1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: د ایران اټومي پروګرام د نړۍ د امنیت له پاره ګواښ دی

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر په کنګره کي د خپلي لومړۍ وینا پر مهال اعلان وکړ چي د دیپلوماسۍ او بیرولو له لاري به له ایران او شمالي کوریا سره چلند وکړي. هغه وویل، امریکا به د هند او پاسفیک په اوبو کي خپل حضور ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3skM9
Washington I US-Präsident Joe Biden hält Rede im Capitol
انځور: Chip Somodevillaat/PREUTERS

جو بایدن د امریکا په کنګره کي د خپلي لومړۍ وینا په ترڅ کي ددغه هیواد له متحدینو سره ګډي بین المللي صحنې ته د امریکا متحده ایالاتو د بیرته ستنیدو موضوع مطرح کړه او د تهران او پینګ یانګ اټومي پروګرامونه یې د امریکا او نړۍ له پاره جدي تهدید وباله.

هغه وویل: «له نژدې څخه به له خپلو متحدینو سره ګډ کار وکړو، ترڅو د دېپلوماسۍ او بیرولو له لاري د دغو دواړو هیوادونو له ګواښونو سره مقابله وکړو.»

بایدن په اتریش کي د ایران د اټومي تړون په اړه د روانو خبرو په هکله څه ونه ویل.

هغه د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو په ارتباط، د اټومي وسلو د کنترول په برخه کي د دواړو هیوادونو ګډ کار او یا هم اقلیمي مسایلو ته اشاره وکړه او ويې ویل: «پوتین ته مي ویلي دي چي د کړکېچ د زیاتیدو په لټه کي نه یم، خو که مسکو په انتخاباتو کي مداخله او یا پر امریکایي تاسیساتو باندي سایبري بریدونه وکړي، بیا به نو متناسب جواب ورکړو... پوتین په دې پوهیږي چي، که کوم اقدام وکړي، نو جواب به یې ورکړو.»

بایدن وویل چي امریکا د اروپا او ناټو نظامي ملاتړ او د هند او پاسیفیک په اوبو کي خپل حضور ته ادامه ورکوي، تر څو د کړکیچ رامنځته کیدو مخنیوی سوی وي: «لکه څنګه چي مي د نړۍ نورو مشرانو ته هم ویلي، د چین جمهوررئیس ته مي هم ټینګار کړی دی چي امریکا به د اساسي آزادیو او بشري حقونو په اړه خپلو ژمنو کي پاته رانه سي.»

هغه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د طرحي په اړه هم د القاعدې د ترهګري ډلي زورزیاتیو د کمښت او د بن لادن له منځه وړلو ته اشاره وکړه او ويې ویل: «موږ د څو نسلونو له پاره افغانستان ته نه یوو تللي... ژمنه مو کړې وه چي بن لادن به د دوږخ تر دروازې پوري بدرګه کړو او پس له ۲۰ کلونو اوس ددې وخت رارسیدلی دی چي ځواکونه بیرته خپلو کورونو ته ستانه سي.»

GP/NZ/DW.Farsi