1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امريکا: له اسرائيل او اوکراين سره د مرستو لايحه معرفي شوه

۱۴۰۲ بهمن ۱۶, دوشنبه

دا وړاندیز کيدای شي د امريکا د ولسمشر له پاره يوه ډېره ښه موقع وي چې له اوکراين سره د جګړې په ترڅ کې تازه مرسته هم وکړي. خو د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له کبله د دې لايحې راتلونکی ډاډمن نه دی.

https://p.dw.com/p/4c3Py
د امريکا کانګرس ودانۍ
د امريکا کانګرس ودانۍانځور: J. Scott Applewhite/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو سناتورانو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د فيبرورۍ ۴) د ۱۱۸ ميليارډو ډالرو مرستو يوه لايحه اعلان کړه چې موخه یې د سرحدونو امنيت خوندي کول او همدا راز له اسرائيل او اوکراين سره لا زياته مرسته ده.

خو دا لايحه د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو د مخالفت له کبله له ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ ده.

دا قانوني بسته څه نا څه ۲۰ ميليارډ ډالر د امريکا د سرحدونو د امنيتي اقداماتو، ۶۰ میليارډ د اوکراين او ۱۴،۱ میليارډ د اسرائيل د امنيتي ملاتړ له پاره په نظر کې لري.

په دې وړاندیز کې لس ميليارډه ډالر په غزې تړانګه، لوېديځه غاړه اوکراين کې د بشري مرستو له پاره هم په نظر کې نيول شوي دي.

دامريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايډن، ويلي دي چې له دې لايحې په کلکه ملاتړ کوي. نوموړي په يوه اعلاميه کې ويلي: «موږ اوس د ملي امنيت د یوې معاملې پر سر يوه دوه حزبي توافق ته رسېدلي يو چې د څو لسیزو تر ټولو سخت او منصافه اصلاحات پکې شامل دي.»

د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو مخالفت

د پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نومانددونالد ترمپ، او د جمهوري غوښتونکي ګوند نورو بانفوذه سخت دريځو سياستوالو د مخالفت له کبله د دې لايحې تصويب د شک سره مخامخ شوی دی.

د امريکا کانګرس د استازو مجلس مشر مایک جانسن، ویلي دي چې دا وړاندیز به د استازو په مجلس کې چې د جمهوري غوښتونکو نفوذ پکې ډېر دی، تصويب نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د سنا مجلس مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور مچ مکانل، هم له دې لايحې څخه ملاتړ کړی دی او ويلي یې جمهوري غوښتونکي چې حتی په خپله هم په سپينه ماڼۍ کې وي، تر دې ښه تړون ته به ونه ورسيږي.

سناتورې کيرستين سينيما، وويل چې د دې قانون موخه د امريکا د جنوبي سرحد خونديتوب دی او د کورني امنيت وزارت موظف کوي که په يوه اونۍ له پولې څخه د تیريدو هڅې تر ۵۰۰۰ موردو ډېرې شوې نو سرحد دې وتړي.

نوموړې وويل چې «دا لایحه «حقيقي»، منطقي او زما په ژوند کې زموږ د سرحد د شخړې تر ټولو قوي حل دی.»

په دې لايحه کې د مهاجرت د قوانينو د عملي کولو له پاره ۲۰ میليارده ډالر په نظر کې نيول شوي دي چې په هغه کې د پناه غوښتنې د غوښتنليکونو د ارزونې او همدا راز د سرحد د څارنې له پاره د سونو کسانو ګمارل شامل دي.

په دې لایحه کې ۲،۴۴ ميليارډ ډالر د امريکا د مرکزي قوماندې له پاره هم په نظر کې نيول شوي دي، څو په سره سمندرګي کې امنيتي ننګونو ته ځواب وویلی شي. همدا راز ۴،۸۳ ميليارد ډالره د اندو - پاسيفيک په ساحه کې د امريکا د شریکانو له پاره ځانګړې شوي دي. 

مهاجرت؛ د امريکايانو ستره اندېښنه

د رويترز او ايپسوس، د يوې نظر پوښتنې پر اساس مهاجرت د امريکايانو دويمه ستره اندېښنه ده او په ځانګړي توګه د جمهوري غوښتونکو له پاره اصلي موضوع ده.

ترمپ په شدت سره د مهاجرت په مخالفت کمپاين کوي او جمهوري غوښتونکي هم په دې کې زړه نا زړه ښکاري چې بايدن ته په دې مورد کې بريا ور په برخه کې چې په اصل کې د هغه ستره کمروزي ګڼي.

د پناه غوښتنې په برخه کې وړاندیز شويو سختو شرطونو هم ديموکراتان، په ځانګړي توګه د کانګرس پرمختګ غوښتونکي او هيسپانيک غړي انديښمن کړي. دا لايحه د هغو مهاجرو له پاره چې غواړي پناه ترلاسه کړي، د ارزونې لا سخته او چټکه پروسه وړاندیز کوي.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

په عين وخت کې دا لایحه کيدای شي چې د ولسمشر جو بايدن، له پاره اوکراين ته د جګړې د وخت مرستو رسولو يو ښه فرصت وي، ځکه چې د امريکا د کانګرس له خوا د کيف سره د ۶۰ میليارډ ډالرو په مرسته کې ځنډ اوکراين ته د مهماتو او میزايلونو د ليږد مخه هم نيولې ده او د روسیې د يرغل په مقابل کې یې اوکرايني ځواکونو ته سخت زيان رسولی دی.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب