1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانانو د اخراج په موخه دې له طالبانو سره خبرې وشي»

۱۴۰۳ خرداد ۲۵, جمعه

د آلمان د دوو ايالتونو لومړيو وزيرانو له حکومته غوښتي دي چې افغانستان ته د مجرمو او خطر پيښوونکو مهاجرو د اخراج په موخه دې له طالبانو سره تماس ونيسي.

https://p.dw.com/p/4h2Qd
آرشيف انځور: دوو آلمانی سياستوال د افغانانو د اخراج په تړاو له طالبانو سره د تماس نیولو خبره کړې ده
آرشيف انځور: دوو آلمانی سياستوال د افغانانو د اخراج په تړاو له طالبانو سره د تماس نیولو خبره کړې دهانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د هېسن ایالت لومړي وزير بورس راين، چې د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند غړی دی، غوښتنه کړې ده چې د آلمان حکومت دې افغانستان ته د اخراج د ممکن کولو په موخه له طالبانو سره اړیکه ټينګه کړي.

دې سياستوال د جمعې په ورځ د « ThePioneer» مجلې ته ويلي دي: «سړی باید له هغو سره چې هلته [افغانستان کې] واکمن دي، خبرې وکړي چې خپل خلک بيرته ومني.»

راين، په افغانستان کې واکمنانو ته د پېسو ورکړه هم نه ردوي: «موږ د هغه څه د عملي کولو له پاره چې غواړو یې بايد له پېسو هم دريغ ونه کړو. زما په آند دا د توجیې وړ ده.»

راين، په دې توګه د آلمان د يوه بل ايالت نورد راين ويستفالن د لومړ وزير هېندرک ووست، غږ بدرګه کړ. وويست، چې هغه هم د مسيحي ديموکرات ګوند سره تړاو لري، پر فدرالي حکومت غږ کړی وو چې افغانستان ته دې د مجرمو پناه غوښتونکو د بيرته استولو په موخه له طالبانو سره خبرې وکړي.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دوسلدورف کې وويل چې حکومت بايد «دا تريخ غړپ تير کړي» او له طالبانو سره اړيکه ونیسي «څو د دې ډول کسانو د بیرته استولو امکان پيدا شي.»

وویست، دې ته په اشارې سره چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، ويلي ول چې سوريې او افغانستان ته بايد د جدي جرمونو ترسره کوونکي اخراج شي، وويل چې دا يوه «ساده موضوع» نه ده. خو زياته یې کړه چې د منهايم ښار په څېر پېښو سره د هغو کسانو «نوم هم بديږي» چې د ترهګرۍ او جګړو له کبله یې په آلمان کې پناه اخيستې ده.

د آلمان د کورنيو چارو وزيره نانسي فېزر، دمګړۍ په درنو جرمونو کې د ښکيلو او د هغو کسانو چې خطر ترې متوجې دی، بيرته افغانستان ته ليږد ارزوي. له افغانستان سره دمګړۍ هیڅ رسمي ديپلوماتيکي اړيکي موجودې نه دي او تر اوسه د طالبانو حکومت د يوه هېواد له لوري هم په رسميت نه دی پيژندل شوی.

له دې کبله د آلمان حکومت ويلي دي چې د افغان مهاجرو د اخراج د امکاناتو په اړه د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمخه په دې برخه کې په ځانګړي توګه د دې ډول کسانو د بيرته منلو په اړه چمتووالی ښوولی او ويلي يې ول چې دا کار بايد د قونسلي او دوه اړخیزو توافقاتو له لارې وشي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ګاونډي هېوادونو ته د افغانانو د احتمالي اخراج مخالف کړی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل