1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایټالیا

ايټاليا یو وخت د مافیاو کور؛ نن د اروپا تر ټولو خوندي هېواد

۱۴۰۲ بهمن ۲۸, شنبه

ايټاليا کېدای شي د کوزا نوسترا مافیايي سازمان کور وي، خو نن ورځ د اروپا له تر ټولو امنو هېوادونو څخه دی. په ايټاليا کې چې مخکې په زرونو خلک مافیايي تاوتريخوالو کې وژل کېدل اوس پکې د قتلونو کچه د ګاونډيو په پرتله ټېته ده.

https://p.dw.com/p/4cWSL
د ايټالیا پولیسو له خوا د مافیا د مشر په تور نیول شوی میخایل زاګرایا (Michele Zagaria) د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۷مه
د ايټالیا پولیسو له خوا د مافیا د مشر په تور نیول شوی میخایل زاګرایا (Michele Zagaria) د ۲۰۱۱م کال د دسمبر ۷مهانځور: picture-alliance/dpa

په ايټالیا کې د نولسمې پېړۍ له نيمايي تر ۱۹۹۰ لسيزې پورې په مافيايي تاوتريخوالو کې په زرونو کسان مړه شول چې په هغو کې د جرمي رقیبانو یا خاینانو نه نېولې تر هغو قاضيانو، کشیشانو او د پېښو شاهدان شامل وو چې له مجرمانو څخه د نه وېرېدو له کبله وژل کېدل. اما نن ورځ په ايټاليا کې د قتلونو ارقام د هغو د ګاونډيو هېوادونو په پرته ټيټ دي.

له دې نه علاوه په ايټاليا کې د ۱۹۶۰ لسیزې له پاي د ۱۹۸۰ لسیزې تر کلونو پورې یوه زیانمنونکې دوره هم موجوده وه. د فرانسې خبري آژانس چې دغه دوره د «سرب کلونو» پکې د چپي او ښي اړخو افراطيانو پورې اړوند وسلوالو ډلو په ايټاليا کې د بمي چاودنو او ترورونو په ترسره کولو تروریزم یا ترهګري رايج کړ.

د دغې دورې په قتلونو کې يو هم په کال ۱۹۷۸ کې د ايټاليا د پخواني صدراعظم، الدو مورو، په وحشيانه توګه وژنه وه چې ټولې ايټاليا ته ېې رواني ټکان ورکړ. که څه هم د مورو د «مارکسیست-لنینیست سور بريګاډ» سازمان له خوا ووژل شو، اما په دغه دوره کې تر ټولو ډېر قتلونه چې کابو ۴۰۰ ښودل شوي، نوو-فاشیستانو وکړل.

په ايټالیا کې دغه خونړۍ دوره هغه وخت پای ته ورسېده چې مافیايي کړۍ وځپل شوې. دغه اقدام سبب شو چې هغوی تر فشار لاندې راشي او په نتیجه کې ېې لږو مالي جرمونو پر لور سوق او تاوتريخوالی راکم کړی.

د ايټاليا د پخواني صدراعظم، الدو مورو
د ايټاليا د پخواني صدراعظم، الدو موروانځور: picture alliance/Bruni/Giacomino/ROPI

د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې په ۱۹۹۰ کې په ايټالیا کې د هر یو ملیون نفوس په سر ۳۴ قتلونه شوي په داسې حال کې چې په ګاونډي هېواد فرانسه کې دغه اندازه ۲۴ وه.

په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کې بيا په ايټاليا کې د قتلونو کچه په يو ملیون نفوس کې ۵ اعشاريه ۵ ته راولوېده چې په ورته وخت کې دغه رقم په فرانسه کې ۱۱، بریتانيا کې ۱۰ او په آلمان کې ۸ وو.

په ايټاليا کې یوازيني هېوادونه سویس او ناروي دي چې د قتلونو پېښې په کې له ايټالیا څخه کمې او یا مساوي دي. تر ټولو ناوړه وضعیت په لاتويا کې دی چې د قتلونو ارقام په کې له دې شپږنیم برابره لوړ دی.

د ايټاليا د بولونيا پوهنتون د ټولنیزو چارو کارپوهه، رافایلا ست، وايي: «په ټوله کې انسانوژنې د تېرو ۲۵کلونو په جريان کې راکمې شوي دي. دغه فیصدي په ځانګړې توګه په نارينه و کې چې په پر له پسې توګه د مافیايي کړيو له پاره اصلي هدف ول» راکمه شوې ده.

په اوسنیو کلونو کې په هرکال کې د شوو قتلونو له ډلې يوازې پر لس سلنه ېې ادعا کيږي چې سازمان شوي قتلونه دي. په توګه ښودل کيږي.

ایټالوی جیانلوکار اريګي د پولیسي ناولونو یا د پولیسو داستانونو کتابونو ليکوال دی. هغه وايي د مافيايي کړیو فعالیتونه اوس بدل شوي دي: «د کامورا، ندرانجیتا، دې کوزا نوسترا مافیايي ډلو خپلو فعالیتونو ته په راډيکالي توګه بدلون ورکړی دی.»

د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ میاشتې په ۹مه د ايټاليا په فلورانس ښار کې د ېوې ۳۵ کلنې امریکايي ښځې اشلي اولسن مړی په یوه اپارتمان کې وموندل شو
د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ میاشتې په ۹مه د ايټاليا په فلورانس ښار کې د ېوې ۳۵ کلنې امریکايي ښځې اشلي اولسن مړی په یوه اپارتمان کې وموندل شوانځور: picture alliance/ROPI

دغه ليکوال زیاتوي: «هغوی نن ورځ د اقتصادي لحاظه لا ډېر فعاليتونه کوي، جایدادونه اخلي او شرکتونه ته ورداخلیږي.»

د تاوتريخوالو د عواملو څېړنه په مختلفو هېوادونو کې تل د ریسک په حالت کې وي چې د اريګي په آند ګڼ موارد پکې نقش لري.

ايټاليا خپل د اروپايي اتحاديې غړو ګاونډيو په پرتله، فقیرتره ملک دی، خو اريګي وايي چې فقر تل ټولنیزې رفاه ته زیان اړوونکې نه وي، بلکې «ښه نیت» او پېرزوينه کولی شي د خلکو په ژوند کې د ستونزو په جبرانولو کې مرسته وکړي.

جیانلوکار اريګي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په يوه ټولنه کې چې هر څومره شخړې ډېرې وي په هماغه اندازه په کې د ورته سطحې قهرجنو وګړو له خوا قتلونه زیات کيږي»

د دې ټولو تر څنګ د ايټاليا په جنوب کې چې د دغه هېواد تر ټولو فقیره برخه ده، لا هم د قتلونو ارقام لوړ دي، خو حکومت وايي تاوتریخوالی لږ دی. د ټولنیز امنيت ادارې د جرمي ارزونې د څانګې مشر، ستيفاني دلفيني په دې هکله وايي: «زموږ ټولنه لږ تاوتريخجنه ده.» دغه چارواکی زیاتوي: «کورني بافتونه لاکلک شوي چې په احتمال سره د کورني ارزښتونو د موجودیت په دلیل وي او دا په دې معنی ده چې ستونزې ډېر لږ په ناوړه شکل احساس شي.»

په روم کې د قتلونو خلاف د ښځو لاریون - د ۲۰۲۳م کال اګست
په روم کې د قتلونو خلاف د ښځو لاریون - د ۲۰۲۳م کال اګستانځور: Marcello Valeri/ZUMA/picture alliance

په نورو اروپايي هېوادونو کې په ځانګړې توګه فرانسې او بریتانیا کې د تاوتریخوالو د ډېرېدو بل فکتور د الکولي او مخدره موادود کارول دي.

ايټاليا بيا په دې برخه کې معلومات نه ثبتوي او د روغتيا نړېوال سازمان وايي چې په دغه هېواد کې د الکولو څښاک او د مخدره موادو استفاده د اروپايي اتحايې په سطحه تر ټولو لږ ده.

په ايټالیا کې د انسان وژنې پدېدې خلاف عامه پوهاوی د لوړېدو په حال کې دی. تر ډېره د هغو ښځو او نجونو د قتلونو په تړاو چې د خپل مېړه، ملګري او یا د کورنۍ د غړو له خوا په قتل رسيږي. ايټالیا په ۲۰۲۳م کال کې د ۳۳۰ قتلونو له ډلې د ۹۷ ښځو د وژنې ريکارډ درلود.

د ښځو د قتلونو په هکله د لږو همغږي معلوماتو ورکړه، سبب شوې چې د اروپايي هېوادونو تر منځ د دغو قتلونو مقایسه سخته شي. اما په دې برخه کې د نړېوال بانک د ۲۰۲۱م کال ارقام ښيي چې په ايټالیا کې د ښځو وژنې لږ دي. د دغه سازمان په حواله، په ايټالیا کې د هر یو ميلیون نفوس په سر ۳ اعشاريه ۹ تنه ښځې وژل شوي، په داسې حال کې چې دغه ارقام په فرانسه کې ۶ اعشاریه ۸ او په جرمني کې ۸ دی.

(AFP)mks/akh

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل