روسيه غواړي د افغانستان-تاجکستان سرحد ته عسکر وليږي
۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعهدغه خبره د روسيې د خارجه وزارت يو لوړپوړي چارواکي مکسيم پيشکف د روسيې او تاجکستان په سرمشريزه کي د تاجکستان په پايتخت دوشنبې کي وکړه.
ويل کيږي چي دغه بين المللي سرمشريزه (تاجکستان او روسيه 2010) د دواړو هيوادو تر منځ د روابطو دټينګښت په هکله د دولتي چارواکو ، کارپوهانو ، څيړونکو ،او د يوشمير مدني ټولنو استازوپه ګډون د دوشنبه په ښار کي جوړه شوې وه.
ښاغلې پيشکف وايي چي د روسيې سرحدي ځواکونه تيار دي چي د تاجکستان او افغانستان د سرحدمسؤليت بيرته پر غاړه واخلي.
پيشکف چي په تاجکستان کي د روسيې د سفير په حيث دنده تر سره کوله ،د خبريالانو سره په يوه مرکه کي وويل چي:د دواړو هيوادو تر منځ د روسيې او افغانستان په سرحدو کي د سرحدي ځواکونو د ځای پرځای کيدو په هکله خبري رواني دي.
ده زياته کړه چي د افغانستان اوسني حالت ته په کتنه چي تروريزم اوافراطيت په سيمه کي موجود دی، روسيه تياره ده چي خپل ځواکونه د تاجکستان او افغانستان سرحدو ته دوباره واستوي.
د روسيې د بهرنيو چارو دغه چارواکي وويل:په هغه صورت کي چي د تاجکستان چارواکي موافقه ولري نو خپل سرحدي ځواکونه به د افغانستان او تاجکستان سرحد ته دوباره واستوي.
«که د تاجکستان دولت غوښتنه وکړي چي زمونږ ځواکونه دي راسي ،ولي نه!»
خو د روسيې د خارجه وزارت دغه چارواکي وويل ، چه روسيه يوازي د تاجکستان په خوښه د افغانستان سرحد ته خپلي قواوي استوي .
افغانستان او تاجکستان تر1400 کيلومترو زياته شريکه پوله لري ،د روسيې سرحدې ځواکونو د تاجکستان د ازادۍ څخه تر 2005 کاله پوري ددې سرحدو څارنه پر غاړه درلوده.
دغه ځواکونه ددواړو هيوادوتر منځ د يوې موافقې پر اساس په 2005 کال کي مکمل ووتل او يوازي لږ شمير د روسيې نظامي مشاورين د تاجکي سرحدي ځواکونو سره د مرستي لپاره پاته شول.
ويل کيږي د يوه کال راهيسي د روسيې يو شمير مشرانو ددغه هيواد د علاقمندی په نظر کي نيولو سره د تاجکستان او افغانستان سرحد چي زياتره يي غرنيزي سيمي دي د روسيې دځواکونو د بيرته ګرځيدو په هکله څرګندوني کړي دي.
وکتور ايوانف د روسيي د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد دمبارزي رييس،د روان کال په شروع کي د تاجکستان جمهور رييس امام علي رحمانوف سره تر ليدني کتني ورسته وويل چي د روسيي د سرحدې ځواکونو دځاي پرځاي کيدو موضوع افغانستان او تاجکستان په پولوکي تر بحث لاندي دي.
ايوانف د رييس جمهور سره د يوې ليدني په ترڅ کي وويلي وه :وروسته ددينه چي تاجکي سرحدي ځواکونه دروسيې دځواکونوڅخه دتاجکستان او افغانستان د سرحدونو کنترول په لاس کي نيولی دی ،دمخدره موادو قاچاق د افغانستان څخه دغي سيمي ته څو برابره زيات شوی دی.
په همدې حال کي ځيني کارپوهان د روسيې دځواکونو بيرته ستنيدل د تاجکستان او افغانستان سرحدو ته ردوي ، اوهمدارنګه وايي چي په تيرو پنځو کلونو کي تاجکي سرحدي ځواکونو دسرحدي پولو دساتني سره سره وکولای سول چي د بيا رغوني په برخه کي د امريکايي او اروپايي ټولني ته د سرمايه ګذاري زمينه برابره کړي.
ژنران نورعلي شاه نظروف د تاجکستان دسرحدي ځواکونو لوی درستريز د روسيې د چارواکودغه څرګندوني چي په تيروپنځو کلونو کي دمخدره موادو قاچاق زياتوالی موندلی بې اساسه بولې:
«موږ ددوی څخه څه کمی نه لرو ،د افغانستان او تاجکستان د سرحدو څارنه او کنټرول بايد تاجکي عسکر وکړي»
دغه نظامي چارواکی وايي : سره ددې چي په سيمه کښي د طالبانو تهديد موجود دی، مګرد تاجکي سرحدي ځواکونو د تيرو کلو د تجربو په پام کي نيولو سره دروسيې نظامي ځواکونو ته ضرورت نه ليدل کيږي .
ځيني څيړونکي په دې باور دي چي روسيه به د خپلو عسکرو د بيرته ستنيدني لپاره د هر ډول فشارڅخه پر تاجکستان استفاده وکړي .
دا په داسي حال کي ده چي دسياسي چارو ځيني کارپوهان بيا په دې باور دي ، چي د افغانستان څخه د بين المللي ايتلافي ځواکونو د وتو سره سم اوپه شمال کي دترورستي شبکو فعاليتونه، او بي امنيتی په ټولو سرحدي سيمو کي ډيري شوي دي،نو په دې اساس د دواړو هيوادو چارواکي دافغانستان او تاجکستان ترمنځ د پ سرحدونو د ټينګښت لپاره يودبل سره مرسته کوي.
د بلي خوا د ځينو کارپوهانو په عقيده د طالبانو تهديد تاجکستان ته اوددغه هيواد د سرحداتوڅخه دهغوی د ورتيريدلو خطر دروسيې ځواکونوته د افغانستان اوتاجکستان په سرحدوکي د موجوديت زمينه برابروي .
آژانسونه /شمس الرالحمن ناصر
کتونکی : محمد قاسم نوري