1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ له مالي څخه وزي

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

په مالي کي پوځي واک په خپل هیواد کي د شین خولیو ماموریت ته تل ستونزي جوړولې. د دغه ماموریت په اړه په آلمان او نورو هیوادونو کي شک مخ پر زیاتیدو وو. اوس آلمان د خپلو ځواکونو د رايستلو پریکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4JwIF
Afghanistan | Soldaten in Westafrika
انځور: Arne Immanuel Bänsch/dpa/picture alliance

په بهر کي د جرمني پوځي ماموریت د پای ته رسیدو په حال کي دی. د آلمان حکومت غواړي د ۲۰۲۴م کال تر می میاشتي پوري  د ملگرو ملتونو په ماموریت کي له مالي هيواد څخه خپل سرتیري راوباسي. دغه پریکړه د سه شنبه په ورځ د صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ په برلین کي د یوې غونډي په ترڅ کي وسوه.

په دې ډول آلمان د افریقا د دغه بحراني هیواد له پوځي واکمنانو سره د څو میاشتنیو شخړې عواقب ترسیموي. د «مینوسما» په نامه د ملگرو ملتونو په دغه ماموریت کي شاوخوا ۱۲۰۰ آلماني سرتیرو حضور درلود.

په بوندستاگ (د آلمان مرکزي پارلمان) کي تر وروستي فرمان وروسته به په راتلونکي کال کي د دغو سرتیرو د وتلو له پاره زمینه برابره سي.

د جرمني د حکومت ویاند ستیفان هیبه شترایت، خبر ورکړی چی پارلمان ته به وړاندیز وسي چي د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کي دي دغه ماموریت د وروستي ځل له پاره د یوه بل کال له پاره تمدید کړي تر څو تر پوره لسو کلونو وروسته هغه په منظم ډول پای ته ورسیږي. دا کار به په ځانگړي ډول د مالي د انتخاباتو په نظر کي نیولو سره چي د ۲۰۲۴م کال په فبرورۍ کي پلان سوي دي هم خپله ونډه ادا کړي.

Kabinettsklausur in Meseberg
د آلمان خارجه وزیره انالینا بیربوک ددغه هیواد له دفاع وزیري کرستینه لامبریشت سرهانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د جرمني د دفاع وزیري کریستینه لامبریشت اعلان کړی دی چي د آلمان پوځ باید په ډېر منظم ډول له مالي هيواد څخه راووځي او د سیاسي انتقالي پروسې ملاتړ دي وکړي.

د امنیتي سیاست په هکله د آلمان د اکاډیمۍ په یوه بحث کي هغې وویل، چي دا د هغو سرتیرو له پاره د امنیت په معنی ده چي پوهیږي هغوی له څه ډول یوه حالت سره مخامخ کیږي. «دا په سیاسي ډگر کي زموږ له پاره د امنیت په معنی او د ارزوني او وروسته د ریښتیني نتیجه گیرۍ له پاره د عطف نکته ده».

د سرتیرو د رایستلو دغه پلان به د لامبریشت او د جرمني د خارجه وزیري انالینا بیربوک، ترمنځ د نظر اختلاف هم له منځه یوسي چي غوښتل یې دغه ماموریت اوږد سي. په تیره بیا د زرغون گوند سیاستوال د سرتیرو د رایستلو مخالف ول.

په مالي کي ۱۲۰۰ آلماني سرتیري ځای پرځای دي. د ملگرو ملتونو دغه ماموریت تر ټولو خطرناک بلل کیږي. د تیر کال په دوبي کي په افغانستان کي تر لوېدیځ ماموریت وروسته دا په بهر کي د آلمان پوځ یوازینی ماموریت دی.

د افغانستان ماموریت؛ هغه ماته چې له وړاندي معلومه وه؟

په وار وار د مالي هيواد د پوځي واکمنانو او ملگرو ملتونو د ماموریت ترمنځ نښتي رامنځته سوي دي. دغه ۲۰ میلیوني هیواد له ۲۰۱۲م کال راهیسي د دریو کودتاوو شاهد وو. د ۲۰۲۱م کال په می مياشت کي تر تازه کودتا وروسته د مالي هیواد د یوه پوځي انتقالي حکومت له خوا اداره کیږي. فرانسې خپل سرتیري له نوموړي هیواد څخه ایستلي دي.

بریتانيا هم د سرتیرو د ایستلو اعلان کړی دی. هغه د دې کار دلیل له روسیې سره په مخ پر زیاتیدونکي ډول د مالي هيواد پوځي گډ کار ښودلی دی.

د جرمني د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د محرمانه اطلاعاتو په ترڅ کي د وضعیت په هکله مرکزي پارلمان ته خبر ورکړ.

په هغه یوه سند کي چي د آلماني رسنیو د آژانس له خوا وړاندی سوی دی، راغلي دي چي «په مالي هيواد کي امنیتي وضعیت د هیواد په سطحه همداسي متفاوت دی. د گاوو په ښار، سیواري او کولیکورو په کافي اندازه د کنترول وړ دی او په پلازمېنه بماکو کي وضعیت تر ډیره په کنترول کي دی.»

چارواکي: په افغانستان کې د ناټو ماموريت په «يوه بې پلانه ماموريت» اوښتی وو

د آلمان د اپوزیسیون له خوا هم د دغو سرتیرو د پلان سوو رایستلو په هکله انتقادونه سوي. د سوسيال ديموکرات اتحاد ګوند د دفاعي چارو سیاستوال هینینگ اوته لیکي: «دغه پریکړه له سیاسي اړخه نه وه همږغې سوې او له پوځي پلوه آمادگي ورته موجوده نه ده.»

د سوسيال مسيحي اتحاد ګوند سیاستوال توماس ایرندل د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «د آلمان حکومت لا نه سي ویلای چي ولي یې په اوس وخت کي دا ډول پریکړه کړې ده. هغه په هرصورت نه د ساحل په ستراتیژي کي شامله ده او نه هم دهغه  له متحدیدینو سره همږغي سوې ده.»

د کیڼ اړخ سیاستواله سیویم داگدلین څرگندوي چي دغه ډول پریکړه د بشپړي ماتي په هکله اعتراف دی. په عین حال کي د آلماني سرتیرو له پاره هم خطر متوجه دی چي په بشپړ ډول د سرتیرو رایستل تر ۲۰۲۴م کاله پوري وغځول سي. د هغې په خبره «دا د منلو وړ نه ده او وضعیت هم مناسب نه دی. پوځ باید ژر تر ژره له مالي څخه ووزي.»

GP/NZ/AG