1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ د واورې اورښت، هیلي او غوښتنې

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

پر هرات سربېره دکندهار په نېش،د زابل په شاه جوۍ اود غزني په مقر ولسوالیو کي هم تېره شپه یوه اندازه واوره اورېدلې اود اټکل له مخي کیدای سي په یوشمېر ولایتونو کي باران او په ځینو کي سېلابونه راووزي.

https://p.dw.com/p/4KpJR
Afghanistan Prekäre Situation für arme Menschen in Bamiyan
انځور: Ali Khara/REUTERS

د کندهار د سپين بولدک او ارغنداب ولسوالیو اوسیدونکي وايي چې تېره شپه په دواړو ولسوالیو کي داسي بارانونه سوي، چي د کروندګرو زړونه يې خوشحاله کړي دي.  
د ارغنداب ولسوالۍ یو تن کروندګر ګل محمد دویچه ویله وویل چې برايي ماښام باران هیله مند کړی دی، په نوي کال کي به يې د کښت او کروندې حاصلات په یوه ګوله حلاله ډوډۍ موړ کړي. 
دده په قول، د تېرو کلونو وچکالیو له لاسه يې څو واري زړه غوښتي، چي باغ او پټی خرڅ یا ګرو کړي، ځکه دده په خبره، چي هرکال به يې په جنراتور د مځکي له تله اوبه راکښلې او هغه هم ورځ تربلي مخ پر کښته کیدو رواني وې.

اړوند:   په افغانستان کي سېلابونو سخته مرگ ژوبله اړولې
«زه د واوري او باران اوریدو ته خوشحاله یم، پروسږکال او نور کلونه موږ د څښلو له پاره لا اوبه نه سوې پیداکولای، د باغ او پټي اوبه مو په برمو راکښلې، چي هغه به کال په کال نوري کښته کېدلې او اخر دې ته مجبور سولو، چي باغ او مځکي خرڅي کړم یا يې یو چاته په ګروي ورکړم.» 

افغانستان/ په ننګرهار کي د سېلابونو ویجاړۍ
افغانستان/ په ننګرهار کي د سېلابونو ویجاړۍانځور: Ismail Sirat


د هرات ولایت یو تن اوسیدونکی، چي خپل نوم احسان راښيي هم دغه خبره کوي، خو ټینګار کوي، چي د ژمي په راتګ سره دي، دولت د خلکو ژوند ته پاملرنه زیاته کړي. 
دی وايي، واوره او باران به يې د اوبو د نشتوالي غم وخوري، خو اکثره وخت د زیاتو بارانونو، واوري او سېلابونو له لاسه د ځینو لیري پرتو ولسوالیو، کلیو او ښارونو ترمنځ لاري بندیږي، چي دا یوه لویه ستونزه ده. 

اړوند: په افغانستان کې سېلابونه؛ طالبانو له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې
نوموړی له دولت او خیريه ټولنو څخه غواړي، چي وار ترمخه لا د لیري پرتو ولسوالیو او کلیو د اوسیدونکو د تودو جامو او خوراکي موادو غم وخوري. 

کابل/ په واورین ژمي کي یوه مور له خپلو کوچنیانو سره
کابل/ په واورین ژمي کي یوه مور له خپلو کوچنیانو سره انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images


«موږ د کال لومړۍ واوره او باران پر نېک فال نیسو، خو زموږ د خلکو اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی، دولت او مؤسسو څخه غواړو، چي زموږ د غریبو هیوادوالو د خوراک او پوښاک په اړه پام وکړي، ځکه په ژمي کي موږ تجربه لرو، چي د یو شمیر ولسوالیو ترمنځ غځېدلي لاري بندیږي، چي خلک بیا له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ وي.»
په کندهارکي د کرني متخصص اجمل زاهد بیا دیادو غوښتنو ترڅنګ له دولت او نړیوالو غواړي، چي په یوشمېر ولسوالیو کي د اوبو د نیمګړو بندونو چارې بشپړ او ځیني نوي بندونه هم جوړ کړي، چي په خبره يې له یوې خوا به د سېلابونو مخه ونیول سي او له بلي خوا به د اړتیا پرمهال د کښت او کروندې له پاره کافي اوبه موجودي وي. 
هغه زیاتوي: «د بندونو جوړول د دې ترڅنګ، چي د طبعي پيښو په مخنیوي کي لوی رول لري، ترڅنګ يې د مځکي لاندي د اوبو زیرمي پیاوړي کوي او خلک له وچکالۍ ژغوري.»
د هلمند ولایت د چانجیر سیمي یو ښوونکی انقلاب محمدي هم وايي چې مخکنیو دولتونو په دې اړه ډېره پاملرنه درلوده، خو وروستیو جګړو دغه پاملرنه سخته زیانمنه کړه، چي تر ټولو زیات تاوان يې عام افغانانو ته رسېدلی دی. 

اړوند: «په افغانستان او سویلي اسیا کي په میلونونو کوچنیان مرستي ته اړ دي»
په نړۍ کي د اقلیم له بدلون سره په افغانستان کي هم ډېر ولایتونه وچکالۍ ځپلي، چي د بېلګي په ډول پروسږکال په یوشمېر ولایتونو کي د بې وخته بارانونو له امله، سېلابونو ډیر زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي وو.   
د طالبانو ادارې د پېښو سره د مبارزې وزارت په خپله یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دوی په دې اړه جدي پاملرنه او بشپړ چمتوالي لري. 
د خبرپاڼي له مخي د همکارو مؤسسو په مرسته يې د ټول هیواد په کچه ۴۵۴ زره زیانمن سویو کورنیو ته مرستي رسولي او له نورو سره د مرستو لړۍ لا روانه ده. 

پر کابل ښار د واوري اورېدل
پر کابل ښار د واوري اورېدلانځور: Bilal Guler/AA/picture alliance


د کندهار د والي ویاند حاجي زید هم وايي، په یوشمېر ولسوالیو کي يې په لسګونو بې وزله کورنیو ته خوراکي او غیري خوراکي توکي ویشلي دي، خو د سیمي خلک وايي دا مرستي ورته بسنه نه کوي. 
 دا په داسي حال کي ده، چي اوسمهال په سلهاوو داخلي بېځایه سوي کورنۍ هم د هیواد په ځینو لویو ښارونو کي د راتلونکي سوړ ژمي او خراب اقتصادي وضعیت ته په ناهیلۍ ګوري. دوی هم غواړي، چي د دوی په نامه بېلي سوي مرستي دي پر وخت او شفاف ډول توزیع سي.