1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا افغانانو ته ۳۴ زره د مهاجرت ځانگړې ویزې ورکړي دي

۱۴۰۲ شهریور ۵, یکشنبه

د جو بایډن د جمهوري ریاست تر دوو کلونو په ډیره موده کې شاوخوا ۳۴ زره افغانانو ته د مهاجرت ځانگړې ویزې ورکړل شوي دي. د افغانستان له پاره د امریکا سفارت مسئولین ټینگار کوي چې دا لړۍ به دوام پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/4VcOa
Symbolbild I US-Visum
انځور: picture-alliance/C. Ohde

په کابل کې دامریکا متحده ایالاتو سفارت چې اوسمهال له قطر هیواد څخه فعالیت کوي ویلي دي چې د دغه هیواد د ولسمشر په توگه د جو بایډن د کار پیلولو راهیسې یې تر اوسه پورې نږدې ۳۴ زره زیات د خطر سره مخ افغانانو ته د مهاجرت ځانگړې ویزې (اس آی وي)  ورکړي دي.

د دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۲۵نېټه) ناوخته خپره شوې ده راغلي دي، «مونږ به دا لړۍ جاري وساتو، مونږ یې نه دروو».

د ۲۰۲۱م کال په اگست میاشت کې کله چې طالبانو یو وار بیا په افغانستان کې واک په خپل لاس کې ونیوه، امریکا متحده ایالاتو او د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ټولو غړو هیوادونو لسگونو زره افغانان مختلفو هیوادونو ته تخلیه کړل.

په افغانستان کې د موجودو ستونزو په پام کې نیولو سره اوس هم په زرگونو افغانان په دې هڅه کې دي چې یوه لاره پيدا کړي او له دغه هیواد څخه ووځي.

In Pictures: The Kabul evacuation mission
له کابل څخه د تخلیې په ترڅ کې ډیر شمیر افغانان امریکا او نورو هیوادونو ته انتقال شولانځور: Anna Moneymaker/AFP/Getty Images

په تیرو دوو کلونو کې طالبانو د هرې میاشتې په تیریدو سره په ځانگړي توگه پر ښځو محدودیتونه ډیر کړي دي. په تر ټولو وروستي مورد کې طالبانو ښځې په بامیان ولایت کې د بند امیر ملي پارک ته له ورتگ څخه منع کړي دي.

ډیر شمیر افغانان په سختو شرایطو کې د پاکستان او ایران په څیر گاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي او د امریکا د ویزې په اړه د خپلو غوښتنلیکونو په برخه کې تصمیم نیول کیدو ته په تمه دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شوو رسمي شمیرو له مخې تر ۱۵۲ زره ډیرو افغانانو د واشنگټن ځانگړو مهاجرتي ویزو له پاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

لادرکه شوې افغانه ماشومه په قطر کې له کورنۍ سره یو ځای شوه