ایران کې چاودونو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان کړي
۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبهد چهار شنبې په ورځ، د جنورۍ دریمه، د ایران رسنیو د کرمان د شهیدانو په ګلزار کې د قاسم سلیماني د تلین په ورځ د « دوه چاودنو» خبر ورکړی.
د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو د ادارې یا اورژانس ویاند د دغه برید د تلفاتو په اړه په تازه شمېرو کې ویلي چې د وژل شویو شمېر ۷۳ تنو ته رسېدلی دی. د هغه په وينا، لږ تر لږه ١٧٠ تنه ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې ځینې راپورونه وايي چې د چاودنو شمېر له دوو څخه زیات وو. د ایران پارلمان کې د جیرفت له ښاره د خلکو استازي ذبیح الله اعظمي ساردوي ویلي چې، په کرمان کې «څلور چاودنې» شوې دي.
نوموړی ټینګار کوي چې دغه برید «ترهګریز» وه. نوموړي زیاته کړه چې بمونه په بیلابیلو ځایونو لکه تر پله لاندې او هغه مسیر کې چې د د مراسمو ځای ته رسیږي، ځای پر ځای شوي ول.
په هغو انځورونو کې چې د ایران په دولتي ټلویزیون کې خپاره شوي، لیدل کیږي چې د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او خلک په تېښته دي.
د ایران دولتي رسنیو لیکلي چې په دې لاره کې موجودو ډیرو کسانو تکل درلوده چې د قدس ځواکونو د پخواني مشر قاسم سلیماني د مړینې د تلین په مراسمو کې ګډون وکړي.
په پیل کې ایراني رسنیو د دغه وحشتناک غږ په اوریدلو ویلي «چاودنه» شوې. په ورته وخت کې ځينې سرچينې بیا وایي چاودنه د ګاز ډبي له امله رامنځته شوې.
په دې اړه د کرمان د والي سیاسي او امنیتي مرستیال ایرنا خبري آژانس ته ویلي دي چې «تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودنه د ګازو د چاودنې له امله وه او که تروریستي حمله وه».
د کرمان ښاروال دا هم ویلي، چې د کرمان شهید ګلزار ښار په لس دقیقو کې دوه چاودنې شوې دي.