1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانوي قاتل د ۱۰۱ مېرمنو پر مړو جنسي تېری کړی

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

ډېويډ فلر نه يوازي د خپلو ناوړه کارونو ويډيوګاني جوړي کړي بلکه د ماشومانو ناوړه انځورونه يې هم اخيستي دي. پوليس وايي چي د ټولو جرمونو احاطه يې نشي کولای.

https://p.dw.com/p/4J6cC
UK Kriminalität l Polizeibild von David Fuller
ډېويډ فلر د برقي په توگه کار کاوهانځور: Kent Police/AFP

په بريتانيه کي د دوو مېرمنو د قتل او په مرده خانو کي پر مړو د جنسي تېري کولو په تور په عمري قيد زنداني شوي مجرم نوي اعترافونه هم کړي دي. ډېويډ فلر د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۳ نېټه) ومنل چي پر ۲۳ نورو مړو شوو مېرمنو يې هم جنسي تېری کړی دی.

اته شپېته کلن ډيويډ فلر په روغتون کي د برقي په توګه کار کاوه. هغه منلي ول چي په ۱۹۸۷ کال يې د انګلستان په سويل ختيځ ښار کېنټ کي دوې مېرمني چي يوه يې ۲۵ کلنه وېنډي کنيل او  بله يې۲۰ کلنه کيرولين پيرس وه، په خفه کولو سره يې وژلي وې.

فلر دا هم منلې چي د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۰ کالونو تر منځ يې د مړو د ساتلو په ځايونو يا مرده خانو کي د ۷۸ اغېزمنو شوو سره ۵۱ نور جرمونه کړي دي.

تايلنډ: جنسي تېري کوونکي په خپله خوښه خسيان کېدای شي

ډېويډ فلر د پنجشنبې په ورځ د کروډن سيمي په محکمه کي د محاکمې د جريان پر وخت اعتراف وکړ چي په مرده خانه کي يې د ۲۳ نورو مېرمنو پر مړو جنسي تېری کړی ؤ. هغه وويل چي په يو ښځينه جسد يې دولس واري جنسي تېری وکړ. د فلر د نوي اعتراف سره سم د هغه د جرمونو د قربانيانو شمير ۱۰۱ ته جګ شوی دی.

څارنوال مائيکل ويلي دي چي د اغېزمنو شوو کورنيو ويناوي چمتو کيږي. دغه ويناوي به په راتلونکې مياشت د ډېويډ فلر پر ضد د محکمې  د فيصلې د اورولو پر وخت وړاندي کړل شي.

څارنوال زياته کړه: «د قربانيانو له کورنيو څخه بعضي کسان شته چي غواړي په يو شان په محکمه کي حضور ولري او و محکمې ته د قربانيانو په تړاو خپله شخصي وينا واوروي.»

کله چي تېر کال د بوبي چيمه ګرب په نوم قاضي د قتل په محاکمه کي و ډېويډ فلر ته سزا اوروله، نو يې ويلي ول چي فلر «په ظاهره يو عاميانه ژوند کاوه» خو په حقيقت کي يې په «تنهايي کي ډېر ويروونکي کارونه» کول.

م.م.: پاپ دې په جنسي تېري د تورن اُسقف دوسيې را بهر کړي

کله چي پوليسو د ډېويډ فلر د کور تلاښي وکړه نو ورته څرګنده شوه چي هغه په مرده خانو کي پر مړو د جنسي تېري ويډيوګاني هم ثبت کړي دي. هغه په ۱۹۸۹ کال په دواړو ځايونو کي د برقي په توګه کار کاوه.

د فلر پر ضد دغه شواهد له ۲۰۰۸ کال څخه ول. دا هغه وخت ؤ چي ديجيتل انځور اخيستنه د عامېدو په حال کي وه. خو پوليس په دې نظر دي چي د فلر د ټولو جرمونو احاطه کول ښايي هيڅکله ممکنه نه وي.

د هغه وخت د بريتانيې د روغتيا وزير ساجد جاويد د فلر جرمونه «زښت زيات خواښينوونکيِ» ياد کړي ول او ژمنه يې کړې وه چي د دې لپاره به قاطع اقدامات کيږي چي بيا داسي څه ونشي.

هغه وخت د بريتانيې حکومت د بې طرفو له خوا د دغې قضيې د تحقيق اعلان کړی ؤ چي معلوم کړل شي چي د ډېويډ فلر دغه جرايم تر دومره زيات وخت پوري ولي پټ ول.

آ. (اې اېف پي)/ا.ا./ن.ص.