1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن: د ایران له پاره عواقبو ته باید انتظار وسي

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

پر اسرائیل باندي د ایران له خوا د څه د پاسه ۱۸۰ توغنديو تر توغولو وروسته، ولسمشر بایدن اسرائيل ته د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ. نتانیاهو ويلي دي چې ایران به د دې له پاره لوړه بیه ورکړي.

https://p.dw.com/p/4lL58
USA | Präsident Joe Biden Pressekonferenz in Washington D.C.
انځور: AFP via Getty Images

پر اسرائیل باندي دایران له خوا له توغندیز برید وروسته، د اسرائيل د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د حکومت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ممکنه غبرگون په هکله خبرې وسوې.

دغه خبره د امریکا ولسمشر جوبایدن، په واشنگټن کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کی وکړه. هغه وویل: «زه به له هغه سره خبري وکړم، او زما پیغام به په دې پوری اړه ولري چي موږ په دا وروستیو کي کوم شی لازم بولو.»

بایدن په عین حال کي دایران  د برید په وړاندي له دقیق غبرګون څخه ملاتړ وکړ. د هغې پوښتنې په جواب کي چي اوس به اسرائیل څه کوي، هغه جواب ورکړ: «په دې اړه اوس بحثونه روان دي. موږ باید ټول ارقام له نیژدو وگورو. موږ په دوامداره توگه د اسرائیل له حکومت او زموږ له متحدینو سره په اړیکه کي یو او باید انتظار ورته وایستل سي.» خو د امریکا متحده ایالات په بشپړ ډول د اسرائیل شاته ولاړ دي.

شولڅ: «ایران ټولې سیمې ته د اور اچولو خطر رامنځته کوي.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ پر ایران باندي په منځني ختیځ کي د یوه خطرناک بحران د رامنځته کولو تور لگوي. شولڅ په برلین کي وویل: «ایران په دې ډول دا خطر رامنځته کوي چي ټولي سیمې ته اور واچوي. په هر قیمت چي وي باید د دې کار مخه ونیول سي.»

نوموړي د تهران له مشرتابه او له هغه سره متحدې ملېشې په لبنان کي حزب الله څخه غوښتنه وکړه چي پر اسرائیل باندي خپل بریدونه سمدستي بند کړي.« د آلمان حکومت به له خپلو متحدینو سره په گډه بیا هم هڅه وکړي چي د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو له پاره منځگړیتوب وکړي.

حزب الله د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو، آلمان او ډیریو نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگر سازمان په توگه درجه بندي سوی دی.

Gefangenenaustausch mit Russland | Bundeskanzler Scholz
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅانځور: dpa

همدارنګه د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شتاین مایر هم خپل اسرائیلي سیال اسحق هیرڅوگین ته د ټلفون له لاري د آلمان له خوا د ملاتړ ډاد ورکړ. په یوې څرگندونې کي راغلي دي:«د جرمني ولسمشر پر اسرائیل باندي د ایران توغندیز بریدونه غندلي او په جافا باندي یې د دغه ترهگري برید له قربانیانو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.»

د تل ابیب په جنوب جافا کي تر دغو بریدونو لږ دمخه د چړې او فیرونو په بریدونو کي د وروستیو ارقامو له مخي اوه کسان ووژل شول او ۹ نور ټپیان سول. 
فرانسې  اعلان وکړ چی په منځني ختیځ کی به خپل پوځي حضور پیاوړی کړي. په پاریس کي د ولسمشر امانویل ماکرون، دفتر خبر ورکړی:«فرانسه به د اسرائیل د امنیت له پاره اقدام وکړي او نن یې په منځني ختیځ کي د ایران له خوا د ګواښ سره د مقابلې له پاره خپل پوځي منابع سمبالې کړي دي.»

نتانیاهو:«ایران یوه ستره تیروتنه وکړه»

نتانیاهو په خپله د غچ اخیستنې گواښ وکړ. د اسرائیل د لومړي وزير دفتر د نتانياهو په حواله ويلي: »ایران یوه ستره تیروتنه وکړه او اوس باید د هغه له پاره لوړه بیه ورکړي.« دا چي د غچ اخیستنې دغه برید به کله کیږي، په هکله یې لا څه نه دي ویل سوي.

د چهارشنبې په ماښام لا اسرائیل د ایران په ملاتړ حزب الله د ملیشو پر وړاندي مبارزه کي یو وار بیا په پلازمېنه بیروت کي پر«ترهگري هدفونو» بريد وکړ. د لبنان د امنیتي سرچینو په حواله رسنیو رپوټ ورکړی دی چي پنځه بریدونه سوي دي.

ایران: «زموږ عملیات بشپړ سول»

 ایران بیا اسرائیل  ته د غچ اخیستنې د متقابله غبرگون په هکله خبرداری ورکړ او د دې گواښ یې وکړ چی په دې صورت کي به لا شدید عکس العمل وښيي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، پر  ایکس پاڼه لیکلي دي: «دا ځل به زموږ غبرگون لا قوي او پیاوړی وي. ترڅو چې د اسرائيل رژیم د نورغچ اخیستو پریکړه ونه کړي،  زموږ عملیات بشپړ دي.»

UN | Irans  Außenminister Abbas Araghchi
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ، عباس عراقچيانځور: Frank Franklin II/AP Photo//picture alliance

د ايران دولتي ټلویزیون د انقلابي ګارد په حواله څرگنده کړې ده چي د توغنديو دغه برید په بهر کي د حماس د مشر اسماعیل هنیه، د حزب الله د مشر حسن نصرالله او همدارنگه د یوه ایراني جنرال د وژنو په غبرگون کې ترسره سو. په ایران کی په زرونو کسان سړکونو ته راووتل او  پر اسرائیل باندي یې د دغو بریدونو هرکلی وکړ.

GP/NZ/DW.Online