1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بهرنیو ماموریتونو کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو یادون

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایډن د افغانستان په ګډون په بهرنيو ماموریتونو کې د وژل شویو امريکايي سرتیرو یادون وکړ. هغه ټينګار وکړ چې د دې عسکرو «قربانۍ» بې ځایه نه وې.

https://p.dw.com/p/4RyVg
TABLEAU | 100 Tage Biden
انځور: Brendan Smialowski/AFP

جو بایډن د ارلینګټن په هدیره کې د «یادونې ورځې» په مراسمو کې د امریکایی سرتیرو د نسلونو قربانیو ستاینه وکړه چې د خپل هیواد لپاره جنګیدل. هغه له امریکایانو وغوښتل چې ډاډه واوسي چې «د هغوی قرباني بې ځایه نه وې.»

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دا هم ویلي دي چې «موږ باید هیڅکله هغه بيه چې زموږ د ډیموکراسۍ د ساتنې لپاره ورکړل شوی ده، هيره نه کړو.»

رپوټ: بايدن افغانانو ته اجازه ورکوي چې ډېر وخت امریکا کې پاتې شي

بایډن په افغانستان او عراق کې له دوو لسیزو جګړو وروسته د امریکا د پوځ لپاره د نسبي سولې خبره هم وکړه.

په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې له پای ته رسېدو نږدې ۲۱ میاشتې تېرې شوې دي. بایډن هغه ژمنه پوره کړه چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې کړې وه او دغه شل کلنه جګړه یې پای ته ورسوله، چې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.

سیګار: طالبان ښايي د امریکا له مرستو ګټه اخلي

په هر حال، په افغانستان کې جګړه په ګډوډۍ او ناوړه حالاتو سره پاي ته ورسیده. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مدیریت هم له ډېرو نیوکو سره مخ شو.

تېره میاشت د بایډن ادارې په افغانستان کې د جګړې د وروستیو ورځو په اړه یو راپور خپور کړ، چې تر ډېره یې پکې د امریکا پخوانې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پړ بللې وو او ټینګار یې کړی و، چې بایډن د ټرمپ له پرېکړو ډېر اغېزمن شوی دی.

په اوکراین کی د روسیې يرغلیزه جګړه

متحده ایالات اوس د متحدینو د یو ایتلاف مشري کوي چې اوکراین ته یې په لسګونو ملیارد ډالر نظامي او اقتصادي مرستې لیږلي دي ځکه هڅه کوي چې د روسیې د نه ختمیدونکې تیري کونکي جگړې چې لا پای یې نه ترسترګو کیږي، مخه ونیسي.

د بايدن ادارې له افغانستانه د وتلو پر مهال د ګډوډيو پړه پر ټرمپ اچولې

خو امریکا متحدو ایالتونو تل ټینګار کړی، چې په دې جګړه کې د خپلو ځواکونو شاملولو ته لېوالتیا نه لري. بایډن ویلي دي، چې هغه په ​​اوکراین کې د روسیې له خوا د دغه  خاورې د نیولو هڅه له نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې ګڼي او ژمنه یې کړې، چې د توپونو، ټانکونو او بې پیلوټه الوتکو په استولو سره به له کیف سره د جګړې په ګټلو کې مرسته وکړي.