1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهترکیه

ترکېې د ۱۸ هېوادونو ۵۶ مهم شکمن کسان نيولي

۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبه

ترکيه وايي د ۱۸ مختلفو هیوادونو اړوند ۵۶ تنه مهم کسان یې نيولي دي. دغه کسان د مخدره موادو په قاچاق، د پیسو په سپينولو، قتلونو، جعل کاریو او د حملو په څېر جرمونو کې ښکيل بلل شوي چې د نړیوالو پولیسو تر تعقیب لاندې ول.

https://p.dw.com/p/4apH6
 د آرشیف انځور - په انقره کې د ترکيې پولیس
د آرشیف انځور - په انقره کې د ترکيې پولیس انځور: Cagla Gurdogan/REUTERS

دترکيې د کورنيو چارو وزیر علي يرلیکایا، وويل چې دغه شکمن کسان د انترپول یا نړیوالو پولیسو په «رېد نوټیس» یا سور نوملړ کې شامل وو. په دغه لیست کې د هغو شکمنو افرادو نومونه شامل وي چې د هېوادونو له خوا د پولیسو دغه نړېوال سازمان ته د نیولو له پاره معرفي شوي وي.

زیاته شوې چې نيول شوي کسان د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، هندوستان، د پخواني شوروي اتحاد یو شمير جمهوریتونو، د آسیا او منځني ختيځ د یو شمېر هیوادونو له لوري تر تعقیب لاندې ول.

د ترکيې د کورنيو چارو وزير دفتر د نيول شوو کسانو نومونه نه دي ښودلي، خو زیاته کړې یې ده چې دغه افراد د استانبول په ګډون د ترکيې په ۱۱ ولایتونو کې د همغږي شويو امنيتي او چاڼيزو عملیاتو په جریان کې نيول شوي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت او استخباراتو ادارې، MIT، په وروستیو اوونيو کې د چټکو او لوړې درجې عملیاتو د ېوې لړۍ له پيلولو خبر ورکړی وو. دغو ادارو اعلان وکړ چې د نوي ۲۰۲۴ میلادي کال په مخه کې دغو عملیاتو کې ېې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره تړاو لرونکي شاوخوا ۲۰۰ شکمن کسان نيولي دي.

mks/akh/(AFP)

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل