1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجمهوری مولداویا

د اروپا د سياسي ټولنې د مشرانو په غونډه کې د اوکراين ملاتړ

۱۴۰۲ خرداد ۱۲, جمعه

په مولداويا کې د اروپا د سياسي ټولنې په غونډه کې د اوکراين ملاتړ اعلان شو خو کومه پريکړه ونه شوه. دا د اروپا د سياسي ټولنې دويمه غونډه وه.

https://p.dw.com/p/4S6wF
کيشيناو کې د مولداويا د حکومت مقر
کيشيناو کې د مولداويا د حکومت مقرانځور: Alexander Burakov/DW

د پنجشنبې په گرمه او لمریزه ورځ هیچا وخت نه لاره چې د مولداويا په زرغونه غونډۍ د اوکراين له سرحده کابو ۲۰ کيلومتره لیرې پرتې د ميمي ماڼۍ د لامبو له ښه سمبال حوض څخه استفاده وکړي. د ۴۷ اروپايي دولتونو او حکومتونو مشرانو دې ته ليوالتيا درلودله چې د يخو نوشابو په څښلو سره د انرژۍ، سايبري امنيت او اوکراين په څېر تودو موضوعاتو خبرې وکړي.

داسې ښکاري چې د اروپا د سياسي ټولنې غير رسمي طرحې کار ورکړی وي. مفکوره دا ده چې دا ټولنه چې په ۲۰۲۲م کال کې تاسیس شوې، د اروپايي اتحادیې له هېوادونو سره د هغو هېوادونو سره چې د دې ټولنې غړي نه دي، د ښو اړيکو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

له دې غونډې څخه د کومې پريکړې انتظار نه کيده خو اصلي پېغام یې دا وو چې هېوادونه به تر کومه پورې چې اړتيا وه، د اوکرين تر شا ودريږي. له روسیې او بلاروس پرته چې دې غونډې ته نه وو رابلل شوي، ټولو اروپايي هېوادونو په دې غونډه کې حضور درلود. 

اړونده موضوع: اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکړه د ناټو د ښکیلیدو په معنی ده؟

د اروپايي اتحادیې د بهرني سياست مسئول جوزپ بورېل وويل: «روسيه دلته نشته. له دې وجې نه چې موږ نه غوښتل روسيه دعوت کړو بلکې د پوتين تر واکمنۍ لاندې روسيې د اوکراين پر وړاندې له جگړې سره ځان پخپله له دې ټولنې جلا کړی دی.»

د هنگري لومړي وزير ويکتور اوربان چې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوټين وفادار دوست گڼل کيږي، هم په دې غونډه کې گډون کړی وو که څه هم چې د غونډې په ترڅ کې يو څه یوازې ښکاريد.

د مولداويا ولسمشرې مایا ساندو وويل چې د غونډې کوربتوب یې کاوه، په دې ډول آرامه فضا کې غونډه ترسره کول چې يو څو کيلومتره لیرې جگړه جريان لري، سم کار نه دی. هغې زياته کړه چې هدف یې دا دی چې ډېر ژر په ټوله اروپا کې يو ځل بيا د سولې  فضا امکان پيدا کړي.

په مولداويا کې د اروپايي هېوادونو د مشرانو غونډه
اروپايي مشرانو په دې حوض کې د لامبو له پاره وخت نه درلودانځور: Bernd Riegert/DW

پر اوکراين باندې د روسیې د پنجشنبې شپې پر خونړيو بريدونو سربیره هم ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په ريل گاډي کې په دې غونډه کې د گډون په موخه سفر وکړ او خپلې همیشنۍ غوښتنې یې تکرار کړې: مالي مرسته او ژر تر ژره د وسلو مرستې باید ورسيږي. هغه وویل چې هېواد یې په اروپايي اتحاديه او ناټو کې د شامليدو ته چمتو دی.

نوموړي په انگلسي ژبه وويل: «اوکراين چمتو دی چې په ناټو کې شامل شي.» هغه زياته کړه: «موږ اماده يو په هغه صورت کې چې ناټو هم چمتو وي.» زیلنسکي وويل چې تر هغه وخته پورې به اوکراين د آلمان، فرانسې او بريتانيا مرستې ته اړ وي.

اړونده موضوع: آیا د مولداویا غونډه د پوتین پر ضد د اروپا د یووالي سمبول دی؟

زيلنسکي په دې ترڅ کې د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره هم خبرې وکړې. که څه هم چې د دې ليدنې کتنې هیڅ جزيات په ډاگه نه شول خو شولڅ اشاره وکړه چې پرمختگونه شوي دي: «موږ تل ویلي دي چې تر جگړې وروسته د سولې له پاره باید تضمينونه موجود وي او آلمان به په دې موخه مرسته وکړي.»

داسې بریښي چې د اف – ۱۶ جنگي جټ الوتکو په تړاو د اوکراين په غوښتنه کې يو څه تحرکات رامنځته شوي دي. د هالند لومړي وزير مارک روته وويل چې پر دې موضوع بحث شوی دی.

زيلنسکي وويل چې اوکراين تر جگړې وروسته د «سولې د غونډې» له پاره چمتو دی خو معلومه نه ده چې دا به کله ترسره شي. هغه وويل چې روسيه چې هر وخت وغواړي اشغال پای ته رسولی شي.

د مولداويا له پاره وضعيت ستونزمن دی

د مولداويا ولسمشرې ساندو له زيلنسکی څخه مننه وکړه چې نه يوازې له خپل هېواد بلکې له مولداويا او ټولې اروپا څخه دفاع کوي. هغې وويل: «اوکراين مولداويا ساتلې ده چې له دې کبله موږ ډېر زيات منندوی يو.»

تر اوکراين وروسته د اروپا د تر ټولو بې وزله هېواد په توگه مالداويا د پام وړ پوځ نه لري او د خپل اساسي قانون له مخې په پوځي بې پرېتوب مکلفه ده او په همدې دليل په ډېر ستونزمن وضعيت کې قرار لري.

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

په کيشينو کې د سياست او اصلاحاتو له انستيتويت څخه ميهای موگيلديا دويچه ويله ته وويل: «له ۵۰ تر ۶۰ سلنه اکثريت وگړي یې په اروپا کې د ادغام له بهير څخه ملاتړ کوي.» هغه وويل چې که چیرې په نورو هېوادونو ميشتې مدلداويايي ټولنې پرې ور اضافه شي نو دا ملاتړ ۷۰ سلنې ته رسيږي.

موگليديا وويل: «په عين حال کې اوس هم د هېواد مهمه،  شا او خوا ۲۵ سلنه برخه له روسیې سره د ژور او نزدې مشارکت ملاتړ کوي، حتی پر اوکراين د روسیې تر يرغل وروسته هم.»

د لویديځ بالکان په پرتله چټک پرمختگ

د اروپايي ټولنې کميسيون مالي ژمنې او د زيربنا په برخه کې د اقداماتو وړاندیزونه کړي دي څو شکونه رفع شي او مولداويا په اروپايي ټولنه کې شامليدو ته اماده کړي. دې هېواد پر اوکراين د روسیې تر يرغل لږ وروسته په اروپايي ټولنه کې د شامليدو غوښتنليک وړاندې کړی وو.

د اوکراين ترڅنگ مولداويا ته هم د غوښتنليک تر ورکړې څو میاشتې وروسته په اروپايي ټولنه کې شامليدو ته د کاندید درجه ترلاسه کړه او ولسمشره یې تمه لري چې د روان ميلادي کال تر پای رسیدو مخکې به یې د رسمي غړيتوب په اړه خبرې اترې پیل شي.

موگیليدا وويل چې مولداويا د لویدیځ بالکان د يو شمیر هېوادونو په پرتله د فساد پر ضد مبارزې او د قانون د تطبيق په برخه کې چټک پرمختگ کړی دی. هغه وويل امکان لري چې د مولداويا له پاره د الحاق بهير چټک پر مخ ولاړ شي.

ب. ص/ ن. ز (Bernd Riegert)

زموږ له آرشيف څخه: