1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقاني: یو یا دوه کیلو مرستي د افغانانو ستونزه نه هواروي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره په لیدنه کې ویلي دي چې یو یا دوه کیلو بهرنۍ مرستې به د افغانانو ستونزه هواره نه کړي.

https://p.dw.com/p/4LxTa
آرشیف: انځور کي د طالبانو د کډوالو وزیر
آرشیف: انځور کي د طالبانو د کډوالو وزیرانځور: SAHEL ARMAN/AFP/Getty Images

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا (NRC) له عمومي منشي جان ایګلند سره کتلي دي.

دغه وزارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د ناروې د کډوالو شورا مسئول ژمنه کړې چې که د طالبانو اداره ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي، دوی به د «اسلامي شريعت او افغاني دودونو» سره سم د مرستو بهير پرمخ یوسي.

«په افغانستان او سویلي اسیا کي په میلونونو کوچنیان مرستي ته اړ دي»

د خبرپاڼې پر بنسټ، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په دې ناسته کې ویلې: »د افغانانو ستونزه په یوه یا دوه کیلو مرستو نه حل کیږې.«

هغه ټینګار کړی چې مرستې باید په داسې ډول وشي چې د افغانستان اساسي ستونزي حل شي. حقاني ویلي دي چې د طالبانو اداره هڅه کوي چې د ښځو د کار او تعلیم له پاره «شرعي چوکاټ» رامنځته کړي خو بشري مرستې باید مشروطي نه وي.

افغانستان؛ د واورې اورښت، هیلي او غوښتنې

د ناروې د کډوالو شورا په تېرو شپږو میاشتو کې له ۸۵۰ افغانانو سره مرسته کړې او تمه ده چې په راتلونکي کې د ۷۰۰ زره نورو کسانو سره هم مرستې وکړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار له منع کولو وروسته، دغه سازمان یو له لومړنیو مرستندویه بنسټونو څخه وو چې خپل فعالیتونه یې وځنډول.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګلند افغانستان ته تر خپل سفر مخکې اسوشیتیډ پریس ته ویلي ول چې «د طالبانو داخلي بحثونو او افراطي حکمونو» په افغانستان کې بشري فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي دي.