1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليایران

ايران ۵۲ افغان بنديان طالبانو ته سپارلي دي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ دی ۵, سه‌شنبه

په نيمروز کې د طالبانو سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې ۵۲ افغان وګړي د ايران د زاهدان د «الغدیر» زندان څخه آزاد او په نیمروز کې طالبانو ته سپارل شوي دي. د چارواکو په حواله دغه کسان د اسنادو نه درلودو له کبله زنداني شوي ول.

https://p.dw.com/p/4aaJE
آرشيف انځور: له ايران څخه د افغان زندانيانو انتقال
آرشيف انځور: له ايران څخه د افغان زندانيانو انتقالانځور: DW/H. Hashemi

د راپورونو پر اساس ایران هم د پاکستان په څېر د افغان مهاجرو په نيولو او اخراجولو پېل کړی دی.

دغه هېواد همدا تازه ۵۲ افغان مهاجر آزاد کړي او په نيمروز کې یې د طالبانو د بهرنيو چارو استازولۍ ته سپارلي دي.

د ايران پوليسو دغه کسان د قانوني اسنادو نه درلودو له کبله نيولي ول.

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر ولکې لاندې فعاليت کوي، ليکلي دي چې په نيمروز ولايت کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ مشر مولوي باز محمد حقيار، وايي چې دا په ايران کې له زندان څخه د افغانستان د اتباعو د آزاديدو يولسم پړاو دی.

له ترکيې څخه د افغان کډوالو ویستل او د قاچاقي لارو ننګونې

نوموړي ويلي: «په يولسم پړاو کې ۵۲ افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودو له کبله د زاهدان په الغدير زندان کې ول، آزاد شوي دي.»

ايران تېره اونۍ هم څه نا څه ۲۰۰ افغان اتباع له دې زندانه آزاد کړي ول او په نيمروز ولایت کې یې د طالبانو ادارې چارواکو ته سپارلي ول.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ډېر افغانان نورو هېوادونو په ځانګړي توګه ايران او پاکستان ته تللي دي.

د پاکستان د حکومت تر دې پريکړې وروسته چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه ميشت افغان کډوال به اخراجوي، ايران هم پر افغان مهاجرو فشارونه ډېر کړي دي.

د مهاجرو د پلوي سازمانونو پر تکراري غوښتنو سربیره هم له ايران څخه د افغان کډوالو اخراج په شدت سره ادامه لري.

د طالبانو د مهاجرينو د وزارت د معلوماتو په حواله يوازې د دوشنبې په ورځ ۱۶۳۷ افغان مهاجر د اسلام کلا له سرحدي لارې له ايران څخه په اجباري او داوطلبه توګه راستانه شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب