1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

امریکا او بریتانيا پر حوثي یاغیانو نوي بريدونه پيل کړي

۱۴۰۲ اسفند ۶, یکشنبه

امریکايي او بریتانوي ځواکونو د شنبې په ورځ د حوثي ياغیانو پر ضد د حملو ېوه نوې لړۍ پيل کړې چې په ترڅ کې ېې په یمن کې د دغې ډلې ۱۸ اهداف په نخښه کړي دي. دا په وروستیو کې د حوثي یاغیانو پر ضد څلورم پوځي عملیات دي.

https://p.dw.com/p/4cr13
Jemen | nach US-geführten Luftangriffen in Sanaa
انځور: Adel Al Khader /REUTERS

په یوه ګډه اعلاميه کې راغلي چې په دغو حملو کې «په مشخصه توګه د یمن په اتو سيمو کې د حوثیانو ۱۸ اهداف په نخښه شوي دي.» په دغو اهدافو کې د نورو ترڅنګ د وسلو د زيرمو او جنګي ډرونونو تاسیسات او د هوايي دفاع، رادار او څرخي الوتکو پورې اړوند سیستمونه شامل دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه اعلاميه د استرالیا، بحرین، دنمارک، کانادا، هالند او نوي زیلاند له خواهم لاسلیک شوې ده. په روانه میاشت کې دا د دغو حملو دوهم پړاو دی او له هغه وخت راهيسې چې حوثیانو په سره بحيره کې پر کشتيو بریدونه پيل کړي، څلورمه لړۍ ده. یاد هېوادونه په سیمه کې له دغو حملو څخه په ناڅرګنده توګه «ملاتړ» کوي.

په اعلاميه کې زیاته شوې: «حوثي یاغیانو د نومبر له نيمايي تر اوسه پر تجارتي او د سمندري ځواکونو پر کشتو څه باندې ۴۵ حملې کړي چې دا نړیوال اقتصاد او همدارنګه د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښونه له ځانه سره لري چې یو نړېوال ځواب ته اړتیا لري.»

ټایفون اف جی آر۴ ډوله جنګي الوتکه چې په یمن کې د حوثيانو د اهدافو تر ویشتلو وروسته په قبرس کې د هوايي ځواکونو اډې ته راستنه شوې - انځور: ۰۴/۰۲/۲۰۲۴
ټایفون اف جی آر۴ ډوله جنګي الوتکه چې په یمن کې د حوثيانو د اهدافو تر ویشتلو وروسته په قبرس کې د هوايي ځواکونو اډې ته راستنه شوې - انځور: ۰۴/۰۲/۲۰۲۴انځور: AS1 Jake Green/AP Photo/picture alliance

د المسيره په نوم تلويزيون چې د حوثيانو له خوا چليږي هم «په پلازمينه صنعا کې د بريدونو له ېوې څپې» څخه خبر ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس وايي د یمن په جنوبي ښار کې چې د یاغیانو په کنټرول کې د دوی خبريال د ګڼو درونو چاودنو غږونه اوريدلي دي.

تر تازه حملو وروسته پنټاګون یا د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزرات هم یوه اعلاميه خپره کړې ده. دفاع وزير لوئيد آستین ويلي دي: «امريکا متحده ایالات به د نړۍ د اوبو په دغه یو تر ټولو مهم تجارتې مسير کې د اړتیا مطابق د انسانانو د ژغورنې او آزاد تګ راتګ څخه د دفاع په خاطر له هېڅ ډول اقدامه دريغ ونکړي.»

په اعلاميه کې زیاته شوې: «موږ به حوثيانو ته د وضاحت ورکړه جاري وساتو چې هغوی به له سختو عواقبو سره مخ شي که چېرته هغوی خپل هغه غیرقانوني بریدونه ونه دروي کوم چې د منځني ختيځ د اقتصاد د زیانمنیدو او چاپيریالي زیانونو سبب ګرځي او یمن او نورو هېوادونو ته د بشري مرستو د لیږد بهیر مختل کوي.»

چارواکي وايي حوثي یاغیانو د نومبر له نيمايي تر اوسه په سره بحيره کې پر تجارتي او د سمندري ځواکونو پر کشتو څه باندې ۴۵ حملې کړي
چارواکي وايي حوثي یاغیانو د نومبر له نيمايي تر اوسه په سره بحيره کې پر تجارتي او د سمندري ځواکونو پر کشتو څه باندې ۴۵ حملې کړيانځور: Indian Navy/AP/dpa/picture alliance

د حوثيانو د پوځ ویاند، یحی سريع، بیا د دغو خبرو پروا نه ده کړې. هغه په یوه اعلامیه کې چې پر ټولنیزې رسنۍ خپره شوې ويلي دي چې د دوی جنګیالي به «د امریکا-بریتانیا د حملو په شدت سره په سرې او عرب بحيرو کې د ټولو متخاصمو اهدافو پر ضد په لا پوځي کیفيت سره مقابله وکړي.»

د بریتانیا دفاع وزارت ويلي دي چې د بریتانیا د سلطني هوايي ځواکونو څلور تايفون (FGR4) ډوله جنګي الوتکو د شنبې په ورځ د صنعا په شمال ختيځ کې «څو ډېر اوږد واټن ویشتونکې ډرونونه چې حوثیان ورڅخه په کشف او حملو کې استفاده کوي» ويشتلي دي.

د شنبې ورځې تازه حملې وروسته له هغې شوي چې روانه اونۍ ګڼې تجارتي کشتۍ په سيمه کې بندې پاتې شوې چې په هغو کې یوه هم روبیمار (The Rubymar) کشتۍ ده چې تر هدف ګرځولو وروسته ېې په سمندر کې تیل خپاره شوي دي. په دغه کشتۍ کې څه باندې ۴۱زره ټنه کیماوي سره بار وه.

د حوثيانو د پوځ ویاند، یحی سريع
د حوثيانو د پوځ ویاند، یحی سريعانځور: XinHua /dpa/picture alliance

حوثي یاغیان چې د ایران ملاتړ لري، په سرې بحېره کې پر کشتیو باندې وروستي بریدونه په غزه کې د حماس ډلې پر ضد د اسرائيلي ځواکونو له حملو سره تړي تر څو اسرائېل اړ شي چې په غزې تړانګه کې خپلې حملې ودروي.

په غزه کې روانه جګړه وروسته له هغې پیل شوې چې د حماس ډلې جنګیاليو د اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل حمله وګړه چې د رپوټونو پر اساس هلته ېې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ېې ووژل او یو شمېر نور ېې يرغمل کړل.

د حماس وسلواله ډله، د نورو هېوادونو سربیره د امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل او اروپايي ټولنې له خوا د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

(AFP)  mks/aa/

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل