1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سلیماني د ښخولو په مراسمو کي۳۰ کسان وژل سوي

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

په ايران کي د قاسم سليماني د ښخولو په مراسمو کي د گڼه گوڼي او وارخطايي له امله په لسو انسانان وژل سوي دي. سليماني په عراق کي د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکي په بريد کي وژل سوی.

https://p.dw.com/p/3Vqgb
Iran Begräbnis von General Soleimani in Kerman
انځور: picture-alliance/AP Photo/Tasnim News Agency/E. Kouchari

د ايران دولتي تلويزيون رپوټ ورکړي چي څه د پاسه ۳۰ تنه د هغه د زيږيدو په ځای، کِرمان ښار کي د هغه د ښخولو د مراسمو پر وخت ووژل سول. د ملي ژغورني ادارې مشر، پير حسين کوليوند د تلويزيون له لاري ويلي چي ډير کسان زخميان سوي هم دي.

د سليماني په اصلي ټاټوبي کِرمان کي په سلو زره کسان راټول سوي ول، څو د هغه د ښخولو په مراسمو کي گډون وکړي. د دغه ښار د مرکز په يوې سيمې کي د سليماني او له هغه سره د يوه بل وژل سوي جنرال، حسين پورجعفري د جسدونو دوه تابوتونه ايښودل سوي ول.

سليماني چي په بهرنيو ماموريتونو کي د ايران د سپاه پاسداران د ځواکونو القُدس مشري پر غاړه درلوده، د جمعې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي په بغداد کي ووژل سو. د دغه جنرال هدفمندانه وژنې، د امريکا او ايران ترمنځ کړکيچ لا پسې زيات کړ. دواړه خواوي د متقابله بريدونو گواښ کوي.