1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراين: پاکستان خپل اتباع باسي؛«جګړې سخت زور اخيستی»

۱۴۰۰ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

پاکستان د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۸مه) پولند ته یوه الوتکه استولې تر څو د اوکراین له جګړې څخه وتلي تر ۳۰۰ ډير پاکستاني اتباع انتقال کړي. د اوکراین جګړې په اړه نور تازه معلومات هم په دغه رپوټ کې لوستلی شئ.

https://p.dw.com/p/489PQ
Evakuierung von pakistanischen Studenten aus der Ukraine
انځور: Pakistan Foreign Office

اوکراین: د ملکيانو ایستل پيل شوي، د مهاجرو شمیر ۲ میلیونه ته نژدې شوی

اوکرايني چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ يې د شمالي ښار سومي او پلازمېنه کيف ته نژدې له ایرپين ښارګوټي څخه د ملکيانو د ايستلو بهیر پیل کړی دی.

د تخلیې پروګرام وروسته له هغې پيل شوی چې روسي او اوکرايني چارواکي د «بشري کوريدورونو» یا بشري امن مسیرو په رامنځ ته کیدو یو توافق ته ورسیدل. دغه توافق د روسي ځواکونو له خوا د یو شمیر محاصره شوو ښارونو او سیمو اوسیدونکو ته د وتلو اجازه ورکوي.

د کیف سيمې والي، اولیکسي کولبا په ځايي وخت د سهار په ۹نیمو بجو رويټرز ته وويل چې تر۱۵۰ ډير کسان ایستل شوي دي او د ایستلو پروسه ادامه لري.

ملکي تلفات

روسيې ځواکونو د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ چې له هغه وخت راهیسې ډير ملکيان په ناامنو سیمو کې بند پاتې دي. مسکو خپل دغه پوځي اقدام ته د «ځانګړي پوځي عمليات» نوم ورکوي.

په ژنيف کې د ملګرو ملتونو سازمان تیره ورځ وويل چې د اوکراين په جګړه کې تر اوسه ۴۰۶ تنه ملکيان وژل شوي چې ۲۷ يې ماشومان دي.

دوه میلیونه اوکرایني مهاجر 

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې مشر، فليپو ګراندي د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه تمه لري چې د اوکراین له جګړې څخه د تيښته په حال کې مهاجرو شمیر په راتلونکو دوو ورځو کې له دوو میلیونو څخه واوړي.

ګراندي په دې اړه په اوسلو کې خبریالانو ته وويل: «زه فکر کوم چې موږ به او یا هم لږ تر لږه تر سبا پورې ووينو چې دغه شمېر له دوو میلیونو څخه واوړي.»

پولند ته له اوکراين څخه ۱،۲ میلیونه مهاجر رسيدلي

د يو بل خبر له مخې نن سه شنبه له اوکراين څخه پولند ته د رسیدلو مهاجرو شمیر شاوخوا ۱ اعشاريه ۲ ميلیونو ته رسیدلی دی.

رويټرز د پولند سرحدي ساتونکو په حواله ليکي چې یوازې پرون دوشنبه ۱۴۱۵۰۰ کسان د اوکراین له سرحده پولند ته داخل شول چې دا شمیر د یکشنبې ورځې په پرتله لږ وو.

دوی وايي د سه شنبې په ورځ، د سهار تر ۷ بجو پورې ۳۵ زره او ۳۰۰ کسان د پولند خاورې ته داخل شوي، چې د دوشنبې ورځ شمیر په پرتله ۱۶ سلنه کم دی.

اسلام آباد

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت وايي چې دغو پاکستاني اتباعو کې اکثریت يې محصلان دي. پاکستان که څه هم پر اوکراین باندې د روسيې یرغل نه دی غندلی، خو وايي جنګ د حل لاره نه ده او د یوه اوربند رامنځ ته کیدو له پاره يې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، د فبروري مياشتي پر ۲۴مه په کریملین د روسيې له ولسمشر، لاديمیر پوتین سره ولیدل. روسيې تر دغې کتنې یوازې یو ساعت وروسته د اوکراین خاورې ته ټانګونه واستول او پر دغه هیواد کې ېې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

پاکستان تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې پر اوکراین باندې د روسيې یرغل ته د غندلو رایه ورنه کړه.

لويديځو ديپلوماتانو د پاکستان پر دغه دريځ نیوکه وکړه خو خان يې په غبرګون کې ويلي دي چې پاکستان د چا غلام نه دی چې هر څه يې زړه وغواړي هغه وکړي.

په اوکراین کې د بمباريو ادامه

اوکرايني چارواکي وايي چې د روسېې جنګي الوتکو د تیرې شپې په جریان کې د اوکراین شرقي ښارونه بمبار کړي دي. زیاته شوې چې پلازمېنه کیف ته په څيرمه سیمو باندې هم سختې ګولۍ وار شوي دي.

Ukraine-Konflikt | Evakuierung von Zivilisten | Stadt Irpin in der Nähe von Kiew
اوکراین؛ له جنګي سیمې خلک په بد وضعیت کې د تيښتې په حال کې دیانځور: Andrea Filigheddu/NurPhoto/picture alliance

په سومي او اوختیرکا سیمه کې يوه ځايي مشر، ديميتري ژیوتسکي وويل چې د هستوګنې پر ساختمانونو بمونه غورځول شوي او یو بريښناکوټ هم تخریب شوی دی. هغه وویل چې په دغو بمباريو کې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې خو د هغو شمیر يې ونه ښود.

د اوکراين په څلورو ښارونو کې موقتي اروبند ته هيلې

زیاته شوې ده چې د کیف په لوېديځ کې د ژیتومیر په نوم د تيلو پر يوه ډيپو او په ګاونډ کې يې پر چرنیاخیف ښارګوټي هم بمونه غورځول شوي دي.

ښاروال اناتول فیدورک، رپوټ ورکړی چې کیف ته څيرمه د بوخا په نوم کلي کې درنې وسلې کارول شوي چې سخته مرګ ژوبله يې اړولې ده. ښاروال وويل: «موږ حتی نه شو کولی مړي راټول کړو، ځکه د درنو وسلو انداختونه شپه او ورځ نه متوقف کیږي.»

فیدروک وويل: «په کوڅو کې پرتو جسدونو څخه سپیان راتاو وي. دا یو وحشت دی.»

د اوکراین حکومت د بشري کوریدورونو یا د امن لارو د خلاصولو غوښتنه کوي تر څو په سومي، ژیتومير، خارکیف، ماريوپل ښارونو او کیف ته څيرمه د بوخا په ګډون کلیو کې بند پاتې شوي خلک په خوندي توګه ووځي.

د اوکراین په لوېديځ کې د لرې پروت ښار، لویف، ښاروال وايي چې دغه ښار ته له جګړې څخه په لسونو زره تښتیدلو خلکو پناه وروړې او دوی هغوی ته د غذا او سرپناه برابرو له پاره مبارزه کوي.

له روسيې څخه د آلمان د موټر جوړولو شرکتونو وتل

د لویف ښاروال اندري سادووي وويل: «موږ واقعاً مرستې ته اړتیا لرو.«

Südkorea Seoul | Nissan Serviczentrum
نیسان غواړي په روسیه کې خپل تولیدات ودرويانځور: YNA/dpa/picture alliance

لویف ته تر ۲۰۰ زرو ډېر داخلي بيځایه شوي ورغلي دي. دغه خلک اوس د لویف ښار په سپورټي لوبغالو، ښوونځيو، روغتونونو او د کلیساو په ساختمانونو کې ځای پر ځای شوي دي.

لویف تاريخي ښار یو وخت د سیلانیان له پاره يو د مقصد ځای وو. تر جګړې د مخه د دغه ښار نفوس ۷۰۰ زره وو.

د اوکراین د جګړې اثرات

نیسان په روسيه کې خپل فعالیت دروي. د موټرو د تولید جاپانی شرکت، نیسان، پلان لري چې د «لوژستيکی ستونزو» له کبله په روسیه کې د خپلې فابریکې تولیدات متوقف کړي. د «نیسان موتور کو» شرکت په دې اړه مشخص معلومات نه دي خپاره کړي، خو د سه شنبې په ورځ يې وويل چې خپل تولیدات به «ژر» متوقف کړي.

په سن پيترزبورګ کې د نیسان فابريکې تیرکال، ۴۵۰۰۰ موټر تولید کړي وو چې په هغو کې «ایکس-ترائيل» ماډل سپورتي موټر هم شامل دي.

نیسان چې مرکزي دفتر يې د جاپان په یوکوهاما کې دی، ویلي دي چې د دوی د پرسونل خونديتوب ورته لومړيتوب لري. نیسان تر دې وړاندې روسیې ته خپل واردات هم درولي دي.