1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلخ کې سېلابونو درې سوه کورونه نړولي دي

امید دیدار
۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

د افغانستان شمالي بلخ ولایت کې د طالبانو ادارې چارواکي وایي، دغه ولایت کې د پنجشنبې ورځې اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو درې سوه کورونه له ځانه سره وړي دي.

https://p.dw.com/p/4PAF6
افغانستان کې د سیلابونو ځاني او مالي زیان، د ارشیف انځور
افغانستان کې د سیلابونو ځاني او مالي زیان، د ارشیف انځورانځور: Shafiullah Zwak/AP Photo/picture alliance

د بلخ له پاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري دویچه ویله ته وویل، دغه سېلابونه د یاد ولایت زارع ولسوالۍ کې راغلي، چې تر اوسه یې د انساني تلفاتو په اړه مالومات نه شته.

دی وايي:«تر درې سوو کورونه اوبو لاندې کړي. متاسفانه انساني تلفات لري؛ خو دا چې اوس هم هلته سېلابونه شته او ختم نه دي نو د تلفاتو مالومول یو څه وخت غواړي.»

افغانستان کې دسیلابونو ځاني او مالي زیان، د ارشیف انځور
افغانستان کې دسیلابونو ځاني او مالي زیان، د ارشیف انځورانځور: Shafiullah Zwak/AP Photo/picture alliance

محمد اصف وزیري وايي، د دوی د حکومت امنیتي ځواکونه او مرستندوی ډلګۍ زارع ولسوالۍ ته د مرستې له پاره رسېدلي دي. نوموړی وایي، د دغو سېلابونو له امله د شاوخوا درې زره جریبه کرنیزې ځمکې د تخريب کيدو او زیانمنولو سربېره ګڼ شمېر څاروي هم مړه شوي دي.

طالبان: د اقلیم بدلون دوه میلیارده ډالره زیان اړولی دی

دا سېلابونه داسې حال کې راوځي، چې همدا تېره ورځ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په شلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو وړاندوينه کړې ده.