1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

امریکا: د ميزل د جسد پاتې شوي په افغانستان کې کشف شوې

۱۴۰۲ بهمن ۶, جمعه

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره (FBI) وايي چې په افغانستان کې د يوې وژل شوې مرستندويې د جسد پاته شوي ېې ۱۵ کاله وروسته کشف او د هغې کورنۍ ته سپارلي دي. سيدني ميزل په ۲۰۰۸م کال کې برمته او وژل شوې وه.

https://p.dw.com/p/4bh8w
Logo des FBI
انځور: Gemeinfrei

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، سيدني ميزل د آسیا کليوالي ژوند د پراختیا په نوم یوې وړې ان جې او کې کار کاوه. نوموړې له خپل موټرچلونکي سره داسې وخت چې کار ته پر لار وه، برمته شوې وه.

اف بي آي روانه اوونۍ په یوه اعلاميه کې وويل: «د بشري مرستو یوه کارکوونکې، سيدني میزل، په ۲۰۰۸م کال په افغانستان کې برمته او وژل شوې وه. د سيدني د جسد پاتې شونې تېرکال وروسته له ۱۵ کلونو کشف او د هغې کورنۍ ته وسپارل شوې.»

یادې امريکايي ادارې زیاته کړې: «مهمه نه ده چې څومره وخت تېر شوی دی. اف بي آی او په (Hostage Recovery Fusion Cell) کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت همکارانو د قربانيانو او د هغوی د کورنيو په استازيتوب د ټولو يرغمل شوو امريکايانو د موندنې او د هغو کورنيو د ملاتړ له پاره کار کوي چې خپل عزیزان ېې ورک یا نیول شوي.»

د مېرمن سيدني میزل د جسد پاتې شونې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواوو تر وتلو وروسته کشف شوي دي، خو دا چې د امریکا تر وتلو وروسته دغه هڅې څنګه بريالۍ شوي، په هکله ېې وضاحت ورکړل شوی نه دی.

په افغانستان کې د امریکا او د متحدينو قواوې ېې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه ووتې او ورسره جوخت د غرب په ملاتړ افغان حکومت هم ړنګ شو او پر افغانستان طالبان واکمن شول چې شاوخوا شل کاله ېې د افغانستان پخواني حکومت او بهرنیو قواو پر ضد جګړه کوله.

هغه وخت د کابل له هوايي ډګره بهرنيو قواوو سره په الوتکو کې له ۱۲۰زرو ډېر افغانان هم بهر ته وایستل شول چې اکثره ېې د بهرنيو قواوو محلي همکاران او د هغوی د کورنيو غړي دي. ډېری دغه افغانان امريکا او اروپا ته انتقال شول.

 (AFP) mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل