1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراين په څلورو ښارونو کې موقتي اروبند ته هيلې

۱۴۰۰ اسفند ۱۶, دوشنبه

اعلان شوې ده چې په کیف، خارکیف، ماريوپل او سومي ښارونو کې اوربند رامنځ ته شي تر څو خلک د امنو مسیرونو له لارې دغه ښارونه ترک کړي. زيلنسکي خلک يو ځل بیا مقاومت ته رابللي او پر روسيې يې د تحریمونو د پراخولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/486wk
Ukraine | Kriegsgeschehen in Zhytomyr
انځور: Viacheslav Ratynskyi/REUTERS

ظاهراً په پام کې ده چې په کیف او د اوکراین په درو نورو ښارونو کې نن دوشنبه اوربند رامنځ ته شي تر څو خلک وشي کړی امن سیمو ته ځانونه ورسوي.

د روسيې دفاع وزارت د اوکراین په پلازمېنه کیف او په شمال کې خارکيف، ماريوپل او سومي ښارونو کې د څو ساعته اوربند خبر ورکړی دی تر څو د دغو ښارونو اوسیدونکي وشي کړای د امن کریدورنو له لارې له دغو ښارونو ووځي.

د روسيې د دفاع وزارت په خبره، د دغو ښارونو اوسیدونکي کولی شي د اوکراین نورو ښارونو ته ولاړ شي او یا دې اوکراین د روسيې او بيلاروس په مقصد ترک کړي.

روسېي د څلورو ښارونو څخه د وتلو مسیرونه هم ښودلي دي. د بيلګې په توګه، د کيف اوسیدونکي روسيې ته د سفر له پاره لومړی باید د بيلاروس ګومل ښار ته ولاړ شي او بیا له هغه ځایه روسيې ته پرواز وکړي. د ماريوپل ښار ملکيان په پام کې ده چې د روسيې سويلي ښار روستوف ته انتقال شي. د سومي ښار اوسيدونکي باید د اوکراین په مرکز، پولتاوا ښار کې موقتی هستوګنځي پيدا کړي.

روسيې ويلي دي چې نړیوال مرستندوي سازمانونه ېې په جریان کې اچولي دي. خبري آژانسونه د روسيې د همغږۍ مرکز له قوله وايي چې د تخليې پروګرام د پوځي بې پيلوټه الوتکو له خوا څارل کيږي. د اوربند توافق تر اوسه د اوکرايني له لوري نه دی تائيد شوي.

د اوونۍ په پای کې (شبنه او يکشبنه) د ماريوپل ښار د تخلیې له پاره دوه هڅې د جګړې له کبله له ناکامۍ سره مخ شوې.

Ukraine | Krieg | Menschen fliehen aus Irpin
د روسيې دفاع وزارت د یو څو ساعته اروبند څخه خبر ورکړی تر څو خلک امن ځایونو ته ووځيانځور: Diego Herrera/EUROPA PRESS/dpa/picture alliance

د روسي پوځ د اوکراين پر پلازمېنه کيف، یوه ستر يرغل ته تیاری نیسي.

رپوټونه وايي چې روسي ټاګونه او پوځي موټر له درو خواو کیف ښار ته د نژدې کېدو په حال کې دي. د اوکراين پوځ د چارواکو په خبره، روسي ځواکونه همدا ډول د شرقي ښارونو لکه سومي، خارکيف، چرنیهیف او میکولائیف ښارونو د محاصره کولو په موخه د پرمختګ په حال کې دي.

د اوکراین خارجه وزیر، دمیترو کولبا، ويلي دي چې اوکرايني ځواکونه توانیدلي چې د دغه هیواد د متحدینو له خوا د مرسته شوو تسلیحاتو څخه په استفادې، ګڼ شمیر روسي زره دار وسایط او نور پوځي تجهیزات له منځه ويسي. د اوکرايني ځواکونو په خبره دوی د روسېې درې جنګي الوتکې هم ويشتلي دي. امریکا او آلمان اوکراین ته د ټانګ ضد او دافع هوا توغندي ورکړي دي.

له دې باوجود، کولبا وویل چې هیواد يې لا ډير پوځي ملاتړ ته اړتیا لري، د بیلګې په توګه جنګي جیت الوتکو ته.

پر لويديځ د زيلنسکي نیوکه

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیز زيلنسکي د غربي هيوادونو او حکومتو پر مشرانو د لازم غبرګون نه ښودلو په دليل نیوکه کړې او له هغوی يې غوښتلي دي چې روسيه باندې تحریمونه پراخ کړي. زیلنسکي وويل: «د یرغلګر [روسيې] جسارت لويديځ ته روښانه مثال دی، چې پر روسیه لګول شوي تحریمونه کافي نه دي.»

روسيې پر ماريوپل حملې شديدي کړي

Ukraine | Präsident Zelenskyy während einer Pressekonferenz
د اوکراين ولسمشر له لويديځو هیوادونو او رهبرانو غوښتي چې روسيه باندې تحریمونه پراخ کړيانځور: Sergei Supinsky/AFP/Getty Images

روسيې د اوکراین پر ماريوپول بندري ښار د توغنديو بريدونو او بمباريو ته زور ورکړی دی. د ماریوپل ښاروال، وادیم بويچنکو د اوکراين په تلویزیون کې وويل: «ښار د محاصرې په زښته ډير خطرناک وضعیت کې قرار لري. د هستوګنې ځایونه تل د هوايي حملو لاندې نیول کيږي.» د رپوټونو پر اساس، په زرونو ماشومان او زاړه خلک بریالي شوي نه دي چې په ټاکل شوو دوو ورځو کې ځانونه له ماريوپل څخه وباسی. د ښاروال په خبره روسيه هغه ځایونه چې خلک پکې راټول شوي دي بمباري کوي. دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د یو اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره هلې ځلې ادامه لري. د رپوټونو پر اساس، تیره ورځ د ترکيې او فرانسې ولسمشرانو په دې اړه له ولادیمیر پوتين سره پر ټيلفون خبرې کړې وي.

له خطر سره مخ آلماني شرکتونه

د آلمان د مالیې وزير، کریستین ليندنر ويلي دي چې هغه غواړي د هغو آلماني شرکتونو مالي ملاتړ وکړي چې د روسيې د تحریمونو په نتيجه کې د مفلسۍ په معرض کې واقع شوي دي. هغه وويل د هغه شرکتونو له پاره چې د هغوی موجودیت په خطر کې دی، هدفمند کمکونه په نظر کې نیول شوي دي.

لندنر په عین حال کې ټينګار وکړ چې د دغه ملاتړ په چوکاټ کې به د شرکتونو د له لاسه وتلي سود جبران شتون ونه لري. روسیه د سوداګرۍ په برخه کې د آلمان د ۱۵ مهمو شریکانو له ډلې يو دی. تير کال د آلمان د ټول خارجي تجارت ۲،۳ برخه له روسېې سره وه.

ټيک ټاک په روسيه کې خپل فعالیت محدودوي

Fußball Bundesliga 1. FC Köln - TSG 1899 Hoffenheim | Protest gegen Ukraine-Krieg
رپوټونه وايي په روسیه کې تر اوسه د اوکراين جګړې خلاف په زرونو مظاهره کونکي نیول شوي ديانځور: Rolf Vennenbernd/dpa/picture alliance

چينایي ټولنیزه شبکه، Tiktok په روسیه کې خپل فعالیت محدودوي. په روسیه کې د دغې شبکې کاروونکي نور نه شي کولی د دغې شبکې له لارې په ژوندۍ بڼه څه شي خپاره او یا يې د ويډیو پلتفورم له لارې نوي معلومات آپلوډ کړي.

ټيک ټاک د دغه اقدام علت، د روسیې نوي قوانين ښودلي دي. د روسيې حکومت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد وسله والو ځواکونو په اړه د «غلطو معلوماتو» خپرونکي کیدای شي له درنو جريمو او د زندان له مجازاتو سره مخ شي. په دې لړ کې د آلمان دوو تلويزیوني چينلونو ZDF و ARD، د آلمان راډيو، بي بي سي، او سي ان ان شبکو په روسیه کې خپل دفترونه تړلي او نورو هیوادونو ته يې انتقال کړي دي.

په روسيه کې ۴۶۴۰ مظاهره کوونکي نيول شوي

په زرونو خلکو د يکشنبې په ورځ د روسيې په مختلفو ښارونو کې پر اوکراین د دغه هیواد د حملې سره په غبرګون کې اعتراضونه وکړل. دوی «جنګ ته نه» په شعار سره واټونو ته راووتل. د سي ان ان شبکې د رپوټ له مخې، د يکشنبې ورځې په اعتراضونو کې ۴۶۴۰ کسان نیول شوي دي. رپوټ زیاتوي له هغه وخته چې روسيې پر اوکراین حمله کړې، روسيې د دغه اقدام سره د مخالفت په تړاو ۱۳ زره کسان نيولي دي.

د روسېې حکومتي خبري آژانس، تاس، ويلي دي چې په سن پيترزبورګ کې ۱۵۰۰ کسانو مظاهرې کړي چې ۷۵۰ تنه يې نيول شوی دي.

دویچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.