1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د اوکراین له ۵۰۰ ډيرې سيمې برېښنا نه لري

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي د د روسیې د بمباريو له کبله تر ۵۰۰ ډير کلي برېښنا نه لري. یوه آلماني چارواکي ويلي دي چې په احتمال سره راتلونکو اوونیو کې به له اوکراین څخه په لوی شمیر کې مهاجر آلمان ته راشي.

https://p.dw.com/p/4KTcI
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي د د روسیې د بمباريو له کبله تر ۵۰۰ ډير کلي برېښنا نه لري
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي د د روسیې د بمباريو له کبله تر ۵۰۰ ډير کلي برېښنا نه لريانځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

د اوکراین د کورنیو چارو مرستیال وزیر، یوګني ینین، د اوکراین تلویزیون ته وويل چې «دښمنانو د هیواد پر مهمو زیربناو خپلې حملې جاري ساتلي دي. په حاضر وخت کې زموږ د هیواد د اتو سیمو پر ۵۰۷ کلیو باندې برېښنا قطع شوې ده.»

ینین زیاته کړه چې «خارکیف سيمه تر ټولو سخته زیانمنه شوې چې ۱۱۲ کلي يې په انزوا کې واقع دي.» هغه زیاته کړه چې د دونيڅک او خیرسون سیمو ۹۰ کلي برېښنا نه لري او د میکولایف، زاپروژیا او لوهانسک سېمو پر ډيرو کلیو هم برېښنا قطع شوې ده.

شولڅ پوتين له اوکراینه د خپلو ځواکونو د ایستلو په ګډون ديپلوماتيکې حل لارې ته رابللی

سړه هوا او سخت شرایط

د شنبې په ورځ د میکولایف والي ويتالي کیم او نورو اوکرايني چارواکو یو ځل بیا له ملکي خلکو وغوښتل تر څو د ژمي له پیله له دوامداره سختو شرایطو او د برېښنا له منظمه پرچاويو سره ځانونه اماده کړي.

په دوامداره توګه د برېښنا قطع کېدل، په اوکراین کې په میلیونو خلک له رڼا او بخاریو بې برخې کړي دي، په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې له کوټو باندې هوا له صفر څخه ښکته (۳۲ درجې فارنهایت) ته رالوېدلې ده.

کیف: د اوکراینيانو د ستالین د وخت عمدي وژنه تکراریږي

د اوکراین پر برېښنايي شبکو د روسي ځواکونو حملو په اوکراینيانو کې د یو اوږده سخت ژمي په اړه او همدارنګه د مهاجرت يوې څپې په اړه پراخه وېره خپره شوې ده. د اوکراين جګړې اوس له لسو میاشتو راهېسې روانه ده.

روسي ځواکونو په ځمکنیو جګړو کې تر يو لړ ماتو وروسته په اکتوبر میاشت کې هوايي حملو ته مخه کړه چې تر ډيره پکې د انرژۍ تاسیسات په نخښه کوي
روسي ځواکونو په ځمکنیو جګړو کې تر يو لړ ماتو وروسته په اکتوبر میاشت کې هوايي حملو ته مخه کړه چې تر ډيره پکې د انرژۍ تاسیسات په نخښه کوي انځور: Gleb Garanish/REUTERS

«د برېښنا نژدې نیمايي تاسیسات تخریب شوي»

وروسته له هغه چې روسي ځواکونه په ځمکنۍ جګړه کې په مختلفو ځایونو کې پاتې راغلل، په اکتوبر میاشت کې يې هوايي حملو ته مخه کړه چې تر ډيره پکې د انرژۍ تاسیسات په نخښه کوي. د اوکراین د انرژۍ خصوصي ادراې (DTEK) د پنجشنبې په ورځ وويل چې په دغو حملو کې تراوسه د برېښنا نژدې نیمايي تاسیسات تخریب شوي دي.

د کيف ښاروال خلکو ته: په کورونو کې مو اوبه او ډوډۍ زیرمه کړئ

په عین وخت کې په لندن کې د آلمان سفیر، میګويل برګر، وړاندوينه کړې چې ښايي په راروانو اوونیو کې له اوکراین څخه په يو ډير لوی شمیر کې خلک آلمان ته مهاجر شي.

هغه د يکشنبې په ورځ سکای نیوز سره په خبرو کې د ژمي په موسم کې د اوکراین د انرژۍ پر زيربناو حملو ته په اشارې وويل چې د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، لا هم په اوکراین کې د ملکیانو په منځ کې د ويرې او وحشت خپرولو ته ادامه ورکوي.

آلمان ته د نورو اوکرایني مهاجرو د راتلو اندېښنه

برګر زیاته کړه: «موږ په دې تړاو ډير اندېښمن یو، ځکه د انرژۍ پر زیربناوو حملې په دې معنی دي چې ښايي په ډير شمیر کې خلک په سړه هوا کې له اوکراینه وتلو ته مجبوره شي. له همدې کبله موږ په راروانو اوونیو کې د اوکرایني مهاجرو د يوې بلې څپې تمه کوو.»

زیلینسکي د اوکراين وګړي سخت ژمي ته چمتو کوي

سفیر زیاته کړه چې هغه د خوشبينۍ داسې دلایل نه ويني چې دغې جګړې ته دې د ديپلوماتيکو ابزارو پر مټ د پای ټکی کېښودل شي.

آلمان خپل د مهاجرو سږنی حد پوره کړی

په برلین کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۲۴مې چې روسېې په اوکراین کې جګړه پيل کړې، د نومبر تر ۳۰مې پورې له اوکراین څخه ۱ میلیون، ۳۳زره او ۹۳۱ کسان آلمان ته داخل شوي دي.

په لندن کې د آلمان سفیر، ميګويل بیرګر، په اوکراین کې د برېښنا له ستونزې سره آلمان ته د نوو اوکرایني مهاجرو د راتلو وړاندوينه کړې ده - د آرشیف انځور
په لندن کې د آلمان سفیر، ميګويل بیرګر، په اوکراین کې د برېښنا له ستونزې سره آلمان ته د نوو اوکرایني مهاجرو د راتلو وړاندوينه کړې ده - د آرشیف انځورانځور: Felix Zahn/photothek/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د دغه وزارت د پناه غوښتنې دفتر د روان کال په لسو میاشتو کې یرغل سره په تړاو د پناه غوښتنې د شاوخوا ۱۸۱ زره او ۶۰۰ درخواستونو ريکارډ ثبت کړی دی. د آلمان د زاکسن ايالات د کورنیو چارو ایالتي وزیر، آرمين شویستر بیا ويلي دي چې هیواد یې د مهاجرو د اخیستلو له اړخه نور خپل حد ته رسېدلی دی.

ویبر: اروپايان دې په ژمي کې د اوکرایني مهاجرو پر وړاندې لا ډير مسئوليت ادا کړي

شویستر د يکشنبې په ورځ د آلمان دې ويلت ورځپاڼې ته وویل: «موږ سږکال د پناه غوښتنې دوه لکه غوښتنلیکونو پر لور روان یو. په قطعي توګه دغه شمیر په وروستۍ قانون جوړونه کې تر ټولو لوړ حد ټاکل شوی دی.»

په اروپا کې د مهاجرت تر ټولو لويه څپه

د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره یو ان اچ سي آر وايي چې د اوکراین جګړه سبب شوې چې په اروپا کې د دوهمې نړيوالې جګړې تر پای وروسته د مهاجرت تر ټولو ستره څپه رامنځ شي. له ۷ میلیونو ډير اوکراينیان نورو اروپایي هیوادونو ته مهاجر شوي او ۶ اعشاریه ۹ میلیونه نور په داخل کې بېځایه شوي دي.

«کيدای سي په ژمي کي ډېر اوکراینیان د يخ قرباني سي»

د ملګرو ملتونو د خوړو او د کرهڼيزو خوراکي موادو اداره وايي چې په مارچ میاشت کې د خوراکي موادو د بېې اینډيکس یو تاريخي حد ته لوړ شوی او په اروپا کې د طبیعي ګازو بېې هم د ريکارډ کچې ته لوړې شوي دي. د ایرو زون کلنۍ انفلاسیون بیا په اکتوبر کې ۱۰ اعشاریه ۶ ته په چټکه توګه لوړ شو چې له ۱۹۹۷ راهیسې تر ټولو لوی اينډیکس دی.

له دې ټولو سره په نړۍ کې د بې ځایه شوو شمیر هم په لومړي ځل له ۱۰۰ میلیونو خلکو څخه اوښتی دی.

mks/bs/(AFP,apd)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل