1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر ضد د پوځي اقدام امکان نه ردوي

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران هستوي پروګرام د درولو له پاره ټول انتخابونه پر مېز پراته دي. هغه د پوځي اقدام امکان رد نه کړ. دا څرګندونې د ایران پر پوځي تاسیساتو تر برید وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/4Mrmc
د امریکا د بهرنيو چارو وزير د مصر د سفر پر مهال
د امریکا د بهرنيو چارو وزير د مصر د سفر پر مهالانځور: U.S. Department of State/Anadolu Agency/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن له العربیه شبکې سره په مرکه کې د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو د مخنیوي له پاره د امریکا د پوځي اقدام احتمال رد نه کړ او ویې ویل چې " ټول انتخابونه په مېز پراته دي." نوموړي دا مرکه د یکشنبې په ورځ د منځني ختیځ د سفر پرمهال کړې ده.

اړوند مطلب: بایدن: د ایران اټومي پروګرام د نړۍ د امنیت له پاره جدي ګواښ دی

شپیګل ویب پاڼې په خپل یوه رپوټ کې چې د دغه مرکې له مخې یې لیکلی، ویلي دي کله چې له هغه پوښتنه وشوه، چې ایا په دې کې پوځي انتخاب هم شته؟ بلینکن په تکرار وویل: «ټول انتخابونه پر مېز دي.» نوموړي په همدې حال کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې امریکا ديپلوماسۍ لارې ته لومړیتوب ورکوي او یادونه یې وکړه چې: «ایران دغه فرصت درلود، چې اټومي تړون ته بېرته راستون شي خو هغه یې رد کړ.»

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې تېره اونۍ امریکا او اسرئیلو په سیمه کې ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل او د شنبې ورځې په ماښام په اصفان ولایت کې د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو يو ورکشاپ بې پیلوټه طیارې بمبارد کړ. دا برید اسرائیلو ته منسوب شوی دی.

اړوند مطلب: د ایران په اټومي تاسیساتو کې یوه حادثه رامنځته شوې

 وال سټریټ ژورنال د یکشنبې په ورځ د امریکایي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی، چې یاد برید د " اسرائیلو کار" و. په دغه رپوټ کې اسرائیلو ته د امریکا د مرکزي استخباراتو د مشر ویلیام برنز د تیرې اونۍ سفر ته اشاره شوي، چې اسرائیلو ته تللی و او د دغې ورځپاڼې په لیکنه د دغه سفر یو مهم ټکی ایران و. 

دغه ورځپاڼې د اکسیوس ویب پاڼې له قوله لیکلي دي، د اصفهان په ولایت کې د ایران د دفاع وزارت د تاسیساتو برید "ځانګړی او بریالی" و. په اسرائیلو کې د اکسیوس خبریال په یوه ټویټ کې لیکلي دي، چې دغه برید د توغندیو پر تاسیساتو وړ او څلور مختلفې سیمې په دقیق ډول په نښه شوې دي.

په رپوټ کې راغلي دي، چې بې پیلوټه الوتکو د ایران د فضايي څېړنو مرکز ته څېرمه د وسلو یوه فابریکه په نښه کړه، چې بالستیک توغندیو د کار له امله د امریکا له لورې له بندیزونو سره مخ دي.

اړوند مطلب:آلمان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران پر شاملولو غور کوي

وال سټریټ ژورنال په خپل رپوټ کې د اصفهان په تاسیساتو برید ته په اشارې ویلي دي، چې ْه نویو لارو چارو غور کوي، چې د ایران د «اټومي او پوځي لوړ هدفونه» کنټرول کړي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په دوبي کې د وروستۍ حل لارې په توګه د احتمالي برید رد کړی و.

آرشيف انځور:  د ايران سپاه پاسدران غړي
آرشيف انځور: د ايران سپاه پاسدران غړيانځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند، وال سټریټ ژورنال ته په دې اړه د خپل نظر له څرګندولو ډډه کړې ده، خو اسرائیلو ویلې دي که ونه توانیږي چې د ديپلوماسۍ له لارې د تهران آټومي او توغنديو پروګرام محدود کړي، نو په هدفونو به بریدونه وکړي. 

د پنټاګون ویاند ویلي دي، چې د امریکا هیڅ پوځي په دغه برید کې داخل نه دي. هغه په دې اړه له نورو څرګندونو ډډه کړې ده.

 تېره ورځ د«یروشلم پوسټ» په نوم ورځپاڼې لیکلي چې یوه اوکرایني مقام دغه چاودنې د ایران او روسیې د همکارۍ پایله بولي او ویلې یې دي چې اوکراین ایران ته خبرداری ورکړی و. دغه ورځپاڼې دغه راز لیکلي، چې دغه برید "بریالی" و. 

ف،ظ/ ب ص/ dw