برديوږه: د افغانستان-تاجکستان د سرحد ساتنه بايد وسي
۱۳۸۹ اسفند ۲۴, سهشنبهد ګډ امنيت د تړون سازمان د هيوادونو کارپوهان د افغانستان- تاجکستان د سرحد پر ټنګولو باندي خبري اتري پيل کړي دي.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخه په دې غونډه کښي به د روسيې د امنيت شورا مرستيال يوري زوب کوف هم ګډون وکړي.
په دغه غونډه کي چي د نوموړي سازمان عمومي منشي نيکولای برديوژه هم برخه اخلي په افغانستان کښي پر روانو حالاتو خبري کيږي، او پر دې باندي سلامشورې کيږي، چي د اړتيا په وخت کي د مرکزي اسيا د هيوادونو سرحدونو ته ځواکونه ولېږل سي.
د تاجکستان په شمالي ښار کايراکوم کښي د سازمان مشر برديوژه په يوه غونډه کښي وويل چي په افغانستان کښي جګړه نه کراريږي، بلکي نوره هم زور اخلي. « په هغه هيواد کي ثبات د هيلو څرګنده وني نه کوي.»
د هغه په خبره: « طالب جنګالي اوس د افغانستان په شمال کي جنګيږي او ورځ تر بلي د د ګډ امنيت د تړون غړو هيوادونو سرحدونو ته رانژدې کيږي موږ مجبوره يو چي په دغه هيوادنو کي ټول مسايل و څېړو او سيمي ته ځواکونه وليږو.»
ټاکل سوې ده چي د مارچ د مياشتي پر ۱۶ او ۱۷ نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کښي د افغانستان په اړه يوه پراخه غونډه جوړه سي.
د ګډ امنيت د تړون سازمان غړي هيوادونه، ارمنستان، سپينه روسيه، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، تاجکستان او ازبکستان دي.
روسيې په تکرار سره ويلي دي چي د افغانستان- تاجکستان پوله چي ۱۳۴۴ کيلومتره اوږدوالی لري بايد ټنګه ساتنه يې وسي.
څه موده مخکي د روسيې د امنيت شورا ويلي ول چي د افغانستان څخه د مرکزي اسيا هيوادونو ته سخت خطر توجه دی.
د بله اړخه د روسيې د نشه يي مواد پر ضد وزارت وايي چي په روسيه کي د په نشو روږدو ډيری کسان د هغو نشه يي موادو څخه کړيږي چي د افغانستان څخه په قاچاق ور اوړي.
د روسيې د نشه يي مواد په وړاندي د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخه په افغانستان کښي د نشه يي موادو زيرمي بېله کښته درې کاله د نړۍ د نشه يي موادو بازارونه ساتلای سي.
روسيه وايي چي په تيرو لسو کلونو کښي په افغانستان کښي د توليد سوو نشه يي موادو څخه په نړۍ کي يو ميليون انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی، چي په وينا يې دا تر هر ډول وسله وال جنګ ناوړه دی.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: برېښنا صابر