د آلمان فدرالي شورا د اخراج د اسانتيا قانون تصويب کړ
۱۴۰۲ بهمن ۱۳, جمعهد آلمان فدرالي شورا (بوندسرات) د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج د اسانتیا له پاره پلان شوي اقدامات تصویب کړي دي.
دا قانون د روان کال په جنوري میاشت کې د آلمان پارلمان (بوندیستاګ) له خوا تصویب شو. د دې قانون موخه د مجرمینو، خطرناکو کسانو او په ځانګړې توګه د انساني قاچاق وړونکو د چټک اخراج په اړه ډاډ ورکول دي.
په دې قانون کې یو لړ هغه اقدامات راغلي دي چې د اخراج بهیر ته به ګټور وي دغه راز د هغو کسانو د اخراج له پاره به په ښه ډول پلي کیږي چې په آلمان کې د اوسیدو حق نه لري.
په ورته وخت کې دا قانون، د قانون پلي کوونکو چارواکو ته ډیر فرصت ورکوي چې د آلمان پریښودو ته اړ شوي کسان ومومي، د دوی هویت د اسنادو سره تائید کړي او له پټیدو یې مخه ونیسي.
د آلمان فدرالي شورا یا بوندسرات د آلمان له ۱۶ ایالتونو غړي لري چې شمیر ۶۹ تنو ته رسیږي او د دغه هیواد د مقننه قوې یوه برخه ده.
rsh/af/zn (dpa)