1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: د روسیې د فلتریشن سیستم تیارې ته څراغ اچول

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

اختطافونه، ځوریدني، تحقیقات او بندیگرت: د بشري حقونو سازمان په اوکراین کي د روسانو له خوا نیول سوو سیمو کي له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله له څه د پاسه ۱۰۰ عیني شاهدانو د سترگو لیدلی حال ثبت کړی دی.

https://p.dw.com/p/4GJrN
Krim Einmarsch Russland Ukraine Soldaten Z Symbol
انځور: Sergei Malgavko/TASS/dpa/picture alliance

دا په اوکراین کي د روسانو له خوا اشغال سوو سیمو کي د وحشت، پر خپل سر د مهاجرو د زنداني کولو او خراب بشري حالت اسناد او شواهد دي: د بشري حقونو د څار سازمان ۱۱۷ هغه عیني شاهدان پوښتلي دي چي د هغوی زېاتره یې مجبور سوي چي د اوکراين په ختیځ کي د امنیتي ادارو او د هغوی د متحدینو له خوا په اصطلاح » فلتري پروسې« څخه تیر سي.

په تیره بیا پس له هغه چي د روسيې پوځ د کال په سر کي د اوکراین جنوب او د ماریوپل ښار تر خپلي ولکې لاندي راوستی، له جگړې څخه په زرو تښتیدلي کسان په ورځو ورځو بندیان وساتل سول. تر نن ورځي پوري له نوموړي کسانو څخه په ساعتونو تحقیقات کیږي، تر څو له هغو څخه اوکرایني سرتیري په اصطلاح فلتر یا جلا کړي.

د نوموړي سازمان په رپوټ کي راغلي: د دغه کار له پاره امنیتي کسان د هغوی بایومتریک ارقام لکه د گوتي نښي او د یوه کس د مخ او بغل بایومتریک عکسونه ثبتوي.

Ukraine | Mariupol - umkänpftes Stahlwerk
په ماریوپول کي د جگړې ویجاړۍانځور: Peter Kovalev/TASS]/dpa/picture alliance

د پناه غوښتونکو له سمارت تیلیفونو څخه ارتباطات کاپي کیږي، د هغوی شخصي خبري او ټکسټونه د ټولنیزو شبکو په کانالونو کي لیدل کیږي. د دغه سازمان په رپوټ کي عیني شاهدان کله ناکله د کمپونو او د پیښو ځایونه په دوه اړخیز ډول تائیدوي، حتی که هغوی د اخراج پر وخت یو بل هیڅ نه دي لیدلي، دا په دې معنی چي د هغوی مرکې ریښتیني او ډیر پر حقیقت ولاړي دي.

په ساعتونو تحقیقات

د هیومن رایتس واچ سازمان پلټونکو دغه مرکې د مارچ مياشتي د ۲۲ او جون تر ۲۸ مي پوري، تر یو ځایه د تلیفون له لاري کړي دي. ځیني دغه مهاجر د روسیې له لاري ناروې، جرمني او نورو لوېدیځو هیوادو ته تللی دي.

پر ماریوپل باندي د جگړې پر وخت له پوښتل سوو کسانو څخه ۸۷ یې وتوانیدل د روسیې له څو نظامي پوستو څخه تیر او ځانونه د اوکراین په جنوب کي زاپروږيا ښار ته نیژدې وژغوري. خو ډیری کسان له دغي لاري څخه محروم سول.

آیا په خيرسون کي د روسیې مقاومت مات سوی؟

د دغه سازمان په خبره د کیف حکومت متیقن دی چي یو اشاریه ۲ میلیونه اتباع تر یو حده په جبري توگه روسیې ته بیول سوي دي، خو ځیني یې په داوطلبانه ډول او دا ځکه چي هغوی بل انتخاب نه درلود. د هغوی نیول کیدل او په اصطلاح فلتر کیدل لاهم د جگړې څخه د ډیریو خلکو د تیښتي پیل دی. دا کار د ژنیو د بشري حقونو د کنوانسیون څخه سرغړونه بلل کیږي.

۱۰ ورځي په کتار کي دریدل

د ماریوپل په جنوب میلیکینه سیمي یوه عیني شاهده وايي چي څنگه د اپریل مياشتي په نیمايي کي له خپل مېړه سره یوځای لومړی په پښو له خپله کوره وتلې ده. هغې تر مانوش پوري مزل وکړ، چیري چي د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا ونیول سوه. نوموړې باید هلته د لسو ورځو له پاره په وار وار سره د نوو پوښتنو گرویږنو له پاره تیاری نیولی وای. د هغې په خبره په اصل کی باید سړی ټوله ورځ په کتار کی دریدلی وای او کله چي د شپې بندیز سوی وای بیا نو سړی خپلي اقامتگاه ته تلای سوای.

د ماریوپل یو اوسېدونکی وايي چي هغه څنگه مخکي له تحقیقاتو د خپل ښار له نورو لسونو کسان سره دوې په یوه مکتب کي تر سختو شرایطو لاندي بندي سوی وو. د هغه په خبره هغوی ځانونه د برمته سوو کسانو په توگه احساسول.

د روسيې پوځي تمرينونه؛ څوک پکښې ګډون کوي او ولي؟

په حقیقت کي د فلتریشن ۲۱ لاگرونه

د اگست مياشتي له پای راهیسي لا د امریکا متحده ایالاتو د ییل پوهنتون له خوا د «فلتریشن سیستم» تحلیل عام سوی دی. د هیومن رایتس واچ د رپوټ برعکس دغه تحلیلگران د "دونيڅک په سیمه کې د روسیې د توقیف د اقداماتو نقشه کولو" تر عنوان لاندي د هغو سرچینو پر بڼسټ کارکوي چي په عام ډول موجود دي، لکه پیغامونه او ټولنیزي رسنۍ، خبري چینلونه، ویډیو گاني او د دغو کمپونو د سټلایت عکسونه. امریکايي شنونکي د ۲۱ دا ډول لاگرونو یادونه کوي.

Ukraine, Donezk | Eine Frau geht an einer zerstörten Schule vorbei
یوه ښځه د اوکراین په دونیتسک کي له یوه ویجاړ سوي ښوونځي څخه تیریږيانځور: Kostiantyn Liberov/AP/dpa/picture alliance

شنونکي دغه لاگرونه پر څلورو کټگوریو ویشي: د »نوم ثبتولو« ځای، هغه ځای چي مهاجر په جبري ډول تر پوښتنو گرویږنو پوري ساتل کیږي، د دوباره تحقیقاتو له پاره مرکز او د بندیانو کمپ.

د نوموړي رپوټ په حواله له دغو ځایونو څخه راخلاص سوو کسانو په ځینو ځانگړو پیښو کي له برقي ډنډو څخه د استعمال، د بندیانو منزوي کول او جسمي شکنجو په هکله هم څرگندوني کړي دي.

سربیره پردې ډېر بندیان تر نن ورځي پوري لادرکه دي. په دینهاگ کي د ورکو سوو کسانو له پاره نړیوال کمېسیون په حواله د اوکراین پولیسو تراوسه پوري د لادرکه کسانو ۳۲ زره پیښي ثبت کړي دي. تر نن ورځي پوري ۱۴ زره ۵۰۰ کسان ورک دي، خو دا شمیره نه یوازي د بندیانو، بلکي پر ټول هیواد دلالت کوي. خو د دوامداره جنگونو له امله دغه شمیر ښايي تر دې هم لوړ سي.

GP/NZ/DW Online