

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور يو آستراليايي عسکر نيول شوی

د آسترالیا چارواکي د سرتیرو غیرقانوني کړنو ته رسیدگي کوي

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کي د آسترالیا پولیسو، په افغانستان کي د دغه هیواد لومړنی پخوانی سرتیري په رسمي ډول په وژنو تورن کړ.

دغه گام پس له هغه پورته سو چي د دغه هیواد پلټنو په افغانستان کي د ځانگړو ځواکونو ۱۹ سرتیرو ممکنه غیرقانوني کړنې معلومي کړې.

په بهرنیو ماموریتونو کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو یادون

د اولیور شولز په نوم د آسترالیا د ځانگړو هوايي خدماتو یو سرتیری  په روزگان ولایت کي د یوه افغان د وژلو په تړاو په ۲۰۱۲م کال کي د قتل له تور سره مخامخ سو.

د آسترالیا پولیس د ځانگړې ارزوني د دفتر په همکارۍ چي په ۲۰۲۱م کال کي جوړ سوی، په فعالانه ډول هلي ځلي کوي ترڅو د آسترالیا د کوماندويي او د هوايي ځانگړو خدماتو د عالې ځواکونو پر وړاندي چي له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶م کال پوري یې په افغانستان کي خدمت کړی دی، دوسیه جوړه کړي.

په افغانستان کي د ناټو د پوځي ماموریت په ترڅ کي ۳۹ زرو آسترالیايي پوځیانو خدمت وکړ او په دغه ماموریت کي ۴۱ سرتیري وژل سوي دي.

GP/NZ/Reuters