1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ملي امنیت ستراتیژي معرفي شوه

۱۴۰۲ خرداد ۲۵, پنجشنبه

آلمان په راتلونکي کې د بیلابیلو ګواښونو او خطرونو پر وړاندې څه ډول غبرګون ښودلی شي؟ د آلمان حکومت له څو مياشتو خبرو اترو وروسته اوس د ملي امنیت په برخه يوه ملي ستراتيژي معرفي کړه چې شاوخوا ۴۰ پاڼې لري.

https://p.dw.com/p/4SatH
آرشیف: د آلمان د نوې امنیتي ستراتیژۍ انځور
آرشیف: د آلمان د نوې امنیتي ستراتیژۍ انځورانځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

د دې ستراتیژۍ د جوړولو بنسټیز نظر دا دی چې د لومړي ځل له پاره د دې هیواد امنیت ته کورني او بهرني ګواښونه شته. د پوځي ګواښ ترڅنګ نور ګواښونه ته لکه سایبري بریدونه، پر حساسو زیربناوو احتمالي بریدونه او د خطرونو پر وړاندې د اقلیم د ساتنې د پروګرامونو دفاع هم په دې ستراتیژۍ کې شامله ده.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د خبریالانو په حضور کې د خپلې کابینې له څلورو غړو سره یوځای د دغه هيواد د ملي امنیت لومړنۍ ستراتیژي معرفي کړه.

په دې خبري کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بئربوک، د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر او د مالیې وزیر کریسټین لینډنر هم حضور درلود.

د آلمان پولیس برلین ته د زیلنسکي سفر د افشا کیدو په اړه څېړنه کوي

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د یوې ستراتیژۍ جوړول

شولڅ وویل: «دا سند د امنیت ټول اړخونه پوښي، دا سند چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې چمتو شوی، د بهر څخه د ګواښونو پر وړاندې د امنیت د پیاوړتیا له پاره لارښوونې چمتو شوې. په دې ستراتیژۍ کې، د امنیتي چاپیریال تازه ارزونه په پام کې نیول شوې ترڅو د هغې پر بنسټ ځانګړي او راتلونکي اقدامات ترسره شي.»

په دغه سند کې ویل شوي چې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته وضعیت د یادې ستراتیژۍ په جوړښت کې بنسټیز رول لوبولی او په دې برخه کې د «وخت بدلون» یو ټاکونکی عامل وو.

انالینا بئربوک د اوکراین پر ضد د روسیې جګړې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې سوله او آزادۍ له اسمانه نه را کښته کیږي. د هغې په ​​وينا، اروپا زيانمنه شوې ده او جرمني بايد د امنيت په موضوع کې د يو متحد په توګه یو بل ډول عمل وکړي.

آرشیف: د المان د ملي امنیت د ستراتیژۍ د معرفي غونډي مراسیم
آرشیف: د المان د ملي امنیت د ستراتیژۍ د معرفي غونډي مراسیمانځور: Annegret Hilse/REUTERS

دفاعي وړتیا، مقاومت او ثبات

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې په وینا، امنیتي ستراتیژي په درې مرکزي ابعادو پورې اړه لري: دفاعي وړتیا، مقاومت او ثبات. هغې د آلمان د پوځ پياوړتيا، ملکي دفاع او د وګړو ساتنه د دفاعي توان په برخه کې د ګامونو په توګه ياده کړل.

د هغې له نظره، د مقاومت په ډګر کې، د ناقانونه بهرنیو نفوذونو پر وړاندې د آزادۍ او ډیموکراسۍ پر بنسټ د بنسټیز نظم د دفاع موضوع راپورته کیږي. په دې حالت کې "پر خامو موادو او د انرژۍ پر رسولو باندې یو اړخیز انحصار" باید کم شي او د خامو موادو او انرژۍ رسولو اړیکې باید مختلفي شي.

د دې ستراتیژۍ د پایښت په برخه کې، د اقلیم له بحران سره د مبارزې، د حیاتي تنوع بحران، د ایکوسیسټم بحران، د نړیوال خوراکي خوندیتوب پیاوړتیا او د احتمالي وبا پر وړاندې د مخنیوي اقداماتو مسله راپورته شوې.

شولڅ پر پوتین سخت انتقاد وکړ

د جرمني حکومت درې ائتلافي ګوندونو په خپل ائتلافي تړون کې د دې ستراتیژۍ پر جوړولو موافقه کړې وه، چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له یرغل مخکې وه. خو د هغه لومړنی پلان د بهرنیو چارو وزارت او صدارت تر منځ د صلاحیتونو پر سر د اختلاف له امله وځنډول شو.

ټاکل شوې موخې

د آلمان حکومت په دې ستراتیژۍ کې یو لړ اهداف په ګوته کړي. د دې ستراتیژۍ پر بنسټ باید دفاعي ټیکنالوژي د اروپا په کچه پیاوړې شي. د جاسوسۍ، تخریب او سایبري بریدونو پر وړاندې دفاعي تاسیسات باید پیاوړي شي. د وسلو د صادراتو د کنټرول مقررات باید د اروپا په کچه همغږي شي. په فضا کې وضعیت باید د یو ډیر قوي ځای تازه وضعیت عکس رامینځته کولو سره وڅارل شي.

د آلمان استخبارات: د پوتين په سيسټم کې هیڅ درز نه ليدل کيږي

د دې ستراتیژۍ په توضیح کې راغلي دي، د ملي امنیت ستراتیژۍ سره، د آلمان حکومت غواړي چې د اقتصاد څخه تر ټولنې پورې په ټولو دولتي کچو کې د دوامداره ګډ کار ملاتړ وکړي او په آلمان کې د ستراتیژیک کلتور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.