1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مزار شريف کې يوه قابله په مرموز ډول وژل شوې

۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبه

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې يوه ځوانه قابله لومړی برمته شوې او بيا په مرموز ډول وژل شوې ده. دا د مرموزو وژنو د لړۍ يوه بله پېښه ده چې د طالبانو د بيا واکمنېدو راهيسې دغه ډول پېښې زياتې شوې دي.

https://p.dw.com/p/49ORA
Flash-Galerie Das Neujahrsfest in Mazar-e-Sharif.und in Herat
انځور: DW

دغه قابله نفيسه بلخي نومېده چې د جمعې په ورځ خپل کارځای ته بلل شوې، خو بېرته خپل کور ته نه ده ستنه شوې. دغه خبره ځايي رسنيو د هغې د کورنۍ په حواله کړې ده. د هغې مړی بیا وروسته د شنبې په سهار د دغه ښار په روغتون کې وموندل شو.

د ځوانې ښځې د دغې وژنې تر شا د طالبانو د يوه چارواکي په قول »ناموسي« لاملونه موجود دي. په دغسې مواردو کې معمولاً د کورنۍ کوم غړی د پت په نوم يوه ښځه وژني چې ګويا کورنۍ ته يې شرم اړولی دی. د بلخ ولايت د پوليسو وياند، محمد اصف وزيري، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د دغې ښځې او د يوه نارينه مړي د پوليسو په اوومه ناحيه کې موندل شوي ول. 

پوليسو دا هم وويل چې د نارينه کورنۍ هم د ده د لادرکۍ راپور ورکړی دی. په بلخ ولایت کې تر دې وړاندې هم یو شمیر نورې میرمنې په مرموز ډول وژل شوې وې.

د وزيري په خبره د قربانيانو کورنۍ تر څارنې لاندې دي او پلټنې به هم د قربانيانو تر ښخولو وروسته پيل شي. مرموزې وژنې، په تېره د ځوانو ښځو وژنې په وروستيو مياشتو کې په ټول افغانستان کې زياتې شوې دي.

د مياشتې په پيل کې هم په مزار شريف کې د دوو ښځو مړي وموندل شول چې په مرموز ډول وژل شوې وې. ورته پېښې تېره مياشت په کابل، کندهار، بادغيس، کاپيسا او غور ولايتونو کې هم شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره د ښځو او نجونو د ژوند وضعيت په ښکاره ډول خراب شوی دی. طالبانو په نجونو او ښځو باندې سخت بنديزونه لګولي دي. په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ريچارد بېنټ په افغانستان کې د بشري وضعيت د خاص خبر ورکوونکي په توګه ګومارلی دی.