1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین: په باخموف کې جګړه ډېره شدیده ده

۱۴۰۱ اسفند ۹, سه‌شنبه

اوکراین ویلي دي چې روسي ځواکونو د دغه هیواد په ختیځ کې د باخموف ښار په شاوخوا کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په وینا، د باخموف په جګړه کې د اوکراین د مدافعینو وضعیت ورځ تر بلې سختيږي.

https://p.dw.com/p/4O586
آرشیف: اوکراین کي د جګړو له امله ویجاړه شوې ودانۍ
آرشیف: اوکراین کي د جګړو له امله ویجاړه شوې ودانۍانځور: Dimitar Dilkoff/AFP/Getty Images

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار د دوشنبې په شپه وویل، چې روسیه په باخموف کې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې "د ماتې او بشپړې ویجاړۍ تاکتیکونه" تعقیبوي. هغې وویل چې اوکراینیان باید د هغه دښمن پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي چې شمیر یې لوړ دی.

هاخوا زیلنسکي په خپله شپنۍ ویډیوېې وینا کې وویل: "وضعیت د باخموف اړخ ته ډیر ستونزمن کیږي." له دې څرګندونو وروسته، هغه د الوتکو ضد دفاعي سیسټم او د جنګي الوتکې په شمول د نورو وسلو غوښتنه وکړه.

اړونده موضوع:«له اروپا سره به د روسیې جګړه یوه لسیزه دوام وکړي»

اوکراین له څه باندې یوه کال راهیسې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې له ځانه دفاع کوي او نن سه شنبه د دغې جګړې له پیله ۳۷۰ ورځې تېرې شوې دي.

کېف په دې جګړه کې ډیر مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی. په دې وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مالیې وزیره جنټ یلان کېف ته د سفر پر مهال له دغه هيواد سره د اقتصادي مرستو ژمنه وکړه. همدارنګه سپینې ماڼۍ ویلي دي چې په روانه اونۍ کې واشنګټن ته د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د سفر د اجنډا په سر کې به د اوکراین جګړه وي.

په باخموف کې د مایوسۍ وضعیت

زیلنسکي په باخموف کې د جګړې په اړه وویل: «دښمن تل هر هغه څه له منځه وړي چې زموږ د مواضعو په دفاع کې مرسته کوي.» هغه اوکرایني پوځیان چې له څه باندې یوه کال راهیسې د دونباس په سیمه کې د دې ښار دفاع کوي اصلي اتلان وبلل.

د اوکراین پوځ د باخموف په جګړه کې دفاع کوي تر څو د امکان تر حده د روسي سرتیرو د پرمختګ مخه ونیسي او دوی ته مرګ ژوبله واړوي. له دې سره سره روسي پوځیان نه یواځې د دغه ښار په ختیځ کې بریدونه کوي، بلکې د دغه ښار په شمال او جنوب کې هم په بریدونو بوخت دي او اوکرایني ځواکونه د احتمالي شاتګ له پاره یواځي یوه خلاصه لاره لري.

په باخموف کې د عادي عسکرو تر څنګ، روسیه د واګنر په نامه ډلې اجیران هم کاروي او غواړي د اوکراین ځواکونه وځپي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پر ټلګرام لیکلي چې د دښمن پوځ د خپلو تعرضي فعالیتونو زور لا زیاتوي.

آرشیف: اوکرایني سر تیري
آرشیف: اوکرایني سر تیريانځور: Anatolii Stepanov/AFP/Getty Images

هغې وويل چې له زياتو زيانونو سره سره د دښمن د ځواکونو شمير ډیر دى. دا معلومات په خپلواکه توګه نشي تایید کیدی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز په دونباس سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د روسیې د بریدونو زیاتوالی تایید کړ. د دوشنبې د ورځې د حالاتو په رپوټ کې هغه د دغه هيواد په ختیځ کې د کوپیانسک، لیمان، اودییفکا او ووهلدار یادونه کړې ده.

اړونده موضوع:گوتيرش د اټومي کړکېچ له زياتوالي څخه خبرداري ورکوي

 په اودییفکا باندې بریدونه، چې دونیڅک ته نږدې موقعیت لري، او په ووهلدار کې، احتمالآ په شا وتمبول شي. تر دې مخکې د روسیې د دفاع وزارت په دونیڅک کې د توپچي او هوايي بریدونو د زیاتوالي خبر ورکړی و.

له اوکراین سره د مرستو ژمنه

د امریکا د مالې وزیري جنټ یلن کېف ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې له زیلنسکي سره وکتل او هغه ته یې د امریکا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ. هغې له اوکراین سره د ۱،۲ میلیارده ډالرو اقتصادي مرستو د لومړۍ برخې د استولو اعلان وکړ.

امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې سږ کال اوکراین ته لس ميلیارده ډالر ورکړي. واشنګټن په ۲۰۲۲م کال کې اوکراین ته ۱۳ میلیارده ډالر ورکړي ول، خو په پوځي ملاتړ کې دا مرستې شاملې نه دي.

اړونده موضوع: پوتین د روسېې د اټومي وسلو د تقوېې ګواښ وکړ

زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو ستاینه وکړه. د اوکراين د بوديجې تر نيمايي زیاته برخه بهرنۍ مرسته ده.

امریکا متحده ایالتو د سعودي عربستان د هغه مرستو هرکلی وکړ چې کېف ته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال د ۴۰۰ میلیون ډالرو ژمنه کړې وه.