1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو ماموريت په «يوه بې پلانه ماموريت» اوښتی وو

۱۴۰۰ آبان ۶, پنجشنبه

د ناټو د ماموريت د ارزونې کمېټې مشر ويلي دي چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت په داسې حال کې چې د دغه هيواد په بيارغونه کې یې مرسته کوله، له خپلې اصلي موخې ور اخوا عمل کاوه او په يوه «بې پلانه ماموريت» بدل شوی وو.

https://p.dw.com/p/42IGK
Symbolfoto NATO
انځور: Martin Bertrand/Hans Lucas/picture alliance

د ناټو سازمان د عملياتو له پاره د عمومي منشي مرستيال جان مانزه او د ناټو د ديرشو هيوادونو استازی د افغانستان د دوو لسیزو ماموريت او کار په تړاو يو رپوټ چمتو کوي.

له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر وتلو او د ناټو له خوا د روزل شويو ځواکونو تر ماتې وروسته، ناټو د دې ماموريت د تجربو د زده کړو په موخه د يوه رپوټ د جوړولو لارښوونه وکړه.

مانزه د اروپايي ټولنې د پارلمان استازو ته وويل چې هغه لوی درس چې د دې کمېټې له خوا پرې بحث وشو او د پوځي او سياسي کارپوهانو له تجربو هم پکې استفاده وشوه، تر ټولو څرګند یې د «بې پلانه ماموريت« ښکار کيدل دي.

د ناټو ځواکونو په ۲۰۰۳م کال کې تر هغه کابو دوه کاله وروسته چې د امریکا په مشرتوب ځواکونو د طالبانو حکومت ړنګ کړ، د نړيوال مرستندويه ځواک يا ايساف مشري پر غاړه واخیستله.

مانزه وويل چې په پېل کې دې ماموريت یوازې ۵۰۰۰ عسکر درلودل چې زياتره یې په کابل او شا او خوا سيمو کې ميشت ول خو بيا د دريو کلونو په موده کې یې تمرکز «د ترهګرۍ له اصلي لاملونو سره مبارزې» ته ور واوښت، په هغه هيواد کې چې نژادي لږکۍ لري، په قومونو ویشل شوی او د زده کړې کچې پکې ډېره ټيټه ده.

په ۲۰۰۶م کال کې بيا په افغانستان کې د ناټو د عسکرو شمېر کابو ۶۰ زره ته لوړ شو او همدا راز د هيواد د اقتصادي ودې او په تيره بيا په ولایتونو کې د ښې حکومتولۍ د رواجولو له پاره د پوځي او ملکي پرسونل په ګډون پروژې پېل شوې.

Afghanistan Kundus | US-Soldaten in Afghanistan | Hubschrauber
انځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/dpa/picture alliance

مانزه وويل: «دې کار واقعې د پام وړ مطلوبې اغیزې نه درلودلې. ياغيتوب وده کوله، فساد مخ پر زیاتيدو وو او د دولت په فعاليت کې پرمختګ نه ترسترګو کیده.»

نوموړي زياته کړه: «موږ بايد پوښتلي وای او موږ په هغه کمېټه کې چې زه یې مشرتوب کوم، و هم پوښتل چې آيا دغه اهداف په هغه وخت کې واقعي ول؟» مانزه زياته کړه په داسې حال کې چې داسې نه ښکاريدل چې نړيواله ټولنه دې خپل دغه اهداف ترلاسه کړي سره له دې هم «دغه ناقص پرمختګ ته زموږ غبرګون دا وو چې بايد لا نوره هڅه وشي.»

په ۲۰۰۹م کال کې د هغه وخت د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د ناټو ځواکونو شمېر تر سلو زرو لوړ کړ او له افغانستان سره نړیوالې مرستې هم د پام وړ لوړې کړای شوې.

د مانزه په خبره اضافي پېسو د افغانستان په فساد کې د ښکیل دولت د اختلاس ستونزه نوره هم پراخه کړه. هغه زياتوي: «شاته په کتو سره دا خبره روښانه کيږي چې دغه ډېرې پراخې هڅې د اوږدې مودې له پاره دوامدارې نه وې او يوازې په ولايتونو کې يو څه لنډ مهاله هڅې وې.»

مانزه د خپلې کمېټې د موندنو ځينې برخې تېره اوونۍ د ناټو له دفاع وزيرانو سره شريکې کړي خو نوموړی به خپل رپوټ د ائتلاف د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې وړاندې کړي چې د نومبر مياشتي له ۳۰مې څخه د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پوري ترسره کیږي.

ب. ص/ ن. ز (APE) 

زموږ له آرشيف څخه: