1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا: له سرکسه تښتیدلی زمری په ښار کې قدم وهي

۱۴۰۲ آبان ۲۱, یکشنبه

یو زمری چې له سرکس څخه تښتیدلی وو د شنبې په ورځ د ایټالیا په بندري ښار لادیسپولي کې د څو ساعتونو لپاره یې د خلکو په مینځ کې ورخطایي او ویره رامنیځته کړې وه.

https://p.dw.com/p/4YiOi
زمری
زمریانځور: Roland Brack/IMAGO

یاد زمری د روم د شمال په یوه بندري ښار کې د غرمې ښاوخوا پر سرکونو ګرځیدی.

د یادي سیمې ښاروال الیسندرو ګرانډو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې "ډیر محتاط وي."

څو ساعته مخکې له دې چې بیرته دا زمری ونیول شي، پر خواله رسنیو د یادې سیمې اوسیدونکو د زمري ویډیوګاني په داسي حالت کې خپرې کړې وې چې دا زمری په ډیرې ارامۍ سره پر سرکونو ګرځي.

ډیری اوسیدونکي د احتیاط په توګه په خپلو کورونو کې پاتې شوي وه. ویل کیږي ځینې نورو بیا په موقتي توګه په خپلو موټرونو کې ځان بندیان کړي ول.

د دغه سیمي ښاروال وایې د شپې ناوخته په دې وتوانیدل، چې دا تښتیدلی زمری ومومي او د بې هوښۍ پیچکاري ورته وکړي.

هغه زیاته کړه چې وروسته له هغې چې زمری بې سده سو او خوب ته لاړ، بیرته یې سرکس ته ولیږداوه.

پوهه:په ګانا کی د له منځه تلو له خطر سره مخامخ تمساح گانې