1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین ته د جنگي جت د ورکولو په اړه دبریتانیا او هالند طرحه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

بریتانیا او هالند، اوکراین ته د جنگي جيټ الوتکو د ورکولو له پاره د "نړیوال ائتلاف" د جوړولو د طرحې په حال کي دي. د ناټو هیوادونه د دغه گام مخالفت کوي. آلمان، فرانسې او امریکا په ښکاره ډول خپل مخالفت څرگند کړی دی.

https://p.dw.com/p/4RUbS
Polen | Kampfjet F-16
انځور: Lukasz Glowala/File Photo/REUTERS

آیا اوکراین به له لوېدیځ څخه جنگي جيټ عصري الوتکي ترلاسه کړي؟ بریتانیا او هالنډ د ناټو پر هیوادونو د لازیات فشار راوستلو په حال کي دي. د بریتانیا او هالنډ لومړي وزيران ریشي سوناک او مارک روته، کیف ته د اف ـ ۱۶ الوتکو د استولو غوښتونکي دي.

بریتانیا او هالنډ غواړي د اوکراین د جنگي جيټ الوتکو د تأمینولو له پاره یو "نړیوال ائتلاف" جوړ کړي. دغه خبر د بریتانیا د حکومت د کړۍ په حواله د فرانسې خبري آژانس او گاردین ورځپاڼي خپور کړی دی.

په لندن کي د حکومت ویاند د سې شنبې په ماښام وویل چي د بریتانیا لومړی وزير ریشي سوناک او د هالنډ لومړي وزیر مارک روته، د آیسلنډ په پایتخت ریکجاویک کي د اروپا شورا د ناستي په څنډه کي  د دغه ډول یوه اقدام په هکله تفاهم کړی دی.

اوکراین وايي د روسي کينژال توغندي او ډرون ېې راغورځولي

د دواړو هیوادونو مشران په دې باور دي چي اوکراین باید اف ـ۱۶ ډوله جنگي جيټ الوتکی ترلاسه کړي او همدارنگه د زده کړي په برخه کي یې ملاتړ وسي. دغه خبر تراوسه د هالندي چارواکو له خوا د سې شنبې په ماښام نه دی تائید سوی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په تیرو څو ورځو کي ایټالیا، آلمان، فرانسې او بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کي د نوو پوځي مرستو او د "جنگي جيټ الوتکو د ائتلاف" د جوړیدو له پاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده. زیلنسکي د دوشنبې په ورځ له سوناک سره ترلیدني وروسته دغې موضوع ته خوشبین وو.

د دې طرحی هرکلی کړی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د سې شنبې په ماښام د جنگي جيټ الوتکو په موضوع کي د نوو تحریکاتو هرکلی کړی دی. زیلنسکي د شپې له خوا په خپله ویډیويي وینا کي، اروپا ته د خپل سفر د نتایجو په هکله رپوټ ورکړ او ويې ویل: «پرون مو په بریتانیا کي له صدراعظم ریشي سوناک سره تفاهم وکړ چي د جنگي جيټ الوتکو او پیلوټانو د زده کړو او د هغو د نتایجو په هکله پر یوه ائتلاف کار وکړو.»

زیلنسکي زیاته کړه: «پرون د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او نن د هالند لومړي وزير مارک روته د دې موضوع ملاتړ وکړ. د ائتلاف له پاره یو ښه پیل! زه له تاسو ټولو څخه مننه کوم»!

جان کربي: روسیې له ایرانه ۴۰۰ ځانمرګي ډرون پېرلي

تراوسه پوري د ناټو غړو هیوادونو د عصري لویدیځو جنگي الوتکو د سپارلو په هکله د کیف له غوښتني سره له موافقې ډډه کړې ده.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د فرانسې جمهور رئیس امانویل ماکرون او د ایټالیا لومړۍ وزيره جورجیا ملوني هم د آیسلنډ د ناستي گډون کوونکي دي. په پام کي ده چي زیلنسکي به هم د ویدیو له لاري په دغه غونډه کي گډون وکړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د دوشنبې په ورځ وویل چي هیواد یې د جنگي الوتکو د پیلوټانو د روزني له پاره آماده دی. ماکرون کیف ته د جنگي الوتکو د ممکنه ورکړې په پام کي نیولو سره له یوه ( تیوریک بحث) څخه خبره وکړه. خو هغه کیف ته د الوتکو د ورکولو خبره رد کړه.

بریتانیا اوکراین ته اضافي توغندي او جنګي ډرون ورکوي

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هم د یکشنبې په ورځ په برلین کي له زیلنسکي سره د لیدني کتني پر مهال، په دې برخه کي خبرو اترو ته لیوالیتا نه ده ښودلې.

نه د آلمان او نه هم د بريتانيا پوځ اف ـ ۱۶ جنگي جيټ الوتکي لري، دغه جنگي جيټ الوتکي د لاکهید مارتین د شرکت له خوا تولیدیږي. اوکراین ته د دغو جيټ الوتکو د ورکولو له پاره لندن او هالند باید د امریکا دولت قانع کړي.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ د دغي پوښتني په جواب کي چي آیا متحده ایالات د اف - ۱۶ الوتکو د ورکولو په هکله خپل دریځ بدل کړی او که نه، په یوه کلمه کي وویل: «نه».

GP/NZ/DW.Online Farsi