1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ماشومانو د پادريانو د جنسي تېري نوی راپور بشپړ شوی

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

ايټالوئ کاتوليکي کليسا د مسيحي روحانيونو له خوا پر نابالغانو د جنسي تېري په تړاو خپل راپور واټيکان ته لېږلی دی. د راپور له مخي ايټالوۍ کليسا په تيرو ۲۲ کالونو کي ۶۰۰ يادي قضيې ثبت کړي دي.

https://p.dw.com/p/4JmAQ
Russland Partielle Sonnenfinsternis
انځور: Alexander Ryumin/dpa/TASS/picture alliance

د نړۍ په بيلو برخو کي په کاتولیکي کليساؤ کي پر ماشومانو د جنسي تېري له پيښو څخه پرده پورته کيږي. د دغو تېريو د قربانيانو تر څنګ اوس د ايټاليا په روم کي د کاتوليکي کليسا دولت واټيکان هم په دې تړاو راپورونه خپاره کړي دي.

په بريتانيه، آلمان او فرانس کي د راپور خپرېدنې وروسته اوس په ايټاليا کي په کاتوليکي کليسا کي د جنسي تېريو راپور هم خپور شو. په دغه راپور کي د پادريانو له خوا پر کمسنانو د جنسي تېري د قضيو په هکله معلومات راغلي دي. دغه راپور د ايټاليې د اُسقف له خوا وړاندي کړل شوی چي له مخي يې ۹۰ قربانيانو پر ۶۸ کسانو د جنسي تېري يا ازار تورونه لګولي دي.

بريتانوي قاتل د ۱۰۱ مېرمنو پر مړو جنسي تېری کړی

د اکثريت قربانيانو عمرونه د ۱۵ او ۱۸ کالونو تر منځ دي. دغه راپور چي ۴۰ پاڼي لري، له ۲۰۰۰ عيسوي کال څخه بيا تر ۲۰۲۱ کال پوري پکښي ثبت شوي د جنسي تېريو قضيې راغلي دي. خو پر دغه راپور تنقيدونه هم شوي دي او د دې غوښتنه کيږي چي بايد د له مخکي لسيزي په تړاو هم پر دغه قضيه راپور وړاندي کړل شي.

له جرمونو څخه د پرده پورته کولو فيصله

واټيکان په ۲۰۰۱ کال په ټوله نړۍ کي و اُسقفانو ته امر کړی ؤ چي د جنسي ناوړه چلن په تړاو د خپلو ټولو همکارانو معتبره راپورونه دي جوړ او واټيکان ته دي يې ولېږي. خو تنقيد کوونکي وايي چي د ايټاليا د کليسا له خوا چي کوم راپور خپور شوی دی، هغه د نورو اروپايي هيوادونو په مقايسه محدود دی او پکښي د جنسي ازار کمې قضيې درج شوي دي.

په نژدې تېر وخت کي آيرلنډ، بلجيم، هالنډ، آلمان، پرتګال او فرانسه کي هم ورته راپورونه خپاره شوي ول. په دغو راپورونو کي منل شوي ول چي د کاتولیکي کليسا جوړښتونه په دې کي پاته راغلي دي چي په کليسا کي دننه د ماشومانو د جنسي تېري مخنيوی وکړي.

بریتانیا: په جنسي فعالیتونو کې د ښکیلو پاکستانیانو د اخراج قضیه

د رواني مياشتي نومبر په ۸ تاريخ د فرانسې د کاتوليکي کليسا له خوا په خپاره شوي راپور کي راغلي ول چي په تيرو ۷۰ کالونو کي پر ۳ لکو او درو زرو ماشومانو او ځوانانو جنسي تېري شوي دي. د فرانسې د کليسا د يوې ډلې په وينا اُسقف ژان پيېر ريکار هم په هغو کسانو کي شامل دی چي پخپله د جنسي تېري  دکولو اعتراف يې کړی دی.

د فرانسې لوی اُسقف «ايرک ډې مولا بوفا» ويلي چي د ټولو تورنو کسانو پر ضد به اقدامات کيږي. هغه زياته کړې چي د کليسا زيات لوړ رتبه مامورين دې ته حيران دي چي دا ډول قضيې چي پخوا مخفي ساتل او حل کېدلې اوس څنګه په عامه محضر کي خپرول کيږي.

په ۲۰۲۰ کال په خپرېدونکي يو تحقيقي راپور کي راغلي ول چي په انګلستان او وېلز کي هم کاتوليکي کليسا د خپلو مامورينو له خوا پر کمسنانو د جنسي تېري کولو څخه په مخنيونه کي پاته راغلې ده. زياته شوې چي دغې کليسا د دې تر څنګ د مجرمو کسانو ساتنه هم کړېده.

آ./ا.ا./ن.ص.