1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د اقلیم بدلون دوه میلیارده ډالره زیان اړولی دی

حسین سیرت | عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اقلیم د بدلون منفي پایلو له امله سږ کال هیواد ته له دوه میلیارد ډالرو ډیر زیان اوښتی دی. په همدې حال کې د اقلیم د بدلون ۲۷م نړیوال کنفرانس د مصر په شرم الشیخ کې پیل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4J91r
Afghanistan Kamar Kalagh Dorf leidet unter Dürre
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې لیکلي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي او د اقلیم بدلون له پایلو سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې پراختیايي مرستې د افغانستان لپاره حیاتي دي. بلخي ویلې دا ډول مرستې تر هغه وخته پورې اړيني دي چې افغانستان  خپل اقتصادي ثبات ترلاسه کړي.

«افغانستان له اقلیمي بدلون څخه ډير زیات اغیرمن شوی»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي: «څنګه چې د اقلیم بدلون له سیاسي پولو تېرېږي، نو باید پر وړاندې یې اقدامات له سیاسي ملحوظاتو جلا شي.»

د ملګرو ملتونو اندیښنه

ملګرو ملتونو د یکشنبې پر ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان شپږم هیواد دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډیر اغیزمن شوی او د اقلیم بدلون له ویجاړونکو پایلو سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

آرشیف: د اقلیم بدلون پروان کي طبیعي پیښو سیمه ویجاړه کړې
آرشیف: د اقلیم بدلون پروان کي طبیعي پیښو سیمه ویجاړه کړېانځور: Xinhua/picture alliance

 

په دې اعلامیه کې ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون له منفي پایلو سره د مقابلې لپاره "چټک اقدام" ته اړتیا ده ځکه چې د اقلیم د بدلون د ویجاړونکو پایلو په نتیجه کې افغانستان له پرله پسې وچکالۍ، سیلابونو، طبیعي آفتونو، بارانونو، د ځمکي تخریب او نورو طبیعي پيښو سره مخ دی.

په بادغیس کي زلزله ځپلي د ژمي په یخنۍ کي بې سرپناه دي

اعلامیې زیاته کړې چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ټولنې تر ټولو زیان منونکي خلک اغیزمن کړي، ځکه دا کار د خوړو د خوندیتوب او د کلیو د اوسیدونکو د کډوالۍ لامل شوی دی.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دغه سازمان په افغانستان کې د اقلیم له پایلو سره د مبارزې لپاره مناسبه بودیجه نه لري او په لنډه موده کې د دې ستونزې حل کول مشکل کار دی.

په افغانستان کي د اقليم د بدلون راپور